
مکسیکو هم په ۱۹۹۴ کال د ورته حادثې سره مخ شوه. دی هیواد تر ډیره بریده د شمالي امریکا د ګډ تجارت ( نفتا) نه ګټه پورته کوله لیکن د مرکزي بانک تر ټولو لویه تاریخي غلطي دا وه چې د ډالرو د اخستلو لپاره یې د پیسو ( مکسیکو کرنسي) ارزښت بې حده ټیټ کړ، ځکه په ډیره تیزۍ د دې ډول انفلاسیون د بروز باعث شو.
برسیره پر دې، د ۱۹۹۴ کال په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د مکسیکویي نوماند لویس ډونالډو کولوسیو وژل کېدل هم د نظام د ارهم برهم کېدو او اقتصادي ګډوډي د رامنځته کېدو لامل شو. نژدی وه چې مکسیکو خپل سیاسي ثبات له لاسه ورکړي ولې د۱۹۹۵ کال په لمړیو کې د نړیوال وجهي صندق ( ای ام اف) په منځګړیتوب او د امریکا په ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو مکسیکو کرار کرار د ثبات لور ته روان شو.
که څه هم مکسیکو ژر ورغیده مګر ژور تاثیرات يی په اسیا او ځانګړې توګه د لاتین امریکا په ټولو هیوادونو کې احساس کېدل. لاتین امریکا د ۲۰ هیوادونو مجموعه ده چې ۱۹۱۹۷۰۰۰ کلیومتره مربع مساحت لري او ۶۲۶ ميلیون خلک پکې اوسیږي، د لاتین امریکا هیوادونه په ۱۸۶۱ کال کې یو پر بل پسي ژر ژررامنځته شو او تر ډیره بریده د یو ډول ځانګړتیاوو لرونکي دي. دا هیوادونه عمومآ غریب او په اوسط ډول ۵.۵ ميلیارده ډالر کلني عاید لري چې زیاتره یې د فقر د کرښي لاندې ژوند کوي.
د مکسیکو مرکزي بانک په ډیره عجله د هیواد په ټولو چارو کې مداخله وکړه، د ډالر په وړاندې د پیسو د ارزښت د ټینګولو هڅه یې وکړه، مګر مکسیکویي سوداګرو وار د مخه امریکا ته مخه کړې وه. د هیواد په اقتصادي بهیر کې د خلکو علاقه کمه شوه، او تر ډیره بریده نظام د نامعلوم مسیر پر لور روان شو.
بې کاري زیاته شوه، صحي خدمتونه له منځه لاړل، بې شمیره بانکونه دیوالي شو، او د ګواتیمالا سره په سرحد پروت، د چېاپاس ایالت په بشپړ ډول د دې حادثې تر اغیز لاندې ایله سا کښله.
د داسې حادثاتو راتګ د هیوادونو په اقتصاد کې معمول خبره ده، لیکن د داسې حادثاتو د اغیزو سرایت نورو هیوادونو ته د نړیوالتوب د الزامي راتګ ښکارندوي کوي. د یو هیواد په جوړیدو د بل هیواد جوړیدل او د بل هیواد په ورانیدو د بل هیواد ورانیدل هغه رامنځته کېدونکې فرضیه ده چې له منلو یې اوسمهال هیڅوک هم انکار نشي کولی.
پاتې په بله برخه کې ...