د پولیسو محصلین، د حکومت لخوا شهیدان شوي دي:

 
محمدانور(آڅړ)
۱۲/۴/۱۳۹۵
کله چې په یو نظام کې د دښمنو هیوادونو مزدوران شتون ولري.
کله چې په یو نظام کې داسې اشخاص ځای ولري چې د خپلې خاورې او هیوادوالو وژول د ثواب کار بولي.
کله چې په یو نظام کې داسې کسان موجود وي چې د مالي کټو په خاطر خپل هیواد ورانوي او خپل خلک وژني.
کله چې په یو نظامي کې داسې خلک اوسیږي چې ځانونه د هغه هیواد اوسیدونکي نه بولي.
کله چې په یو نظام کې امنتي ارګانونه لکه څه ډول چې لازمه ده واک او صلاحیت ونه لري.
کله چې په یو نظام کې مجازات او مکافات نه وي.
او کله چې یو نظام یو مشر او واحده کړنلاره ونه لري، نو خود به افغان ولس په خپلو وینو کې لمبیږي او د اختر په شپو ورځو کې به زموږ په لسګونو تنکي ځوانان د دې پر ځای چې له خپلو ارمانونو سره خپلو کورونو ته ولاړ شي، تورو خاورو ته ځي!!!.
د تېر شپږم په ورځ چې د پولیسو محصلین په داسې حال کې، چې وروسته له ډېرو ورځو څخه خپلو کورونو ته د خوشالۍ او امیدونو سره روان وو، د کابل د پغمان په سیمه کې په ناځوانۍ سره  په شهادت ورسیدل. داسې ویل کیږي چې د محصلینو په موټرو کې مخکې له مخکې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو او ځینې نور وایي چې انتحاري بریدونه وو، هر ډول  چې وي، د هیواد پچیان یې شهیدان کړل، لکه چې وایي (پلي وو، که سپاره، خو زما ابا یې مړ کړ)
له تېرو پنځلسو کالونو را په دیخوا د افغانستان په حکومتونو کې داسې لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي پېژنم چې د پاکستان د ای- اس- ای د شیطانی ادرې او د طالبانو لپاره کار کوي، تر دې چې یو شمېر یې په خپلو کورونو کې ځانمرکي ساتي... ، داسې ولسوالان پېژنم چې څو، څو ځله یې د طالبانو د ځانمرګو موټر بمونه د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه کړي دي، ولسوالۍ یې له منځه وړي دي او هېچا پوښتنه نه ده ترې کړي او که یو نیم کس ته یې سزا هم ورکړي وي، نو ایله بېله یې له دندې څخه شړلي دي، نه یوازې والیان او ولسوالان پردیو ته مزدوري کوي بلکه په امنتې ادارو کې هم د هیواد پر خلاف لوی خیانت او غدارۍ روانې دي، چې یوه بېلګه یې، لکه ټولو هیوادوالو چې ولیدل، د میدان وردګو ولایت د پولیسو قواماندانې په دولتي رېنجر موټر کې د بغلات د طالبانو د استخباراتو مسؤل، په داسې حال کې چې ټپي ؤ کابل ته راوړل کیده.
د شپږم ورځې په ظالمانه پېښه کې دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې که د پولیسو مسؤلینو له دښمن سره لاس نه درلود، څنګه یې بې وسلې محصلین د پسونه په شان موټرو ته اچول او په سلګونو بې وسلې محصلین یې په هغه لاره ورخوشي کړل چې په لسګونو ځله په دولتي ګاډو باندې ځانمرګي او نور ډول ډول بریدونه ترسره شوي دي، سره له دې چې همدغه د محصلینو مسؤلین ښه خبر دي چې د دفاع او داخله وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست، پرسونل په انفرادي توکه یا د کلکو امنتي تدابیرو په نیولو سره له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالیږي.
اوس چې په حکومت کې د ننه د دښمن مزدورانو او پلویانو ته د پنځم ستون اصطلاح کارول کیږي، همدغه د میدان وردګو او کورنیو چارو وزارت مسؤل کسان، په حکومت کې پنځم ستون دی، چې په حقیقت کې د معصومو محصلینو قاتلین همدوی دي او باید چې مجازات شي، خو موږ پوهېږو چې په دې شهر نا پرسان کې هېڅ ډول پوښتنه نه شته څه چې کوې کوه یې، نور سرې سترکې ګرځه ... .
