
سرچینه: The New Yorker
ژباړه: لطف الله لطف
د سرطان مرض د غني په حوصله ستر اغېز کړی و. هغه به د ناستو پر مهال په افغان کارکونکو او نړیوالو سلاکارانو سره په لوړ اواز خبرې کولې. افغانستان ته د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد، نوموړی د بیروت له شپو ورځو راهیسې پيژند. نوموړي یوه ورځ غني ته وویل: تاسې ولې دومره توند مزاج لرئ؟ غني د خلیلزاد خبره رد کړه. خلیلزاد به د غني په اړه کیسې تکرارولې. د دواړو تر منځ له ډير بحث وروسته غني بې حوصلې شو، مېز یې په لاس وواهه او زیاته یې کړه چې نوموړی مزاج نه لري.
د غني صداقت او ژمنتیا د کرزي ټوله کابینه دده په ضد کړې وه. د مالیې د وزارت پر مهال غني وموندله چې پخوانی دفاع وزیر فهیم د سلګونو زره خیالي ځواکونو په شتون خپله شخصي شتمني زیاتوي. غني سمدستي د فهیم بودیجه کمه کړه. غني وروسته اوریدلي و چې فهیم ارګ ته تللی و او کرزي ته یې ویلي و چې نوموړی غواړي غني ووژني. کرزي، فهیم ته په ځواب کې ویلي و چې د غني وژنې ته په کتار کې ډير زیات کسان ولاړ دي.
په 2004 کال کې داسې اوازې راپورته شوې چې کرزی غواړي غني له حکومته وباسي. لخضر ابراهیمي له کرزي پوښتنه وکړه: آیا تاسې په خپله کابینه کې له غني پرته بل کوم پوه کس لرئ؟ کرزي ځواب ورکړ، نه. لخضر ابراهیمي پوهېد چې په کابینه کې هیڅوک د غني ملاتړ نه کوي، خو کرزی یې هڅولی و چې غني سره په ګډه کار وکړي. لخضر غني ته ویلي و چې تاسې له تيرو درې کلونو راهیسې مشري کوئ خو تر اوسه په دې هېواد کې دوست نه لرې. د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي په وینا غني د شمالي ټلوالې یو شمېر کسانو سره شخړه درلوده. غني د فهیم او نورو جنګسالارانو ځواک زیاتولو مخه نیوله. یو شمېر کسانو ما ته وویل چې خلیلزاد، غني سره د د بیروت له ورځو راهیسې سیالي کوي او د خپل امریکایي نفوذ په لرلو غواړي د کرزي په مټ غني په شا وتمبوي. د خلیلزاد د اعتراف له مخې نوموړي هڅه کړې وه چې د غني په اړه د کرزي فکر بدل کړي، خو توانېدلی نه و. په 2005 کې غني له دندې لاس په سر شو. هغه ټینګار کاوه چې استعفا یې ځکه وکړه چې حکومت د مخدره توکو فساد منګولو ته پریوتی و.
د جیلاني پوپل په وینا افغان حکومت یو ځلیدونکی ستوری له لاسه ورکړ. هغه زیاتوي که غني په حکومت کې پاتې شوی و، نو افغانستان به اوس بشپړ بدلون کړی و. پوپل زیاتوي چې کرزی د مختلفو ډلو ټپلو په راټولولو کې خورا ماهر و او د غني کمزروي کولو ته لېوال نه و. په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو کم شمېر ددې جوګه نه و چې د ټول هېواد امنیت خوندي کړي، کرزي د نظام ساتلو په موخه سیمه ییز جنګسالاران ونازول چې له امله یې طالبان بیا را څرګند شول.
غني د لنډې مودې لپاره د کابل پوهنتون رییس شو. د کابل پوهنتون یو پخوانی محصل د خپلو یادداښتونو په لړ کې وایې چې غني به د پوهنتون محصلینو سره په لوړ اواز خبرې کولې او داسې ژمنې به یې کولې چې د پوره کولو توان به یې نه درلود. کرزي هڅه وکړه چې غني بېرته حکومت ته راولي. یوه ورځ کرزي غني او پوپل دواړه ارګ ته ورغوښتي و. کرزي اعتراف وکړ چې د غني په اړه یې تېروتنه کړې وه. کرزي غنې ته ویلي د پخوا په پرتله به یې له زیات واک څخه برخمن کړي. نوموړي غني ته د کورنیو چارو وزارت وړاندیز کړی و. غني، د کرزي وړاندیز رد کړی و. نوموړي کرزي ته ویلي و چې تاسې هر چا ته د شک په سترګه ګورئ، تاسې د هر چا خبرې اورئ، ځکه مو زه له دندې ګوښه کړم. غني په پټ ډول پوپل ته ویلي و چې د کرزي په ضد په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي.
