داختر په رانږدې کیدو سره، طالبانو ترخپلې ولکې لاندې سیمو کی لوی سوټی او تیره بياتي په لاس، د هغه ځوانانو په لټه کی لالهانده دي، څوک چی د اوږد پیکی،خریلی ږیری او رنګه جامی مالک وي، ترڅو ورته د سوټی په واسطه مجازات او د بياتي په واسطه یی اوږده ویښتان ورغچی کړی.
افغانان الحمدالله ټول ریښتنی مسلمانان دی تل یی دکامل اوپوره اسلام تمنا کړی واقعا ږیره خریل او دشریعت خلاف ویښتان جوړول درسول الله ص دمطهره سنتو خلاف او د مسلمان د شان سره کاملا منافی کړنه ده. هرمسلمان په دی متیقن او ډاډمن دی، چی مسلمان هغه وخت دبریا ورستی پړاو ته لاس رسی موندلای شی چی داسلام ټولو اوامرو ته لبیک او رسول الله ص په سنتو مطهره باندی سل سلنه ځان سمبال او سینګار کړي، ځکه رسول الله فرمایی لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (بخاری و مسلم)
ژباړه: ستاسي څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نسي کیدای تر څو چي ده لره زما محبت تر خپل مور، پلار، اولاد او تر ټولو خلګو ډیر نسي چی هغه څوک کامل مومن نشی جوړیلای چی زه ورته ترځان تر اولاد ترمال غوره بهتر نه شم.
رسول الله هغه وخت د یومسلمان په زړه کی تر دی ټولو شیانو محبوب او افضل ثابتیدلای شی ترڅو چی د ژوند په ټولو چارو کی د هغه د پاکو سنتو د پیروی ویاړ راخپل کړي.
دا چې نن طالبان د غچی او سوټی په زورد ځوانانو په زړو کی د رسول الله د محبت او د هغه د طریقی تخم کری دا اساسی، عقلی، فکری، علمی لیاره نه ده ځکه دغه کړنه موقتی او له طالبانو سره د کرکی زیږونکی ده.
طالبان باید د خلکو ملاتړ او د خپل نفوذ ته په پام سره دغه د امرباالمعروف دروند پیټی له علمی او اساسی لیارو څخه د ځوانانو زړونو ته ولیږدوی ترڅو یی هغه پرته د سوټی له زوره په داسی ورین ټټر او یخه سینه ومنی چې د تل د پاره یی هلته ذخیره کړي.
طالبان باید ځوانان چې داسلامی ټولنی د قوت، انرژی ، غذا، اکسجن او اتومی بم ده ترهرڅه وړاندی دجناب رسول الله اودهغه مطهره احادیثو په اخروی او دنیوی حکمت، مصلحت، ګټه او فوایدو باندی اګاه کړی او د تاریخ په پاڼو کی ورته د هغه پرګنو بیلګی ورکړي، چې د اسلام د کامل پیرو په مټ یی د سلطنت او امپراتوریت طول له ختیځ څخه تر لویدیځ پوری غځیدلی و ترڅو د ځوانانو په زړو کی د اسلام عظمت او د رسول الله قدر راوټوکیږي، ځکه طبيعی ده کله چې یی د رسول الله اهمیت او د اسلام عظمت د عقل او زړه دنیا تسخیره کړه نو زیری درکوم چې هغه وخت به بیا ځوانان د هغه ځواک او دانسانیت یو داسی د نمونی په ډول راڅرګندیږي، چې د راهبانو او نورو کفارو د زړونو درزها په یوه دقیقه کی له ۷۲ څخه دلایناهی په لور او بلااخره دزړه د سټاپ کیدو ته قریبه وي.
د اسلام او انسانیت دوښمنان د خپل زړه دریدلو له ترس څخه تل ټول مالی اوجسمی زور اوبه کوی چې د اسلامی امت ځوانان د جهل اوتیارو په تور تمونو اوهمدارنګه د مادیاتو او ښکلو انجونو په کاذبانه عشق کی ډوب اوبوخت وساتي، ترڅو د اسلام د عظمت څخه د دبی خبری له کبله دهغه ایمانی ځواک مالکین نه شی چې له ترسه یی د دوی زړونه پمپ ترک کوي.
طالبان باید د کفارو د دی ګمراه دجالونو او دامونو مخه ونیسی او د ځوانانو د نجات د پاره باید علمی سهولتونه او فرصتونو ولټوي.
کوم سوټی چې یی ځوانانو د ډبولو د پاره را اخیستی باید ترهڅه وړاندی پری د جوماتونو هغه ملایانو وډبوی چې یوازی د خپل زکات په نشه او فکر کی ډوب دي او د خپل مقتیدیانو له اصلاح څخه بی نیازه او مستغنی ده، ځکه دغه ملایان تر هرچا ډیر د ځوانانو په فکری رغونه او سمونه کی موثر او تاثیر ناک دي. طالبان دې دغه ملایان مکلف او مجبور کړي، چې د زکات په پرځای د خپل ماشومانو او نوی ځوانانو په اړه متداوم او نه خلاصیدونکی فکر وکړي، ترڅو له یوی خوا ورته خپل مالی اجوره حلاله او بل خوا اسلامی ټولنه اصلاح شي.
دا چې نن طالبانو دسوټی په زور په ناخبرو او بی علمه ځوانانو سنت پلی کوي دا د عقل خاوندانو د پاره ډیر د استهزا وړ خبره ده، ځکه هغه اصلا سنت پیژنی نه، ته یی ورباندی عملی کوي او بل دا چې سنت خو یی یوازی ترقیافې او ږیرې پوری محدود نه دي ږیره به ته ورباندی د سوټی په زور پریږدې، هغه د لاری، د خوب، د خوراک ، د ناستی، دولاړې، د تجارت، د کار اوداسی نور سنت به څوک او څنګه ورباندی پلی کوي، که العیاذباالله هغه سنت نه دی او پلی کول یی اړین او ستا مسولیت نه دی؟
وروستي