طالبان باید امریکایی اژدها په سر کی ووهي، خو د عام ولس سره دې پام کوي!!!

کله چې امریکا د بن په کنفرانس کی په افغانستان باندی دپوځی او فکری ښکیلاک د مشروعیت د پاره د اوړو پزه مجسموله، په عین وخت کی په کلیسا کی راهبانو فکری چړی او مسلمانانو د ایمانو د راټینکولو لپاره لومې او دامونونه جوړل.
د بن په کنفرانس کی له هوکړی ورسته به تل دامریکا په شوڼډو کی د فرعونیت موسکا وه .
صلیب ته د قربت، روسیی ته د رقابت، امریکایانو ته د امپراتوریت، د افغانانو دعیسویت د افغانستان د معدنیاتو لایتناهی خوښیو دومره بی خوبه کړه، چې عقلیت په مغروریت باند برلاسی شو، تل به یی د شرابو په نشه کی د خپلی کمپیوټری پوځی اسلحو او د طالبانو له زړو بایفورانو او ښکاری توپکانو په مقایسه باندی به یی کړس کړس خندا ګانی کولی، خندا بعد به یی یو له بله سره د شرابو د پيکونو له جنګولو وروسته د شرابو لوی غړوپونه وکړل.
واقعا کله چې یی په افغانستان برید وکړ د یوه، دوه، دری ورځو هوایی بریدونو له کبله یی پرته له دی چې د پوځی پزه یی وینه شی په کامرانه ډول موخې ته ورسیدل. 
کله چې یی دعادت خلاف په دومره اسانی سره طالبان تارو مار کړل نو ځکه خو یی د هغوی له تاکید او د شا د خوا له وژلو څخه مستغنی شول چې دی کار د طالبانو ته یو طلایی موقع او دوی ته یی د دوی دمستقبل د اسمان په افق کی د زوال د ستورو دعریانت بشارت ورکړ 
ځکه کمزوری خواره او واره طالبان یوله بله سره په یو ځای کیدو یو داسی نه ماتیدونکی قوت جوړ شو، چې په لڼد وخت کی یی د دوی د ښکیلاک نشه  دمرګ نښی ته واړوله.
ډلیز او فردی فدایی حملو، سړک دغاړی ماینو، مستقیمو بریدونو یی دومره د وینو ویالی ور وبهولی، چې یی د سپین ماڼی له پوچ مغزو څخه د یرغل نشه وشړله او دفاع او خلاصون په فکر بوخته کړه. له بله خوا دوی په اخوره رالوی شویو افغانانو د دوی بلیونونه بلیونونه ډالر، چې دوی د افغانانو د ایمانو پلورلو او د اذهانو د ګمراه کولو د پاره د خپلو مختلفو متحدینو له جیبونوڅخه په جبر راټولی کړی وې، پرته له هدف مصرف او لوټ شوې، چې د دغه کار خساره هم دوی دوینو له ویالو څخه کمه نه وه.
امریکا د دی دوو سترو ټکانو له خوړلو له کبله اړه شوه چې ټول پام فکری جګړی ته واړوی او د راهبانو په مرسته د پوځی جکړی بایلی شان هم د فکری جګړی په واسطه راخپل او ناکامی په کامیابی عوض کړي.
نوځکه خو یی له افغانستان څخه افغانی پوځیانو د پیاوړتیا پربهانه خپله له افغانستان څخه پيښی سپکی کړی خپل افغانان یی د طالبانو د جګړی د اور خاشاک وګرځول او خپله د ګوتو په شمیر په مهم ستراتژیکو نقطو په د نړیوالو سیاسی اهدافو او همدارنګه فکری جکړی د قوت او کنترول د پاره پاته شول، چې دا فریب دوهم ځل لپاره پر طالبانو باندی د اتومی بم ترحملی هم ډیر خطرناک او زهری و، ځکه امریکایان د طالبانو څخه لیری د خیر په غوڼدی باندی ناست دي. طالبان نه یوازی دا چې د خپلو افغانانو سره په جګړه کی ښکیل دي او هره ورځ د خپل هدف د پاره ډیری قربانی ورکوی خو قربانی نه یوازی چې دولس د ډیرو وګړو خصوصا دښارونو د اوسیدنکو په زړو کی ځای نه لری بلکی ورته د کرکی په سترګه لاهنوز ګوری او هغه په ورور وژنه تعبيروی، ځکه د دولت هر پوځی چې طبعا د افغانستان وګړی دی دهغه په وژلو سره د هغه ټول خپلوان د خپل خپل په وژلو سره له طا لبانو څخه کاملا کرکه کوي، ځکه خو طالبان اوس د پړانګ او پاڼډ ترمنځ راګیر شوی که خپل افغان ونه وژنی د امریکا وژلو ته لاس رسی نه شی موندلای. بل خوا امریکایان دعیسويت په تیره تبر هره ورځ د اسلام نوی او نادان نسل د عقیدی او ایمان درختې شاخونه پری کوی د هغوی د ګمراه کولو د پاره یی مختلف پټ او ښکاره جالونه غوړولی مختلفی ډمی رسنی، د ښځو او نارینه ترمنځ ګډ تعلیم، عیسوی موسسی، خارج ته د تعلیم په موخه د نوی ځوانانو لیږل هغه لاری دي، چې امریکانو پری د ډیرو افغانانو اذهان د طالبانو پر ضد جوړ کړل ځکه خو اوس دغه وګړی العیاذبالله جهاد ترهرګری او طالبانو ته د ترهرګر خطاب کوي. 
طالبان منحیث د یوقوت او منحیث د یو سیاسی حزب دا الهی او دنیوی مسولیت لری چې پرته د خلکو له وژلو څخه باید له داسی فکری او عقلی لیارو څخه کار واخلي. ترڅو دې او نور عامه وګړو ته دامریکا ټول شوم اهداف بربڼډ شي، او بیرته د دوی غیږې ته راشي ترڅو دوی سره اوږه په اوږه له دوی سره دامریکا په پرځولو کی مرستندوی شي.