هغه مهال پوپل د سیمه ییزې حکومتداۍ د ادارې رییس و او غني ته یې ویلي و چې زه ټولې ولسوالۍ پیژنم، تاسې د بریا چانس نه لرئ. غني ټینګار کاوه چې د خپلو ویناو په مټ کولای شي په میلونو وګړي د ځان په ګټه راپورته کړي. پوپل ورته ویلي و چې ټولټاکنې په دې ډول نه ګټل کیږي، تاسې باید خلکو سره اړیکې وغځوئ. ما په 2009 کې د انتخاباتي کمپاین له پیلیدو مخکې غني سره ولیدل. هغه په ټولټاکنو کې د ګډون په موخه له خپل امریکایي تابعیت څخه تېر شوی و. هغه د افغانستان په اړه د غبرګو ناکامیو په اړه څرګندونې درولودې: د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د فکر ناکامي او د افغان مشرانو له لورې د مسولیت د نه منلو ستونزه. هغه په خپل کور کې د پوهنتون یو شمېر محصلین میلمانه کړي و. غني د ناټو له لورې د افغان ملکي وګړو د وژلو، اداري فساد او د کرزي په ګټه د انتخاباتو د اړولو په اړه د محصلینو شکایتونو ته غوږ ایښی و. محصلین په دې نه پوهېدل چې امریکایي چارواکي له کرزي څخه ناراضه دي او غواړي چې په ضد یې د غني ملا وتړي. د خدای پامانۍ پر مهال غني ما ته یوه چپن او د خپل لیکل شوي اثر (Fixing Failed States) کاپي راکړه. غني سره د ناستې پر مهال ما داسې کومه بېلګه پیدا نه کړه چې د غني د سلوک یا دریځ بې ثباتي څرګنده کړي. نوموړی د خپل راتلونکي په اړه خورا ډاډه و، خو د جیلاني وړاندوینه سمه ده. غني په ټولټاکنو کې درې سلنه رایې تر لاسه کړې، کرزی د دویم ځل لپآره د د یو شمېر تورونو په لړ کې په عبدالله عبدالله بریالی شو خو د امریکا متحده ایالاتو سره یې اړیکې په بېساري ډول کړکېچنې شوې. کرزی د اساسي قانون له مخې د دریم ځل لپاره نشو کاندید کیدلای، له دې امله یې له ارګه پښې وایستې او د لویدیځ په ضد د د سیسې تیورۍ پيل کړې.
د کرزي په دویمه دوره کې غني ته مسولیت ورکړل شوی و چې له 2014 کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د امنیتي مشرتابه چارې انتقال کړي. غني د امنیتي مسولیتونو د انتقال د مشر په توګه د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او والیانو او یو شمېر قومندانانو سره یې ولیدل. همدې چارې غني وهڅاوه چې د خلکو د هیلو سره سم د اصلاحاتو لپاره کار پیل کړي.
په 2014 کې غني بیا ټولټاکنو ته ځان کاندید کړ. نوموړي په ټولټاکنو کې د ګډون په موخه د (تحول او تداوم) تر عنوان لاندې درې سوه صحفې منشور هم خپور کړ. غني په پوره مهارت سره په خپل منشور کې د افغانستان د ستونزو تشخیص کړی و. د Alex Thier په وینا غني د نظریاتو او وړاندیزونو ژوره زیرمه ده خو د نوموړي د ټولو نظریو پلي کول ممکن نه دي. د غني د منشور مهمه موخه د فاسدو افغان مشرانو په ضد د عامو افغانانو ملاتړ تر لار هوارول و. د غني د ټيم له نامتو کسانو، روشنفکرانو، ښځو، ځوانانو او د ټولنې د نورو طبقو څخه جوړ شوی و.
