خــياله د يار، تل په زړه کې ما وګرځولې
اوس لــــه خپله کــــوره وايه چا وګرځولې
ســترګو يې زما له سترګو اوريدې خبرې
ځکه خويې سترګې په بل خوا وګرځولې
زه قـــتل د مينې طبيبانو خــــو ﻻ څه کړې
ســـــترګې رانه بل خوا مسيحا وګرځولې
زه فلــــــکه ستا د زمانو په وس کې نه يم
څـــــو د غم ميچنې دې په مـــا وګرځولې
ګـــــوره خو رهبر ته په اخر يې راته ووې
ځه حــــمزه ! پخپله ما خــــــطا وګرځولې
وروستي