د دا ډول غدارو او نمک حرامو کسانو په اړه چې د افغانستان په نني حکومت کې ځای پرځای شوي دي، یوې تاریخي پېښې ته کتنه کوو، چې په موضوع پورې تړاؤ لري:
د سلجوقیانو د پاچاهۍ د لړۍ، سلطان محمد بن ملک شاه سلجوقي، په دربار کې د اسماعلي ترهګرې ډلې کسان چې د حکومت مخالفه ډله وه ځای نیولی ؤ او د سلجوقیانو ډېر لوړپوړي او او نور کسان یې ترور کړي دي، سلطان محمد، د مخالفې ډلې سل تنه لوړپوړي اسماعيلي چارواکي له خپلو دندو څخه وشړل، يو شمېر يې بنديان کړل او يو تن شيعه مذهبه(اسماعيلي مذهبه) وزير يې په کال(٥٠٠، ه، ق) کې د اصفهان په دروازه باندې په دار وځړولو او هم يې نور څو کسان په دار کړل.
په کال(٥٠١، ق) کې سلطان محمد خپل وزير احمد بن نظام الملک د الموت کلا چې د اسماعیلیانو مرکز ؤ، د نيولو لپاره ټاکلې ؤ، خو هغه ونه شول کړى چې کلا ونيسي او په کال(٥٠٣،ق) کې سلطان محمد امير نوشتګين (شيرګير) د پوځ مشر وټاکل شو، سلطان اته کاله پرله پسې تازه دمه ځواکونه د ایران د رودبار سيمې ته وليږل، شيرګير د اسماعيليانو سره په بل ډول مبارزه وکړه، داسې چې عسکرو يې د رودبار شاوخوا کلي وران کړل او غلې دانې يې له مينځه يوړلې، تر هغې چې د کلا اوسيدونکي له لوږې او قحطى سره مخ شول... نږدې وو چې د الموت کلا سقوط وکړي خو له بده مرغه چې د سلطان محمد د مرګ خبر په کال (٥١١،ه،ق) کې خپورشو.
قوام الدين ابوقاسم ناصر درګزيني چې د سلطان محمد په حکومت کې وزير ؤ، په پټه یې د اسماعيليانو مذهب منلی ؤ او د اسماعیلیانو ترهګرې ډلې په ګټه یې، د ننه د سلجوقیانو په حکومت کې کار کولو، کله چې سلطان محمد مړ شو نو د الموت کلا څخه د عسکرو په بيرته راغوښتلو کې يې لوى لاس درلود.
څرنګ چې سلطان محمد ومړ، درګزيني امر وکړ چې د الموت کلا محاصره دې پاى ته ورسيږي. او وروسته يې د شيرګير د نيولو فرمان هم له سلطان محمود څخه، چې د سلطان محمد مشر زوى او د پلار ځاى ناستى ؤ ترلاسه کړ او بيا يې شيرګير او د ده زوى شرف الدوله زندان ته واچول او وروسته له څو کالو يې دواړه ووژل.
قوام الدين ابو قاسم درګزيني، لومړنى کس ؤ چې په يوه جوړه غوايانو باندې يې بزګري کوله او هغه يې خوشي کړي وو، د عزت او مقام په لټه کې شو له دهقانى څخه د محمود په حکومت کې لوړو لوړو مقامونو ته ورسید او په (٥٢٥،ق) کې يې د وزارت مقام تر لاسه کړ، د سلجوقيانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو په وژلو(ترور) کې يې د اسماعيلي فرقې له کړنلارې څخه ټېنګه پيروي کوله، چې له هغې جملې څخه  علاؤالدوله د همدان مشر او هم د ساوې (ساوه) د مشر وژل دي.
درګزيني د الموت اسماعيليان د خپلو پليدو موخو د پلي کولو لپاره په خپل لاس کې ونيول او د موصل حاکم امير آق سنقر برسُقي، د سلطان سنجر وزير مختص الملک او قاضي ابو سعيد محمد بن نصر هيروي د اسماعلي ځانمرګو لخوا ترور شول، همدا ډول دغه فتنه ګر وزير د سلطان محمود مستوفي عزاؤالدين ابو نصراحمد يې بندي او بيا يې ووژلو او وروسته له هغې يې د همدان قاضي عين القضات په دې پلمه چې د مستوفي عزاؤالدين سره يې نږدې اړيکې درلودلې لومړى يې بندي او بيا يې په هغې مدرسې کې په داروازه وځړلو چې ده تدريس په کې کولو، عين القضاد فقيه، فيلسوف او د کراماتو خاوند او د اولياؤ څخه ؤ چې ډېرې ديني لیکنې يې درلودلې او د همدان پر خلکو کې د ډېر عزت او محبوبيت څښتن ؤ، درګزيني دغه ترهګر وزیر په کال(٥٢٧،ق) د طغرل بن محمد په فرمان ورسته له هغې چې وپېژندل شو چې د ده دښمنانو ته کار کوي ووژل  شو.
پای.