نړیوال پیچلی مشترکات:  جنګ، سوله، سیاست، سوداګري او ګډ اقتصاد د اوسني نړۍ ګډ مشترکات دي/ درېيمه برخه

 
د امریکا په څیر اسیا هم د ورته تاریخ له څپو تیره شویده. په ۱۹۹۷کال اسیا او خاصکر ختیځي اسیا د اقتصادی رکود سره سخته جپړه ووهله. هغه زمان چې د تایلند هیواد خپله کرنسي بې ارزښته کړه ترڅو په هیواد کې د ډالر اندازه زیاته او بېا وروسته د بهت( تایلند کرنسي) ارزښت پورته کړي، نو تایلند دوه اساسي غلطي وکړی:

  • بې له دی چې خپله کورني وظیفه ترسره کړي، په یوه دم یې بهت ډیر بې ارزښته کړ. او
  • دوهم دا چې د بېروني اسعارو او خاصکر د ډالر په وړاندې د خپلی کرنسي ټیټول او پورته کول یې په افراطي ډول تمرین کړل.
که څه هم نړیوال وجهي صندق ( ای ام اف) د حالاتو د قابو کولو لپاره ۴۰ملیارد ډالر د تایلند، جنوبې کوریا او اندونیزیا د ثبات لپاره په کار واچول بېا هم هانګ کانګ، لاوس، مالیزیا او فلیپین سختي ټکری وخوړلی.
برسیره پردې، بروني، چېن او ویتنام هم زیانمن شو خو د زیان اندازه يي د اندونیزیا په پرتله کمه وه.
دا چې ولی سنګاپور او تایوان ډیر زیان ونه لیده، دلیل يی د مساحت کموالی او  جغرافیوي موقعیت وو چې د مالیزیا او اندونیزیا په منځ کې پراته وو.
سنګاپور او تایوان د مالي ذخیری/اقتصادي استحکام  په لحاظ غښتلی وو او کله چې د ختیځي اسیا دا اقتصادي تحول رامنځته شو، دواړو هیوادونو وکړای شو ترډیره بریده په خپلو ذخیرو، کورنیو امکاناتو او جغرافیې ارزښت اتکاء وکړي، پداسې حال کې چې ددې طوفان نه ډیر کم هیوادونه خوندي پاتي شو. 
نه یواځې دا چې د بې شمیرو هیوادونو داخلي ثبات او اقتصادي نظام ګډ وډ شو، د اندونیزیا د ولسمشر سوهارتو ۳۱کلن قدرت ( ۱۹۶۷-۱۹۹۸) یې هم پای ته ورسوه.
دا چې اوس هیوادونه د شپاړسمو او اوولسمو پیړیو په څیر سره جلا او ګوښې ګوښې نه دي، نه یواځې دا چې د تایلند نه پیل شوی اقتصادي چورلیز ختیځه اسیا ولړوزوله بلکې د نوی پیل شوی نړیوال مشارکت نظریه یې لا یقیني او عملي کړه.
د نړیوال مشارکت او ګډو تعاملاتو د ادعا لپاره کېدای شي د روسیې د ۱۹۹۸کال اقتصادي بحران هم یاد کړو. د روسیې حکومت او مرکزي بانک د ستراتیژۍ سره سم  باید روبل( روسي کرنسي) تل او په هر حالت کې د ډالر په وړاندې ثابته پاتی شوی وی او کله که روبل د نړیوالو لاملونو له امله ټیټیدلی، نو روسیې باید په بازار کې مداخله کړی وی او ډالر یې ټول کړی وی ترڅو روبل بېرته پورته شوی وی.
 که څه هم نړیوال وجهي صندق او نړیوال بانک ډیر ژر مداخله وکړه او ۲۲.۶ملیارد ډالر یې د روسيي د اقتصادي ثبات لپاره تخصیص کړل، مګر بېا یې هم چېچنیا، او مرکزي اسیا هیوادونه د ځان سره زیانمن کړل.
برسیره پردې، د امریکا د ډاټکام (۱۹۹۷ـ۲۰۰۰)، د نړیوال جنګ وروسته د امریکا اقتصادي بحران (۱۹۲۰ـ۱۹۲۱)، برطانیه (۱۹۷۳ـ۱۹۷۵)، چېلی (۱۹۸۲)، هندوستان (۱۹۹۱)،  او په ۲۰۰۸کال کې د امریکا د لیمن برادز بانک اقتصادي سقوط د نړیوالونه بېلیدونکو اقتصادي مشارکاتو ښې بېلګې جوړیدلی شي. دا چې په اروپا کې د ( ایروزون) پالیسي په ډیر جدیت عملي کېده، نو لیمن برادز معضلي هم په ډیر شدت د پرتګال، یونان، هسپانیې، او ایرلیند مالي سیستمونه زیانمن او د فرانسي، بلجیم او ایټالیا اقتصاد ته یې تهدیدونه متوجه کړل.
په پایله کې ویلی شو چې اوسمهال نړۍ د یوه کور څلور دیوالونو ته ورته ده او د هر دیوال د کمزوري کیدلو او یا نه شتون له امله د کور اوسیدونکو او ملیکېتونو  ته ډول ډول ستونزی پیدا کېدلی شي. که څه هم اروپا-امریکا، اسیا او امریکا سره جلا جلا قطبونه دی، مګر بېا هم د پورته بېلګو له بحث وروسته پوهیدلی شو چې د یوه هیواد وضعیت په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د بل هیواد په سیاسي، نظامي او اقتصادي بهیر اغیز غورځولی شي او  ګومان کېږي چې دا چاره به د غیر محدود وخت لپاره همدا شان متداوم پاتي شي.