شیطان هیڅکله په مستقیم ډول انسان ته د ګناه د کولو امر نه کوی بلکی ګناه ورته په مختلفو لارو کوچنی او عادی ښکاره کوي، ترڅو د وجدان له ملامتۍ او زجر څخه ازاد شي. د بیلګی په توګه ډیر کسان به مولیدلی وي، چې جماعت ته نه ځی کله چې څوک ورنه د مسجد ته د نه تګ علت وپوښتی نو دی ورته ووایی وخت نلرم خدای په کور کی هم شته.
نن ډیر ځوانان او پیغلی دي، چې یو د بل سره غیرې مشروع او ناروا اړیکې د ورورولۍ او خورولي تر نامه لاندی لري، کله چې ورته څوک د دې ناروا اړیکی د حرمت په اړه څه ووایي، دی ورته ووایی توبه خدایه هغه زما خور او یا ورور ده زه هغه یا هغی ته د خور یا ورورپه سترګه ګورم.
ایا په اسلام کی ریشتیا له پردی سړی یا پردۍ خور سره دخورولی او ورورلی اړیکه شته؟
ځواب: لکه څنګه می چې وړاندی یادونه وکړه شیطان تل ددی دپاره چې انسان د زهرو په ترخه ذایقه اګاه نشی نو ځکه ورته زهر په ګوړه کی پټ انسان باندی خوری.
داسلام په سپیڅلی دین کی له پردی ښځو او نارینه سره له اختلاط سخت منع راغلی د بيګانه ښځې سره خبرې، ملګري ، ناسته او اختلاط حرام او د زنا اسباب بلل کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲)
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ
همدارنګه الله ج فرمایی
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱) .
يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی
الله ج په پورتنی ایات کی مسلمانو ښځو ته امر وکړ چې باید دنامحرومو نارینو ته له کتلو ډډه وکړی ځکه بد نظری د زنا او بد اخلاقی لومړی زینه ده رسول ص الله فرمایی
زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ (مشکوة)
د سترګو زنا ناروا کتل دي.
الله ج د دی د پاره چې ښځه د نارینه د نظر ښکاری نشی نو هغه ته یی د پردی کولو امر کوی
ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59)
ای نبي ووايه ښځو ته دې اولوڼو ته دې او ښځو د مؤمنانو ته چې خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .
له پورتنی ایاتونو او احادیثو مطهراتو څخه په ډاګه ښکاری چې له پردی نارینه او پردی ښځی سره هر نوع اړیکی ناجایزی او حرامې دي.
وروستي