
محمدانور(آڅړ)
۱۶/۴/۱۳۹۵
د یهودو د شریعت په کتابونو کې د دوی د خدای یهوه په نوم باندې، د قربانۍ کباب شوي غوښې، د انګورو شراب، غوړې ډوډۍ او نورو خوراکي توکو یادونه شوي ده، چې ګواکې د یهوه د خوښې خواړه دي،چې یهوه ته د قربانۍ کباب شوي غوښې او شراب خوند ورکوي، دا ډول خوراکي توکي، د یهوه په نوم باندې، د قربانۍ په توګه باید وړاندې شي، که نه نو یهوه په قهر کیږي او کله چې په قهر شي، نو د ټولو کار به وکړي(!).
دا چې د اسرائیلو خدای یهوه خوراک کوي او شراب څښي، ښکاره خبره ده چې دا ډول شرابي خدای د یهودو د مذهبي مشرانو لخوا د خپلو مالي او ځاني ګټو په خاطر جوړ شوی دی.
په حقیقت کې، نوموړي خوراکي توکي د اسرائیلو د کاهنانو لخوا پر خلکو باندې حواله شوي دي، چې په اصل کې د دوی د خیالي خدای یهوه، خوراک نه، بلکه د کاهنانو خوراک دی او عام یهودان یې د یهوه له وېرې بې له ځنډ څخه معبدونو ته حاضروي، تر څو یهوه، چې یو قهرجن، غچ اخیستونکی او... خدای دی په غضب نه شي.
د اسرائیلو په دیني کتابونو کې د یهوه لخوا د قربانیو په نوم، لاندې مقررات ټاکل شوي دي، چې باید ترسره شي:
«د هرې میاشتې په پېل کې باید نورې سوزول شوي(کباب شوي) قربانۍ، یهوه خدای ته وړاندې شي، چې دوه سخوندر،(ځوان غوايي) یو پسه او اووه، یو کلن وري، په کې شامل دي، چې ټول باید بې عیبه او روغ وي، د هر سخوندر سره درې کیلو اوړه، چې په غوړیو کې غوږل شوي وي، د اوړو د نذرانې په نوم دې وړاندې شي، همدارنګه د پسه سره دوه کیلو او د هر وري سره یو کیلو اوړه اړین دي. دغه سوزول شوي قربانۍ چې په اور باندې وړاندې کیږي(پخیږي)، یهوه خدای یې خوښوي.
د هر سخوندر سره دوه لیتره شراب، د څښلو نذرانې په نوم؛ د هر پسه سره یونیم لیتر شراب او د هر وري سره دې یو لیتر شراب وړاندې شي، دا ده میاشتنۍ سوزول شوي(کباب شوي) قرباني چې باید د کال په اوږدو کې وړاندې شي.» (اعداد: ۲۸/۱۱-۱۴؛ اعداد:۱۵/۵-۱۰)
یهوه خدای موسَی ته دا احکام ورکړل، تر څو د اسرئیلو قوم ته یې واوروي:
«کومې قربانۍ چې د اسرئیلو قوم یې په اور باندې، زما لپاره وړاندې کوي، زما خوراک دی او خوند راکوي، نو داسې ترتیب ونیسه چې، دغه قربانۍ په خپل وخت راوړي او زما د حکم سره سمې یې وړاندې کړي، کومې قربانۍ چې، په اور باندې زما لپاره وړاندې کوي، باید یو کلن او بې عیبه وري وي، هره ورځ دې دوه(وري) د سوزول شوي(کباب شوي) قربانۍ په نوم وړاندې شي، یو وری دې ګهیځ قرباني کړي او بل مازدیګر، د هر یوه سره دې یو کیلو ښه اوړه چې د ښوونه(زیتون) په یوه لیتر غوړیو کې اغږل(اخښل) شوي وي، د اوړو، د نذرانې په نوم دې وړاندې شي، دا سوزول شوي(کباب شوي) قربانۍ دي، چې د سینا په غره کې وټاکل شوې، تر څو هره ورځ د خوشبویه عطر په نوم، په اور باندې د یهوه خدای د حضور پر وړاندې ترسره شي، ورسره باید د څښلو نذرانه هم وړاندې شي، چې له هر وري سره باید یو لیتر شراب موجود وي او په قدس کې د یهوه خدای د حضور پر وړاندې باید توی شي. دویم وری د مازیګر لخوا د اوړو او څښلو نذرانې سره یو ځای وړاندې کړئ، دا قربانۍ چې پر اور باندې وړاندې کیږي، د یهوه خدای د خوښې (خواړه) دي.» (اعداد:۲۸/۱-۸؛ خروج: ۲۹/۳۸-۴۱))
«... یو لیتر شرات د څښلو نذرانې په توګه وړاندې کړئ، تر هغې مو چې دغه نذرانې، ما ته نه وې وړاندې کړي، ډوډۍ یا تازه حبوبات مه خورئ، دا قانون د تل لپاره ستاسو د ټولو نسلونو لپاره دی، چې په هر ځای کې اوسیږي. (لاویان:۲۳/۱۳-۱۴)
او د یهودو په یوه کیسه کې راغلي دي چې، د انګورو ونه وایي: زما شراب خدای او انسانان په ګډا راولي. له دې څخه ښکارې چې اسرائیل په دې ګروهه دي چې د دوی خدای شرابي دی، د حکایت یوه برخه چې په موضوع پورې اړه لري، ولولئ:
«یوه ورځ ونو تصمیم ونیو چې، له خپل منځ څخه پاچا وټاکي، لومړۍ یې د ښوونه(زیتون) له ونې څخه غوښتنه وکړه چې د دوی پاچا شي، خو، ښوونه ونې ونه منله ... بیا یې د انګور ونې ته وویل چې، پر دوی پاچاهي وکړي، انګور ونې ځواب ورکړ: د دې لپاره چې پر نورو ونو باندې پاچاهي وکړم، له هغې شیرې(شراب)څخه چې خدای او انسان په مستۍ(نڅا) راولي لاس واخلم؟ ... .» (داوران:۹/۸ او۱۳)
بله لیکنه اسرائیل د یهوه زناکاره ښځه