ولې مو وېښتان تویېږي؟

 
ژباړه: حمیدالله حمیدي
 
په ټوله کې د وېښتانو د رژېدو اصلي لامل د وېښتانو په پیازو کې اختلال او د غوړو غودو پیدا کېدل دي، خو دا ستونزمنه ده چې په هر چا کې د دغې ناروغۍ لاملونه په ګوته کړو.
ناسمه تغذیه یعنې په دوامداره توګه د هغو خوراکي توکو مصرفول، چې په خپل ترکیب کې معدني مواد نه لري د وېښتانو د تویېدو اصلي لامل کېدای شي. دغه راز ذهني نارامۍ، ډار، سټرېس او ځینې نورې ناروغۍ هم د وېښتانو د تلو لامل کېدای شي.
ډېر کله تبه هم د دې لامل کېږي، چې د انسان وېښتان له منځه ولاړ شي. مسمومه شوې او یا هم میکروبي وینه، د الکولي مشروباتو څښل هم د دې لامل کېږي، چې وېښتان توی او کمزوري شي.
سر مو مساج کړئ
د دې لپاره چې سر درد مو ښه شي، سر مو مساج کړئ. که د لاسونو د دوو ګوتو په واسطه ورو ورو د خپل سر پوستکی وموښئ او مساج ورکړئ، نو په ډېر لږ وخت به د ډېرې ارامۍ احساس وکړئ. سر او جمجمې ته مساج ورکول په دې برخه کې د وینې جریان تېزوي او د سر پوستکي او وېښتانو ته د معدنې موادو د رسېدو لامل کېږي.