غزل


چـــــــــې تا د یادو نه وېستـــــــلی نه یم
خپلې هســـــــتۍ هم زه موندلـــی نه یم

د مینې سیند کې چې غوټه شــومه ستا
بیا لکــــــــه شـــــــــور ترینه وتلــی نه یم

د سپیلنـــي غوندې مـــجمر کې د عشق
شومـــــه لوګــی خــــــــو ګډیدلی نه یم

ستا التفــات نظـــــــر نظـــــــــر کـــــړمه
خــوف د افــــشا و ځلیــــــــــدلی نه یم

خوښـــــــې زما دي د بیلتـــون ورېځـــې
زړه مــې دی ډک خــــــو ورېدلـــی نه یم

زه د پښـــــتون د ګــونې رنــــګ یم اشنا
ستا د ستـــــــم نه تښـــــــتیدلی نه یم

څه که بیلتون دې اوښکې اوښکې کړمه
لا دې د ستــــــرګو نه لوېدلــــــی نه یم

د پښـــــتو ســـــترګو له فیــــضه حمزه
له حـــــــــــــوادثو بوږنېــــــــدلی نه یم