دمتلونو کیسې

راټولونه: علم ګل سحر

تر وژلي ورور پرې ايښى ګومل ښه ده
  ددغه متل په باب دوه بېلا،بېلې کيسې موجودې دي. دمتل کيسې به وروسته راشي اول به ګومل وپېژنو
 ګومل د پکتيکا په ولايت کې ديوې غرنۍ ولسوالۍ نوم دى، ځکه ګومل ورته وايي،چې داسيمه له يو شمېر کوچنيوشيلو او خوړونو څخه جوړ شوى يو لوى خوړ دى، په دې خوړ کې به ډېرې اوبه راتلې، تلونکي مسافر به داوبو د ډېرېدو له امله شل شپې او يوه مياشت دلته مېشته وو،بيا به،چې اوبه کمې شوې، خلک به پرې تېرېدل. په کټوازکې په دې اړه يو بل متل هم شته،چې وايي :
(( چې ګوملې يونه وړم وړې شيلې اووړې ويالې مې نه شي وړلاى))
        تروژلي ورور پرې ايښى ګومل ښه ده، د متل په باره کې يوه کيسه داسې ده  :
 ويل کيږي، دګوملې په سيمه کې دوه وروڼه په يوه ښکلې نجلۍ مين شول، دوى دواړو هريوه کوشش کاوه،چې له نجلۍ سره واده وکړي، د دواړو ترمنځ اختلافات زيات شول، آن غرونو ته وختل او يو پر بل يې دوسلو ډزې وکړې، په پاى کې مشر ورور وويل،چې تردې چې خپل ورور وژنم دا به ښه وي،چې ګومل پرېږدم. ډېر خلک وايي،چې ددغې ښځې نوم ګومل و، خو ځينې بيا ددغه متل رامنځ ته کېدل په ګومله کې داوبو له امله موجود خطرونه بولي وايي:
( په ګومله کې به پخوا اوبه ډېرې زياتې وې او دشاوخوا سيمو عبوري کوچيانو، سليمان خېلو، دفتاڼيو،اندړو، احمدزيو او نورو به پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ کاوو، نو کله به،چې په دې لاره تېرېدل ، نو دې اوبو به خلک او څاروي وړل او غرقول به يې. ديوې کورنۍ څو تنه غړي په دې اوبو کې غرق شوي وو، نو هغه پرېکړه وکړه،چې نور په دې لاره ولاړ نه شي او په خپله مېنه کې مېشت شوي وو، چا ورته ويلي و،چې ته سږ کال ولې کډه نه باروې، نو ده ورته ويلي و، چې( تروژلي ورور پرې اېښى ګومل ښه دى ).
 
 
 
 
 
 
 
 
 
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه
 
( ښه وکړه درياب ته يې واچوه ) د پښتو ژبې له هغو روزنيزو متلونو څخه ګڼل کيږي، چې ددې ملت دپوهې، فرهنګ او حکمت ښه څرګندونه کوي.
 په پخوا زمانو کې يو خيرخو او زړه سوانده سړى و، ده به تل دسيندکبانو ته ډوډۍ وړه کوله او ورته اچوله به يې،ده به هره ورځ دا کار کاوه، ماهيان دده له غږ سره هم اشنا شول، زياترو خلکو به په ده پورې خندل ، چې دالېونى ګوره تمامه ورځ دسيند په غاړه ناست وي او ماهيانو ته ډوډۍ اچوي، ده به ويل،چې ښه وکړه په درياب کې يې واچوه، دورځو نه يوه ورځ لوى سېلاب راغى او دسيند اوبو دى له ځانه سره يو وړ، کله چې دى اوبو غرق کاوه، په دې وخت کې ده لويه چيغه وکړه، دا چې ماهيانو دده غږ پېژانده، نو ټول ماهيان راغلل او دى يې له ډوبېدو څخه وژغوره، له هغه وروسته دامتل رواج شو، چې ښه وکړه درياب ته يې واچوه .
دغه متل نه يوازې پښتانه وايي،بلکې دمسلمانانو دفرهنګي حوزې په بېلا،بېلو ژبوکې يې اورېدلى شو. دشيخ سعدي دابيت ،چې وايي:
نيکي ميکن و دردجله انازه
که ايزد دربيابانت دهد باز
هم په دري ژبه کې متل شوى دى.
 
 
 
چې بېګاته وي حيران
څه به وساتي فيلان
وايي،څوکسه طالبان د وخت دپاچا ليدو ته ورغلل،پاچا خبرې ورسره وکړې، په اخېرکې يې د نورو ډاليو او سوغاتونو سره يو فيل (هاتي ) هم ورکړ.
طالبانو په خوشحالۍ فيل راووست. دوى به ټوله ورځ په سبق کې بوخت وو، بېګاته به يې څه ډوډۍ، چې راټوله کړه، اېله به يې خپلې خېټې پرې مړې کړې، څرنګه چې فيل ته خوراک نه رسېده، نو ورځ په ورځ ډنګرکېده، مرګ ته نېږدې شو، طالبانو فيل بېرته پاچاته ور ووست ، پاچا حيران شو او پوښتنه يې ترې وکړه، چې ولې ؟
طالبانو په ډېر عذروويل،چې پاچاصاحب ستاډالۍ موږ ته دسر په سترګو قبوله ده، خو دفيلانو ساتل د طالبانو کار نه دى، موږ ايله ځانونه وساتو، فيلان نه شو ساتلى، نو بيا يې دامتل ووايه :    چې بېګاته وي حيران                  څه به وساتي فيلان
ځینې وایي چې دغه فیل امیر حبیب الله خان طالبانوته ډالۍ کړی و.
 
 
 
 
 
 
 
دښايستې يو عيب نه عيب دى
 
يوه سړي زوى ته کوژده کوله، دکورمېرمنې بل کورته دنجلۍ  دليدلو له پاره ولاړې، دنجلۍ په کور کې ددغو مېرمنو ډېر هرکلى وشو، ډول ډول خواړه يې ورته راوړل، چې بېرته راغلې، نو دهغه کور په صفت نه مړېدې، دهلک پلار د نجلۍ په باره کې پوښتنه وکړه، دهلک مور ځواب ورکړ، چې سمه د څوارلمسې سپوږمۍ وه، ده بيا پوښتنه وکړه، چې څه عيب خوبه نه و پکې، مېرمنې يې وويل،چې نوره خو سپوږمۍ وه خو دمخې دوه غاښونه يې راوتلي و، ده بيا پوښتنه وکړه،چې نوره څنګه وه، دې ورته وويلوچې سترګې يې لږې کږې وې، نوره سپوږمۍ ده، ده بيا پوښتنه وکړه،چې تګ يې په لاره څنګه و؟ مېرمنې يې بيا وويل،چې لږه ګوډه ګوډه تله، نور خويې په ټول بدن کې دعيب ځاى نه و، ده په نااميدۍ سره وويل، يعنې ګوډه وه؟
مېرمنې يې ژرځواب ورکړ سړيه :دښايستې يوعيب نه عيب دى .
ځينې خلک بيا دامتل داسې وايي،چې :دښايستې يوعيب دنهو عيبو برابروي .