سوله که پنځه لس کلنه ډالریزه لوبه!


سوله د یو ژوند نوم دی چې هر انسان حق لري له دې ژوند ګټه پورته کړي او د خپل ژوند برخه يې وګرځوي بلحصوص هغه خلک چې سوله يې هیڅ لیدلی نه وي ورته ډبره اړتیا لري خو سوله له چا سره؟
سوله د جنګ په ډګر کې د دوو مخالفو ډلو تر مینځ د میني ورورولۍ،پرمختګ او همفکرۍ ته وايي خو په افغانستان کې جنګ د یو لوري نه دی بلکي د هر لوري جنګ پر افغان ولس تپل شوی دی دلته یوه ډله له بلي سره سوله ځکه نه کوي چې د هرې ډلې تر شا یو نړیوال قدرت موجود وي نړیوال او په ګاونډ کې پراته هېوادونه او پروژې په افغانستان کې د سولي تر ټولو لوی خنډونه دي ځکه که چیرته په افغانستان کې سوله راغله نو جنګ او وحشت د نړیوالو تر کورونو رسیږي نو ځکه دلته جنګ تم دی او په دې جنګ کې د نړیوالو اقتصادي،ځاني او نظامي ګټه ده چې کولای شي په ډیرو مهمو لارو کې ترینه ګټه پورته کړي
راځم اصلي موضوع ته کله چې آمریکا افغانستان ته راغله او د ناټو قوتونو په افغانستان برید وکړل د طالبانو اداره يې له منځه یوړه نو له لمړۍ ورځې يې د سولي په نامه یوه پروژه افتتاح کړه چې په سر کې يې جنګي مجرمین او خپل سري ټوپکماران وو،نو همدا وه چې ددې پروژې پیل د یو داسې چا په لاس وشو چې دلته يې نه یوازې د ملت عزتونه د پردیو په اشاره لوټ کړي وو بلکي د هغوي په سرونو يې لوبی کړی وي او د وحشت اخیري انتهايي تجربې يې پرې کړې وي
دا نړیوالو ته معلوم خلک وو ځکه د همدې نړیوالو په اشاره دوي دا کار ترسره کړی وو همدا نړیوال يې لارښوونکي وو خو دا یوازې یوه پروژه وه چې نړیوالو باید افغانانو ته خپل ځان لکه سپینه ملایکه ثابت کړی وي چې مونږ افغانستان ته راغلو او بیا مو له جنګي کړیو سره سوله اعلان کړه خو هغوي د جنګ لاره غوره کړه نړیوال له یوې خوا جنګي ډلو ته پیسي ورکوي تر څو جنګ وکړي او له بلي خوا حکومت ته پیسی او تجهیزات ورکوي تر څو دښمن پرې ووژني دا چې لوبه څه ده شاید تر ډیره زه هم پرې پوه نه شم خو د یو نظامي افسر په توګه مې دا زده کړي چې د جنګي لوبي اړخ ځان ته په ډیرې اسانۍ سره معلوم کړم جنګ چې ډیر دوام وکړي تر شلو کلونو ډیر دوام نه کوي د قدرت په سر وینه تویونه که ډیر دوام وکړي پنځه کاله پس ختمیږي خو استخباراتي جنګونه زرګونه کلونه وخت نیسي ځکه جنګ په اقتصادي قوت کیږي په نورو جنګونو کې یوازې تاوانونه وي ګټې نلري خو په استخباراتي جنګونو کې بیا ګټې تر تاوان ډیري وي ځکه هر اړخ پکې په نظر کې نیول کیږي تر څو خپل مهم اهداف پکې لاس ته راوړي افغانستان کې له ظاهر شاهي نظام وروسته تر ډاکټره نجیب الله حکومت پورې استخباراتي جنګونه نه وو بلکي د قدرت ته رسیدو خپلمنځي جنګونه وو خو کله چې د شهید ډاکټر نجیب الله حکومت د پاکستاني استخباراتو په وسیله او د امریکايي استخباراتو په مرستي سره ړنګ شو نو دلته استخباراتي جنګونه پیل شو قدرت له مینځه ولاړ جنګ یوازې د محدودو پلورل شوو کړیو تر حدود ورسیده نو همدا لامل شو چې امریکا په پنټاګون کې خپله یوه ودانۍ چې میلیونونه زیان يې لرل ړنګه کړه او افغانستان راتللو ته يې ځان ته لار هواره کړه ځکه هغوي په استخباراتي جنګ کې مهارت لرل او په دې پوهیده چې د افغانستان له نیولو وروسته مونږ نه یوازې اقتصادي ګټه کوو بلکي د جنګ میدان ګټل او ستر حریفان ماتول تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده
