غزل

چـــــې يې مـــــخ دی په هر مـــخ کې دا همدمه د چا مخ دی
زمــــــا مخ ته خو هم ځـــــير شه ، چـــــــاته ورته زما مخ دی
 
په ښکلا کې يې کــــــــمي ده او که زور د ښکلا راووست
يـــــم حيــــــران چــې هـــــغه ښــــکلی ايينـــې ته مخامخ دی
 
زمــــا مــــخ کې په محـــــفل کې ټول مــــخونه شــو را جمع
څــــــه تپوس د پريشانۍ کـــــړې ماته مخ چې د تا مخ دی
 
ته بې لوظه داســـې راغلې ، لکــــه هيڅ چې نه وي شوي
ښکليه هغه مخ دې څه کړو ، خدايږو دا خو جدا مخ دی
 
هــــــغه تورې برندې ســــترګې چې بار بار ماته را اوړي
داســـــې ښکاري حـــــمزه ماته ، نن د نــــــوې بلا مخ دی