
محمدانور(آڅړ)
۱۳/۴/۱۳۹۵
د اسرائیلو د ځانګړي خدای یهوه غږ او خبرې دیهودو په دیني کتابونو کې په بېلابېلو ډولونو لکه د انسان، ټکې(تندر)، د سیلاب د شنهار، د زمري د غرش او نورو، وېروونکو آوازونوپه شان یاد شوي دي. یهوه، د تورات د هجرت په کتاب کې، د لومړي ځل لپاره موسیَ ته د اور په بڼه ښکاره شوی دی، داسې اور چې سوځول نه کوي او د اور له منځ څخه یې د انسان د غږ په شان خبرې ورسره وکړې، په اړه یې وایي:«یوه ورځ موسی د خپل خسر یَترون، چې د مدیان کاهن ؤ، د مېږو رمه څروله، رمه یې د دښتې آ خوا، د حوریب غره پر لور، چې د خدا په غره باندې مشهوردی بوتله، ناڅاپه د خدای پرښته د اور د لمبې په بڼه د یو بوټي له منځ څخه ورته ښکاره شوه، موسی ولیدل چې په بوټي باندې اور بل دي خو نه سوځي، له ځان سره یې وویل: عجیبه ده، ولې بوټی نه سوځي، نو ورنږدې شو چې په علت یې پوه شي، کله چې یهوه خدای ولید چې موسی بوټي ته نږدې کیږي، د بوټي له منځ څخه یې غږوکړ. موسی! موسی!.
موسی ځواب ورکړ: اورم(بلې). یهوه خدای وویل: نور وړاندې مه ځه، څپلۍ د له پښو وباسه، په کوم ځای باندې چې ته ولاړ یې، مقدسه ځمکه ده، زه ستا د نیکونو، ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم، موسی خپل مخ پټ کړ، ځکه چې ډاریده چې یهوه خدای ته ورګوري. (د هجرت، کتاب: ۳/۱-۶)
دا ډول موسي خپل قوم ته د یهوه خبرې، چې له آسمان او د سینا په غره کې یې ورسره کړي وې، یادوي، دا خبرې د انسان په شان دي، خو د یهوه آواز ډېر لوړ او وېروونکي ښکارې وایي:«هغه(یهوه) چې له آسمان څخه یې تاسو ته ښوونه کوله اجازه یې درکړه چې د ده غږ واورئ؛ ده اجازه درکړه، چې د ځمکې پر سر باندې د لوی اور لیکه وګورئ، تاسو حتی د اور له منځ څخه د ده کلامواورید.» (تثنیه: ۴/ ۳۶)
«دا هغه قوانین وو چې یهوه خدای د سینا په غره کې تاسو ته درکړل، ده دغه قوانین په لوړ آوازد اور او د تورې وریځې له منځ څخه اعلان کړل او بې له دې قوانینو څخه بل قانون نه لري، هغه یې د تیږو پر دوو لوح ولیکلو او ما ته یې راکړ، خو کله چې هغه لوړ آوازمو د تورې تیارې له منځ څخه واوریده او د غره په سر مو وېروونکی اور ولید، د ټولو قبیلو مشران ما ته راغلل، ویې ویل: نن یهوه، زموږ خدای خپله لویي موږ ته راښکاره کړه، موږ حتی د ده غږ د اور له منځ څخه واوریده، او پوهیږو چې، دا ممکنه ده چې یهوه خدای له انسان سره خبرې وکړي او مړ نه شي، خو په دې باندې ډاډه یو چې که بیا له موږ سره خبرې وکړي نو مړه به شو، دغه ډاروونکی اور به موږ وسوځوي، څوک کولی شي چې د ژوندي خدای غږ چې د اور له منځ څخه خبرې کوي واوري بیا ژوندی پاتې شي؟ نو ته ولاړ شه او د یهوه خدای ټولو خبرو ته غوږ شه او وروسته راشه موږ ته یې ووایه... .» (تثنیه: ۵/۲۲-۲۷)
په دې ځای کې د یهوه غږ د مرګوني او وېروونکي ټکې په شان دی، په دې ایاتونو کې راغلي:«د برغو(شیپور) غږ هره شیبه لوړیده، هغه وخت موسی د یهوه خدای سره خبرې وکړې او یهوه هم لکه د تندر د غږ په شان ځواب ورکړ، کله چې یهوه د غره پر سر باندې راکوز شو، موسی یې وغوښت، موسی هم د غره سر ته پورته شو.» (خروج: ۱۹/ ۱۹-۲۰)
«یهوه خدای له آسمان څخه د تندر په شان غږ وکړ او فلسطینیان، تار په تار شول، له اسرائیلو څخه یې ماتې وخوړه. (سموئیل: ۷/۱۰)
«د سترګو په رپ کې به قادر او متعال خدای یهوه(!) د ټکې(تندر)، زلزلې، وېروونکی غږ، بړبوکۍ، توپان او د اور د لمبو سره به ستا مرستې ته در ودانګي.» (اشعیا: ۲۹/۶)
د اسرائیلو د حزقیال او عاموس په کتابونو کې د یهوه غږ د لوی او تُند سیلاب او د زمري د غرولو په شان یادیږي:
«بیا هغه سړي زه(حزقیال) بهرنۍ دروازې ته، چې د ختیځ پرلور وه، بوتلم، ناڅاپه د اسرائیلو د خدای لوی حضور، له ختیځ څخه ښکاره شو، د هغه غږ د څپاند سیلاب د شڼهار په شان ؤ او ځمکه د ده د لوی حضور څخه روښانه شوه.» (حزقیال: ۴۳/۱-۲)
«یهوه خدای په اورشلیم کې، د صهیون له غره څخه، د زمري په شان غریږي او د کرمل غره شنه او ښکلي څړځایونه وچیږي او شپانه ماتم کوي.» (عاموس: ۱/ ۱)
بله لیکنه، د اسرائیلو شرابي خدای یهوه