
افغانستان لا له وړاندی دبی اتفاقیواوبدبختیو دبلاوو ښکاروو. دنفاق دغو بلاوو په بی ساری توګه دومره ډیردنفاق تورمخی اوبدمخی بچی غبرګ غبرګ وزیږول چه یو څښتن ښه پوهیږی. سترڅښتن دی پردی خلګو له خپله اړخه لورینه اوپیرزوینه وکړی. پر مځکه خویی دلورینی هیڅوک هم نسته ډیرستړی سول هرڅه یی دنفاق اوبیلوالی په لمبووسوځیدل کورونه یی وران سول شتمنۍ یی لوټ سوی ژوند یی دچیغو ژړاوو اوسوګلیویوه مجموعه یاټولیزه سوه.ډیروبودا پلرونو او میندو په خپلوبچوپسی دناهیلۍ اوښکی توی کړی ډیرماشومان بی پلاره سول او ډیری تورسری کونډی سوی. دنفاق دغوبدمرغه بچوهرڅه له دی اولس نه
واخیستل خوښۍ یی ځینی لیری کړی، ویرونه یی ورته ور کړل. خنداوی یی خفه کړی سولګۍ یی ورته راوړی له یوه مخه دا أولس ټول وژړیدۍ.دنفاق بچیانوژوند چپه کړاوهدیری یی جوړی کړی. وطن ته یی دمړو اوهدیرونوم ورکړ. په هدیرو کښی لاهم مړی ځینی بی غمه پاته نه سول. راویستل سول، په بی وخته حشر اونشرراوپاڅول سول اودبی وخته دوږخ شکنجوته وسپارل سول.
غبرګ عبدالله درښیم یا عبدالله مربع،دۍ دبی اتفاقۍ دزړی اوشنډی مورلومړنۍ زوی دی. میانزوۍ او وروستنۍ یی لا په بد مرغه ګیډه کښی بولم. ښه سو چه په یوځل دری واړه نه دی راڅرګند سوی. که وای، نویواځی دا دربدره ملک نه،بلکه ټوله نړۍ به یی دبی اتفاقۍ ًپه سا کښی الوزولی وای اوټوله ځمکه به یی دزلزلی به څیر لړزولی وای. اوس هم دلنګون په حقیقت څوک خبردی.کیدای سی دری واړو بدمرغو خپلی سترګی سپوخولی وی. ودی سی چه دراچاپیره دایانو ترپټی روزنی دی لاندی وی ترڅودکش تسمي ورته وتړی اوپرموقع یی راتناواوښکاره کړی.
زه په زغرده اوډاګه وایم چه ارګ ته هغه خلګ لاره نسی پیداکولی چاچی بی شمیره ماشومان وخپل هوا اوهوس ته درسیدوپه موخه ژړولی اودپلرونو دخوږوغیږو څخه یی محرومه کړی وی. هغه بی مینی اوبی درده دواک تږی چه د کابل ښایسته ښارته یی ددوږخ بی وخته لمبی راویستی اوپه زرګونو بیګناه افغانان یی وخپل خیالی جنت ته درسیدو په لارکښی ترشمری تیغ وییستل دارګ پرځای باید دلالا ګانو پرراغونډوشویو سوځونکو لرګوژوندی وسوځول سی چه دواک نوروبړیڅوته دعبرت سبق پاتی سی.که زما د نه منۍ نودخدای په خاطردکابل دجوپی جوپی یتیمانو څخه پوښتنه وکړۍ.ورسۍ زموږدپیښور په کوڅوکښی دهغواړو او بیوزلو کونډیانو څخه پوښتنه وکړۍ چه له سهاره تر ماښامه یی دبیټ د ورکو بچیانو په دروازو کښی دخپل لاس په غزولوسره دبیټ دننګ اوغیرت بګړۍ له مځکی وهلی او دابدال بګیلان پرخپلوپړسیدلو بریتو بګیلی ګوتی ورته راکشوی.
له بله اړخه دی خدای کرزی صیب ته هم انصاف ورکړی.له خپلوڅخه ډیر لیری سویدی اوپه یوه چپنه یی لیرو ته خپل زړه ورکړی ،خبرنه دۍ چه دساتلو پرځای هغوی ساتول ورته ایښۍ.په نرمو کړونو یی هم خپل اوهم دخپلو ملا ماته کړه. په مصلحتو مصلحتوسره یی دنفاق شنډه موریوځل بیاپرمستۍ راویسته. بچی یی په وزیږول، وده یی ورکړل، ویی پړسول ښاماران یی ځینی جور کړل. اخر یی وده ته په زامو کړپهارشروع کړاوخوله یی ورته وازه کړل.که دبیټ اوده اولکړه نه وای نو یوځل یی بیا کرزی صیب ته دترینکوټ د غرونوپه څوکوکی لړزه هرومرو ورپیادول چه نه به بیا کرزۍ هغه کرزۍ وای اودبیټ خوله به یی هم له خړوخاورو ورډکه کړیوای.
زه هیله کوم زما خبروته دی څوک ژبیز یا ټبریز رنګ نه ورکوی.زه افغان پال یم خو نه ټبرپال یا ژبه پال.زه پر دي ډول ډغرو اوډغره وهونکو دکرکی ناړی توکم خو وده یی دځان فرض ګڼم.زه افغان یم او دافغان تر نوم لاندی دوه ویشه لرم، پاک اوککړ.دچاچه ددی مظلوم اوبیچاره اولس په وینو لاسونه ککړ نه وی هغه می زړه اودسرسترګی دۍ خوچا چه بیا ددی غریب اولس وینو ته په بی باکۍ کتلی وی نودهغوی په وړاندی بیا د قلم دسپیڅلتیا اوتقدس اوهمداراز دژبی دعفت اوعزت ساتل سترجرم اوګناه ګڼم.