زه ولی فلسفي یم؟

 
زه مسجمه!
چې کله ورک شم بیا نه پیدا کیږم،دا مې د اصل تجربوي محصول دی همدا ده چې ورکیدل مې تر ټولو لویه ګناه او پیدا کیدل مې د ګناهونو سمندر ته غورځیدل دي
په مجسمو جوړولو کې انسان د خپل مهارت کارولو سره نړۍ ته ښايې چې زه هم انسان یم خو په مهارت کې مجسمه زما تر واک لاندې ده شاید ددې مجسمې اړخونه زما د روح تقابله مستغنا پریکړه وکړي او په دې شرط چې زه هم ځان مجسمه کړم د مجسمې ځینې وثیقې نقطې چې زه پرې نه پوهیږم راڅرګندې کړي نو په همدې ډول د هر موجود او نا موجود د ژوند په اړه پوهیدل که غواړې ځان د هغه موجود او ناموجود په فکر کې و اوبـــده تر څو پوه شی وخت قناعت درکوي په دې هم باور وکړه یوی لویی ګناه تر سره کول ډیر اسانه کار دی خو جبران يې بیرته د خپل وجودي جوړښت په تله کې کیښودل شاید د عمر تر پایه وخت وغواړي چې دا د انسان قوت او د بی فکره ناکامۍ څرګندویه ده
په دې به بحث وکړو چې زه ولي فلسفي یم؟
شاید دا کلیمه تر عمل ډیره قوي وي خو دلته دا کلیمه انسان د ځان مخاطب په خاطر استعمال کړې ده له ځان نه يې مقصد په نړۍ کې د ټولو موجوده پرستانو نه ده چې هغوي په دې هم پوهیږي چې مونږ د ځان لټه لمړۍ له ځان پیلوو،ښايي دا ډیره زوروره کلیمه وي خو متاقبله يي انسان دی او اخترام يې دوه اړخیز دی چې اکثره وخت خپله کلیمه پاتې کیږي او انسان د پرمختګ تر څنګ د ورکیدلو اړه ته ځي او د همدې کلیمي نه ور اخوا یوه لویه نړۍ ګوري چې حقیقت يې د پیل قدم سره انسان د ځان په لور کشوي،که بحث هر څومره اوږد شي نو لمړنۍ تیروتنه به مې همدا وي چې ځان پکې وڅیړم ځکه زه د کشفیاتو منسجم حرکت یم که زه په ځان څیړنه وکړم دا به مې یوه نه هیریدونکي پیل کړی وی اکثره وخت انسان یم خو دا چې ولي مې په کاڼو کې سترګې نغښتي وي د همدې وجودي جوړښت یوه تته رڼا مې د هغوي له وجوده اخستي ده
په همدې زمان کې مونږ تقررآ یو اړخ غږوو چې اواز يې تر محدودیت هم کمتر وي لکه د انسان ماشومتوب او یا د وني ژوند
خاطره مې پکې رایاده شوه
یو وخت به مې د کتاب لوستلو سره سره د وني ډډ ته تکیه کړې وه او خوب به مې کاوه خو زه به د نړۍ خوشبخت ترین انسان ځکه ووم چې ژوند مې د دوو پټو رڼاګانو په وجود کې ګرځاوه او هغوي به د میني کیسه زما د فکر تل ته د ارام په موخه ډالۍ کوله
زه د همدې ونې پټ وجود ووم نه زه خبر ووم نه ونه په دې پوهیده خو مونږ د یو بل سره ډیره مینه کوله زه ماشوم ووم اواز مې له محدودیت کمتر وو ځکه ونه هم په دې نه پوهیده چې زه د هغې وجودي جوړښت یم او هغه هم زما په څیر زما د فلسفي وجود پیل وه
خیر خاطره پکې همدومره ښه ده که مې ډیر زړه وشو بیا د بحث اړه مې مثبت ګرځي او زه په دې قانع کیږم چې زه فلسفي نه یم فلسفه زما د جوړښت ثمره ده
زه فلسفه نه تعریفووم فلسفه لولم او قانع کوم يي تر څو خپل وجود د هغې په جوړښت ومنم او یو خیالي متصور ته ورته شکل غوره کړم دا بحث مې دومره خوښ نه شو ځکه بیا خیال پکې راغی او خیال ماته وخوده چې زه د یو زرې په قدرت کې هم ماتیدونکی یم یعنې زما د کمزوری نقطه د همدې ټکي په سر کې جوړه شوې وه هو بیا مې هیر شول کوم وخت مې چې فکر کاوه زه قدرت یم نو ځان به مې راته خندل او ما به فکر کاوه چې دا مې یوه منظمه کلیمه وویله خو زه هم اشتباه ووم په همدې معنا مې اشتباه زیاتوله چې اکثر به مې د خپل وجود په جوړښت باور لرل او یوازیتوب به مې د نړۍ ستر دغایت بلل او بیا به مې هم فکر کاوه چې زه یو جدا موجود یم چې هم پوهیږم او هم د ناپوهۍ تر بریده تیره مسجمه یم خو زما شکل هم د هغې مجسمې جوړښت وو چې زه به د زه په جوړولو اخته ووم،ما بیا اشتباه وکړه او خپل اصلي مبحث مې پریښود او تر تاویدلو پیچومو ګرځندویه حرکات مې پیل کړل،بیرته خپل اصلي خبرې ته راځم ما هم ځان نه دی قانع کړی چې ستا جوړښت زما د جوړښت کومه برخه ده چې زه ووایم زه ولي فلسفي یم؟
مخاطب مې هم شاید ځان وي نور مخونه مې د زړه له تله پټ کړل خو همدا مخ کې د کفایت وړ دی چې پخپل ځان له بحث مخکې مې په دې بحث وکړ چې زه هم د یوې وني تت وجود یم خو د څه ناترسۍ او ناپوهۍ له وجهې یو نه جبرانیدونکی قول په مخ کې لرم چې له ما مې د خپل عقدانیت لاره ورکه ده زه به هم پوه شم او تاسې هم پوه شئ چې زه د د بلي نړۍ خالق نه یم یوازې یو انسان یم چې هم په دراکو کې خپل انسانیت پالم او دا مې د یو مشترک منظم انساني پایښت او پیدایښت نښانه ده
په ما د ترحم تر کلي رسیدلیه ربه ستا مهرباني مې د نړۍ متداوم حلقت ته په سجدو کې ورک کړي ته هم خپل د غیابت رحمیني وړانګې زما په وجود وغوړوه.

و من الله توفیق

صفت ځواک