د زغم نړیواله ورځ که ښکرور درواغ

قدرت خادم
موږ دزغم دنړیوالی ورځی په توګه دنومبرد۱۶می لمانځل نه منو اولمانځنی ته یی دشک په سترګه ګورو.که په رښتیا ولمانځل شی نودتقدیر اوستاینی وړبه وی .ددی ورځی ډیر لمانځونکی غداران اومکاران دی.دخبرو اوعمل ترمنځ یی ډیر توپیر شته.ډیرچی یی لمانځی په دروغویی لمانځی.دوی دنړۍ ستردرواغجن خلک دی اوپه ښکرورو درواغوعادت شویدی.هغوی نړۍ غولوی.بشریت اوانسانیت غولوی.څوک چه بیا ددی درواغجنو سره دزغم په نامه دادرواغجن شعاربدرګه کوی هغوی هم سترناپوهان اوجاهلان دی. هغوی دمکارانو دمکر اوغولونی به منحوس اوکرغیړن جال کی راګیر شویدی. هغوی دخپل ښوراو ازاد حرکت توان دلاسه ورکړیدی. داسی بی تحلیله اوپوچ سری خلک نه دحق اوریدل کولای شی او نه ویل. دوی دشعور له لرلو نه هم محروم دی. دحقایقو درک له سره پیژنی نه. دوی حقایقو ته دنورو دنا پوهۍ په چټلو اوکرغیړنو څیښو کی ګوری. دوی ته دحقایقو په دنیا کی هر څه سرچپه اوغلط ښکاری.ددوی په ژوند کی ابلیس ستر واکمن دۍ. دوی په خپله دحقایقو دشناخت حواس نه لری نوځکه یی دنورو کرغیړونوداذهانو او خولوتعریفونه مخی ته ایښی.خپل دین عقیده اودنیکونو توری اوکارنامی رنځوری پدیدی ورته ښکاری او دحق له پلویانو سره بیا دسیکولراوپردۍ دیموکراسۍ په ناروا وسله په ډیره بی شرمانه توګه مبارزه کوی.
دغه په نا پوهۍ کی غرق وګړی په دی هم نه پوهيږی چی دزغم دغه علمبرداران په کال کی فقط یوه ورځ د نړیوالودغولولو په خاطرزغم دنړیوالی ورځی په توګه لمانځی او پاته دکال دری سوه څو شپیته ورځی دا دشر او فساد بچی بیا دنړۍ پر بی وسه اوبی کسه مظلوموأولسونودزغم پر ځای قهر،غضب او بمونه اوروی. دمعصومو اوبیګناه خلکو تن اوژوند ته اورونه ورولی. دهغوی د وینو تقدس نه ساتی.خپلی برچی پرپڅوی اوخپل مردکونه دهغوی په بیګناه سینو کی ډوبوی. په دی سره دخپل قهر،غضب اوسلیبۍ دښمنۍ اورسړوی.دا دقهر اوغضب بړیڅی سړي وژنی، ښځي وژني او دماشومانو په ژړولودخپل بی رحمه ټټرونو کوګلونه سړوی.
دغه ناخبره ،تیرووتی او ترککرۍ پوری په نا پوهۍ کی غرق دپردۍ دیموکراسۍ او لادینه سیکولر نظام پلویان ولی دتور اوسپین تشخیص نه شی کولاي.دوي په دې ولی نه پوهیږي چی نن په نړۍ کی دچا وینه توییږی اوڅوک محکوم دي. دچا پرحقوقو ظلم او تیرۍ شروع دۍ.دزور ظلم اواستبداد پر اسونوسپاره دا دقهر،نفرت،کرکی اوتاریکۍ امامان اوخوروونکی څوک او دکومه راغلی.ایا دوی رابلل شوی او که راغلی.زه نه پوهیږم چه دبعضو تیروتلو وروڼو په سینو کی زړونه شته او که نه. که بیا وی، نو نه پوهیږم چه درد به لری اوکه یا .که څوک زړونه ولری او په زړونو کی درد ولری نو ضرور له دردمنو سره مل وی او له هغوی سره اوښکی تویوی. دنړۍ خورو اوسړی خورو سره دأخوت او همږغۍ پرځای بیا له ژړیدل و او دردیدلو سره داخوت کړۍ بندوی. ایاددوی په أند زغم دیته وایی چی دکمزوروأولسونو وینی دی توي شی ،دهغوی پرخاوره ،حقوقو او ازادۍ دی تیرۍ وشی أیا دیته دعدم تشدد او روادارۍ پیغام ویل کیږی،ایادا دبحث ،مکالمی،خبرو جوړواوروغو دکلتور خوریدل دی او که دوینو دتویولواوځناورو دکلتور خوریدل اوغښتلی کیدل؟ تاسی ورشۍ، په عراق کی دمسلمانانو حال وګورۍ، دسوډان مسلمانانوته سر ورښکاره کۍ،چیچنیا ته په وازو سترګو وګورۍ،دبوسنیا له اوښکو ځان خبر کۍ ،ازربایجان دشرقی استبداد په پنجوکی وګورۍ اوافغانستان بیاولی دشرقی ښکیلاکګرودماتی په بدل کی دلویدیزترتازه دمه ګونډولاندی دۍ. د افغانستان مومن اوغیورولس ته دکومو ګناهونو جزاورکول کیږی،موږ دچا کلیسا په ډبرو ویشتی وه چه نن زموږ جوماتونه له خاوروسره خاوری کیږی موږ دچا دحریم دلاندی کولو نیت کړی وو چه نن مو حریم ته به بیباکۍ کتل کیږی. خبری خوهرڅوک دتریشر دبوسو په څیردوړولاي شی خو ریښتینی خبری بیا یواځی ریښتینو په زړه صاف خلک کولای شی.دنابلده دیموکراسۍ اوسیکولرنظام دوړی چه دچا پردماغ اوذهن پرتی وی هغه به خود د جومات ترڅنګ دکلیسا نقشه اچوی اوخود به دملا اودولت دارۍ ترمنځ غرونه دروی. مهربانی وکۍ په درسته نړۍ کی یو اسلامی هیواد راوښایاست چه پر کفري ملک دي یی دتیری یاحملی فکرکړیوی اویا دی یی چاته غاښچیچۍ کړیوی.پر ننۍ اسلامی نړۍ خوچه نن کومی پرمخ تللی اوسپنی د باران په څیر اوریږی دا ټول دهغه چا برکت دۍ چه یواځی په خوله دزغم نړیواله ورځ لمانځی اوپه عملی ډګرکی بیا ټول دروغ وایی. لږ دادنړۍ دمسلمانانو پرحال زړه وسوځۍ.دهغوی له دردونوسره خپل دردونه وتړۍ. مفت اوجفت دلادینو اوخطاتللو نظریو او! غولو ونکوخبروته مه تسلیمیږۍ. موږ مسلمانان یو اوپه دی ویاړو چه ۱۴۰۰ کلنه عقیده په میراث راپا ته ده موږ ددی میراث دحقانیت ننګه په خپلو وینو کوو. موږ ددی میراث د تږوپه وړاندی زغم داسلامی ننګ اوغیرت ترپښولاندی کیدل بولو. هر هغه څوک چه زموږ دمقدساتو اواسلامی ارزښتونو په وړاندی چپ ګوری، دهغوی سترګی باسو.دزغم پرځای پرهغوی اورپاشو،سوځوو یی، ژوند ته یی اور ور وړو.څوک چی زموږ پرعزت خیږی، زموږلوړ ټیټوی،زموږغرورترپښولاندی کوی، زموږ دازادۍ احترام نه ساتی اوزموږ ژوندون دخپلوګټوقربانی کوی، نو ایا دهغوی په وړاندی هم باید له زغم نه کار واخیستل شی؟ مسلمانان تر بل هرچا دزغم په ارزښت اوتعریف ښه پوهیږی.په دی اړه دړندو اوناپوهانو لکچرپه اورپسی کوی.مسلمانانو تربل هرچا یی په یوی ګډی اومشترکی نړۍ کی دژوندکولو طریقی اوډولونه زده.دپردویوپرلارو اوطریقودکرکی سرڅنډی مسلمانان دنړۍ ټولو اسمانی دینونو ته احترام لری اودخپل وخت برحقه دینونه یی ګڼی اما اسلام داخرني برحقه او منسوخوونکی دین په توګه پیژنی اوبس. قران دمسلمانانو سپیڅلی تګلاره او دټولونړیوالولپاره دخلاصون اونیکمرغۍ پیغام دۍ اوموږ یی د خپل ژوندانه دنظام بشپړ قانون بولو.دهرچا دپرځای اوسالمو عقایدو ،افکارو اونظریاتواحترام کوو او ترمنځ یی مندرونه نه نړووخوکله چی بیا زموږ دعقیدی په خلاف واقع شی نو بیازغم نه ورته کوواو ریښی یی باسواوله ننګه کوونکوسره یی سر جنګوو.موږ مسلمانان یو اودنوروادیانو دخاوندانو سره عقیدوی پولی لرواوداعقیدوی اختلاف په اور نه پسی کوو. تروسه وسه یی پالو.دڼړیوالو په اصلاح اوهدایت کی کوښښ کوواو عقیدوی پولی نه ورسره ګډوو.خپلی عقیدی ته یی را کاږو. دقرأنی تګلاری په رڼا کی له نړیوالو سره ژوند کوو.هغوی که هرڅوک وی دهر نژاد او هره دینه چی وی زموږ په نړۍ راګډ اوشریک دي.