همداسې يې وکړل خپل هدف ته پکې ورسیدل په لمړۍ سر کې يې له افغانستان د پینټاګون تاوان یو په لس بیرته یوړ او ورپسي يې د هر یو ډالر په بدل کې له افغانستان لس ډالر ګټه یوړه له یو طرف يي د جنګ ډګر وګاټه له بله اړخه يې خپل اقتصاد لا پیاوړی کړ
افغانستان له یوي خوا له یو نظامي قوت روس سره په جیوګرافیکي  لحاظه ښه جنګي موقعیت لري او له بله اړخه له یو قوی اقتصادي چین سره چې دا دوړه همفکره ملګري دي او نړۍ بلخصوص امریکا ته ستر خطر دی نو په همدې لحاظ روس پخوا غوښتل چې دا سنګر خپل کړي خو پکې ناکامه شوه ځکه چې هغه یو استخباراتي پلان سره نه بلکي یو جنګي پلان سره راغلي وه او ډیر زر يې خپل اقتصاد دلته وبایله او ناکامه له دې اړخ بیرته ستنه شوه خو آمریکا یو قوي استخباراتي پلان سره دلته راغله او خپله ګټه يې ترینه واخسته دا موضوع د سولي سره اړخ لري ځکه مې پرې ډیر بحث وکړ راځم بیرته د سولي موضوع ته سوله په نني وخت کې له هرې ډلې سره اړینه ده ځکه دلته نړیوال استخبارات په دواړو اړخونو کې کار کوي یو ته وايي سوله وکړه بل ته وايي له سولي انکار وکړه خو هغه څه چې په دې دواړو ډلو مصرفیږي زور یې د افغان ملت نه وځي هم په اقتصادي لحاظ افغانان مات دي هم په ځاني لحاظ مات دي،روزانه په سلګونه تعداد شهیدان ورکوو خو بیا هم د سولي ډنډورې غږیږي خو سوله بیا موجوده نه ده هیڅوک سولي ته نه حاضریږي څوک چې ورته حاضر شي په مقابل کې يې بله ډله چې همدا خارجیان يې سپورټ کوي ترینه انکار کوي او د سولي مخالفت کوي یو ځل بیا وایم په افغانستان کې ډیرې محدودي کړئ هم د خاریجي استخباراتو په لاس کې دي ځکه هغوي استخباراتي جنګ کوي نه نظامي جنګ
د سولي پروژه( پروسه) چې مصرف يې ورته له دولت بودیجي ورکول کیږي خو بیا هم د بهرنیو کړیو په لاس کې ده نه خپلواکه پروسه وه نه ده او نه به اوسي ځکه دا له بهرنیو کړیو سره اړیکي لري او په همدې موخه ټاکل شوي دي چې ته به یوازې خپلې شخصي ګټې پالې او ملي ګټي به دي زمونږ د آمر قرباني کوي،په قطر کې ناستې څو واري دا ثابته کړه چې نه افغان حکومت د سولي په پروسه کې خپلواک دی او نه د افغان دولت مخالف لوری خپلواک دی ځکه دواړه اخونه مخامخ نه بلکي د یو دریم ګړي او څلورم کړي په هدایت سره کیناستل او خبرې يې وکړې،د جنګ د ډګر دوه وروڼه همیش د یوي غوښتني په سره سره د جنګ میدان ته وځي که یو ورور يې غوښتنه ومني نو بل ورور بیدون له دې چې ټوپک په لاس کې واخلي او دریم ګړی يې تر منځ راشي سره غاړې ورکوي او خپل کور جوړوي خو دلته د سولي په پروسه کې دریم ګړی هم دومره واک نلري څلورم ګړی يې ټول واک لري چې دریم ګړی يې پنجاب او څلورم ګړی يې امریکا ده،خو څلورم ګړی ټول کارونه د دریم ګړي په مټ کوي د حکومت لوری د هغه له لارې سپوټ کوي او حکومت نیغ په نیِغه په خپله سپوټ کوي
نو همدا ده چې باید په حقیقت پوه شو د سولي پروسه یوه ډالریزه پروژه ده چې یوازې د یو څو کړیو په مټ جوړه شوي ده او هدف يې دواړه جنګي ډلي په خپل منځ کې مصروفول دي دې حقیقت ته رسیدو په درشل کې نړیوالو ډیر فکر کړی دی که نن سوله وشي نو د نړیوالو ګټي ختمیږي او له افغانستان وتو ته مجبویږي نو بیا مجبور چې دا میدان خپل قوي حریف ته خوشي کړي او خپل قوت په نړۍ کې مات کړي
سوله د ټولو افغانانو هېله ده د سولي لپاره افغانانو سترې سترې قربانیاني ورکړي لا هم د سولي په لار کې د قربانۍ ګډوري دي خو سوله نشته دی دا یوازې ډالریزه پروژه ده.

و من الله توفیق
د هوسا سوکاله او پرمختللي افغانستان په لور
صفت ځواک