
دا د ۱۹۸۷کال د اکتوبر نولسمه نیټه وه. ټوله نړۍ او خاصکر هغه هیوادونه چې ګډې راکړې ورکړې یې لرلې د لوی انفلاسیون سره مخ شو. دی ورځېته توره ( سیاه) دوشنبه وایي. د پیښې لامل په امریکا کې وو مګر لمړی ځل هانګ کانګ د پیسو د ارزښت د کمیدو سره مخ شو، اروپا ته وغزید او بېا اسیا ته ورسید. نیوزلند او د نړۍ بل کنج استرالیا هم ددې اقتصادي رکود نه خوندي پاتېنه شوه او اغیز یې هر لور ته محسوسیده.
امریکا ایله ایله د نولس سوه اتیایمو کلونو د اقتصادي پیچلتوب نه په وتلو وه چې ناڅاپه د سهمونو مارکېټ/بازار ( په خارج کې د توکو د نیولو یا خرڅولو لپاره د سهمونو اخستلو او خرڅولو ځای) راپریوت.
۱۹۸۵او ۱۹۸۶ کلونه د امریکا د اقتصادي رغښت موده وه خو کله چې ایران په ۱۹۸۷ کال د اکتوبر په ۱۵ نیټه د امریکا د تیلو لویه بېړۍ (سنګری) په سیلکورم میزایل وویشتله او په سبا یې بله امریکا بېړۍ چې ( ام. وی. سی. اسلی سیټی) نومیده له منځه یوړه، نو د اسعارو، ډالرو، او ملکېتونو نرخونه ځمکې ته راوغورځیدل.
د پورته واقعېاو اوپیک کې د کورنیو اختلافونو له امله د تیلو په ارزښت کې ۵۰سلنه کمښت هم په ټوله کې د ۱۹۸۷کال د اقتصادي رکود د رامنځته کېدلو لامل شو چې د هانګ کانګ، استرالیا، هسپانیې، برطانیې، جاپان او نورو اروپایې هیوادونو اقتصاد یې وځپه او لږ تر لږه د ۱۹۹۱کال تر وروستیو پورې یې درد احساس کېده.
نړیوالتوب د نړۍ په هر اړخ تاثیر غورځولی شي. نړیوالتوب که ګټي لری نو تاوانونه هم لرلی شي. نیوزلیند د استرالیا سره نژدې موقعیت لري او د ۱۹۴۹کال راهیسې یې د تصور خلاف پرمختګ کړی دی. د تکنالوجی استعمال، د جغرافیې سم کارول، نړیوالو نوښتونو او اقتصادي اشتراکېت پر وړاندې خپله دروازه پرانستي پریښودل ددې هیواد د مخکې تګ اساسي لاملونه دی.
دا چې نیوزلند د شفافیت د نړیوالې اداري په لست کې څلورم مقام لري او یا د نړۍ د څلورو ارامو هیوادونو څحه یو شمیرل کېږي، په ټوله کې ددې هیواد په نړیوالتوب کې د شاملیدا اغیز دی لیکن په عین میزان، کله چې په امریکا او هانګ کانګ کې د ۱۹۸۷کال اقتصادی نزول ښکاره شو، نو په نیوزلند کې ۶۰سلنه انفلاسیون رامنځته شو
چې بېا رغیدو یې لسیزه ونیوه. دا چاره په روښان ډول د نړیوال مشارکت ښه بېلګه کېدلی شي چې هم ګټي او زیانونه سره شریکوي.
د نړیوال اشتراکېت په مسله کې توره دوشنبه یواځېنۍبېلګه نده بلکې تردې پخوا هم نړۍ ددې ډول ګډو پیښو شاهده ده.
د امریکا د وال سټریټ په نوښت رامنځته شوی د اسعارو د تنظیم، مدیریت او تبادلی اداره ( ډی جی آی ای) په ۱۹۱۴او ۱۹۲۹کال کې هم ددې ډول ټولیز او په یوه ورځ کې د تاریخ تر ټولو لوی اقتصادي رکود نه متضرره شوی وه او لامل هم له هغه وخته د نړۍ د بعضو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي تړونونو د تاثیر څرک وو.
جاپان هم د نیوزلند په څیر د ۱۹۸۷کال د معضلې د رامنځته کېدو له امله تاوان وکړ. د جاپان بانک د ملیکتونو او اسعارو د ناسم کنترول او مالي پالیسیو نه تطبېق د هیواد په ټولو ابعادو کې متصور کېده او دا ډول غفلت، د پورته دلایلو برسیره، د جاپان د مالي سقوطاصلي لامل ګڼل کېدلی شي. که څه هم، د مالي بحران د رامنځته کېدو وروسته، جاپاني حکومت پربانکيپالیسیو او مالي تعاملاتو څارنه سخته کړه لیکن وخت له وخته تیر و او جاپان لا وار د مخه د نړیوال ګډ اقتصاد تاوان ورکړی وو.
پاتې په نورو برخو کې ...