په ژوندون ښه را سره وکړه


ژباړه: حمیدالله حمیدي
بډای سړی له کشیش نه پوښتنه کوي، نه پوهېږم ولې خلک ما کنجوس بولي.
کشیش سړه ساه باسي وایي راځه چې د غوا او خوګ کیسه درته وکړم.
یوه ورځ خوګ غوا ته وویل: خلک تل ستا له آرامه طبيعته او غټو سترګو خبرې کوي، خو زما په اړه بیا؟... زه هم ټول وخت د هغوی د خوښیو ښکار ګرځم، د ورانه له غوښې مې نیولې بیا زما د سینې تر غوښو پورې دوی خوري، ان له وېښتانو مې هم د بورسونو په جوړولو کار اخلي.
له دې ټولو سره سره بیا هم د خلکو ښه نه اېسم، لامل به یې څه وي؟
پوهېږئ د غوا ځواب څه و؟
غوا وایي علت یې دا دی، هر څه چې زه خلکو ته ورکوم په ژوندن یې ورکوم نه له مرګ وروسته.