اختره 

  اختره راشه نور دې غمو وس نه لرم  ‌‌‌‌‌‌ډېر یم خوار شوي د زړګي تاب نه لرم    په هره خوا چې کړم نظر د خوشالۍ په خاطر  لارې دي بندې یار خــــــــــــــــــندان نه لرم    اختره راشه غم مې مړ کړه وفادار شه زما  غمو یم ‌‌‌‌‌‌ډېر زه ځورولی ژوند ارام نه لرم    اختره راشه نور مې ونیسه د الفت غیږه کې  یمه بیمار د خپل وطن، وطن ارام نه لرم    زه یم تنها بې له تا بل د مینې یار نه لرم  اختره ‌‌‌‌‌‌ډیر یمه بې کسه بل خوبان نه لرم      بازمحمد منګل