وزن زیاتوونکي خواړه

 ژباړه: حمیدالله حمیدي
کېدای شي ګڼ شمېر کسان په دې لټه کې وي چې خپل وزن کم کړي، یوه ډله یې بیا په هغو خوړو پسې ستړي دي چې غواړي چاغ یې کړې. په دې لیکنه کې مو د هغو خوړو او ځانګړنو په اړه یې معلومات چمتو کړي چې د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.
۱- کبان: هره ورځ د کبانو غوښه وخورئ؛ ځکه کبان د پروټینو سرچینه دي او د وزن زیاتوالي لامل کېږي.
۲- سویا: سویا د بشپړې انرژۍ درلودونکي او خوندور خواړه بلل کېږي. سویا نه یوازې دا چې پروتین لري، بلکې د کلسیم، اوسپنې، ويټامین بي او فیبرو اصلي سرچینه هم بلل کېږي.
۳- هګۍ: هګۍ په خپل ترکیب کې ويټامین، پروتین او د A, D, E سالم کلسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.
۴- خوږه: په ټوله کې خوږه ډېره انرژي لري او د کاربو هایدريتونو اصلي سرچینه بلل کېږي.
۵- د کب پېک شوې خوښه: د کب په خوښه کې غوړ او سالم اسیدونه زیات دي چې نه یوازې له چاغوالي سره مرسته کوي، بلکې د بدن لپاره نورې ګټې هم لري.
۶- د جوارو ډوډۍ: د جوارو ډوډۍ له کاربو هایدريتونو ډکه ده چې یوه ټوټه یې ۳۲۸ کالوري انرژي لري.
۷- پنیر: د یوه څاښت خوړ پنیر ۶۹ کالري انرژي لري. دغه راز پنیر په خپل ترکیب کې پروتین، کلسیم، غوړ او سالم کلسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.
۸- ام: د چاغوالي لپاره بله سالمه لار د امو اوبه دي چې هم مغذي دي او هم سالمې.
۹- مکروني: مکروني د انرژۍ او کاربو هایدريتونو اصلي سرچینه ده چې تر ټولو ښه خواړه هم بلل کېږي.
۱۰- مستې: که غواړئ وزن مو زیات شي، له مستو سره د مېوې اوبه ګډې کړئ او بیا یې نوش جان کړئ.
۱۱- کېله: یوه کيله په خپل ترکیب کې ۱۰۰ کالري انرژي لري، دغه راز کېله د کاربو هایدريتونو او مغذي موادو سرچینه هم ده چې په اسانۍ سره د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.
۱۲- لوبیا: که غواړئ تندرست و اوسئ او وزن مو زیات شي، نو په خپل غذایي رژیم کې لوبیا ور زیاته کړئ.
۱۳- د چرګ سینه: د چرګ سینه د سالمې غوښې په ډله کې راځي، غوړ نه لري او د ۷۸ کالري په اندازه انرژي لري.
۱۴- کچالو: کچالو د کاربو هایدريتونو او نشایستې سرچینه بلل کېږي. کباب شوي او سره کړي یې دواړه د وزن له زیاتېددو سره مرسته کوي.
۱۵- د ممپلیو حلوا: د ممپلیو حلوا په ډوډۍ وموښئ او بیا یې نوش جان کړئ. د ممپليو حلوا په زیاته کچه پروتین او فوق العاده انرژي لري.
برعکس هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي، د پورتنیو خوړو په خوړلو کې دې احتیاط وکړي.