غني د لویدیځ لباس اغوستل بند کړل او په ځای یې دودیزو افغاني جامو ته مخه کړه. په دې سربیره یې خپل قبیلوي نوم (احمدزي) سره هم په مخه ښه وکړه. نوموړي په خپل انتخاباتي کمپاین کې ځوان مرستیالان وټاکل چې د ټولنیزو رسنیو سره یې ژور تړاو درلود. غني د خپلو ویناو پر مهال د شعار په توګه ویل: هر افغان د بل افغان سره مساوي دی او زمونږ مشران د افغانستان خلک دي. داسې اوازې هم رامنځته شوې وې چې ګوندې غني د خپلې غصې د کنترول په موخه روزنیز پروګرام تعقیبوي.
د انتخاباتو د کمپاین پر مهال د پارلمان ښځينه وکیلې فرخندا نادرې د یوې تلویزیونې مناظرې پر مهال وویل چې راتلونکی جمهور رییس باید ښځه وي. نوموړې همداراز ما ته ویلي و، چې تر څو پورې ښځینه غړي په ستره محکمه کې ځای ونلري، د ښځو د حقوق مسله به همداسې په سمبولیکه کچه پاتې وي. نادرې یاد وړاندیز یوازې کرزي ته کړی و، نوموړي ورته ویلي و چې هېڅ یوه ښځه د یادو دندو وړتیا نه لري. د کرزي مېرمن داکتره وه خو په د کرزي د واکمنۍ پر مهال په عامه غونډو کې ډیره نه تر سترګو کېده. ددې برعکس، د غني مېرمن رولا غني د انتخاباتو پر مهال خورا فعاله وه. د انتخاباتي کمپاین پر مهال غني د کابل په یوه لېسه کې د خپلې وینا په ترڅ کې اعلان وکړ چې یوه ښځه به د سترې محکمې د غړې په توګه وټاکي. نادري د غني یادې خبرې واوریدې خو باور یې نه درلود.
د اقلیتونو د رایو خپلولو په موخه غني د یوې ناببره پریکړې له مخې ازبک مشر عبدالرشید دوستم د انتخاباتو پر مهال د مرستیال جمهور رییس په توګه وټاکه. دوستم د کورنۍ جګړې پر مهال په یو شمېر وژنو تورن و، او متحده ایالاتو ته یې د ورتګ اجازه نه درلوده. غني له ټولټاکنو مخکې په خپلو سیاسي څرګندونو کې دوستم د (نامتو وژونکي) په توګه پیژاند.
د اپریل په پنځه د انتخاباتو په لومړي پړاو کې غني د اتو کاندیدانو تر منځ د درې دیرش سلنه رایو په مټ دویم ځای خپل کړی و. عبدالله عبدالله چې په 2009 کې یې کرزي ته سیالۍ بایللې وه، د پنځه څلویښت سلنه رایو په خپلولو په ټولټاکنو کې لومړی ځای خپل کړی و. عبدالله د افغانستان په سیاست کې وتلې څېره وه. نوموړی د پښتون او تاجک له توکمه رامنځته شوی و خو له تاجک سیاسي بنسټ څخه لوبېده. عبدالله او غني د کرزي په لومړۍ کابینه کې دندنې درلودې او دواړو لویدیځ پلوه، او د فساد په ضد ګډ دریځ درلود. زه عبدالله د 1995 او غني له 2002 راهیسې پیژنم. دوی خورا پاملرونکي دي، نه غواړي چې د دولت چارې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي. د اووه میلون رایه ورکونکو له ډلې څخه نږدې درې برخه وګړو له دواړه کاندیدانو څخه یو انتخاب کړ. دا ددې څرګندوي کوي چې سربېره په بهرنۍ مداخله او مایوسۍ، افغانان تر اوسه غواړی چې د یو پرمختللي هېواد څښتنان شي. د 2014 د ټولټاکنو دویم پړاو د غني او عبدالله تر منځ په اتنیکي لوبه بدل شو. پښتانه چې د افغانستان اکثریت دی د غني شاوخوا راتاو شول. کله چې رسمي پایلې د غني په ګټه اعلان شوې نو عبدالله د ټولټاکنو کمیسون د پایلو په اعلان کې په درغلۍ تورن کړ. په دې اړه د عبدالله یو سلاکار د کرزي له لورې ټاکل شوی کمیسون تورن کړ چې غواړي واک د معاملې له مخې ځینې خاصو کړیو ته وسپاري. د عبدالله عبدالله پلویانو غوښتل چې د ارګ په لور د یو لاریون په مټ د انتخاباتو پایلې وننګوي. له بل لورې د غني د کمپاین مسول حمدالله محب ( په امریکا کې د افغانستان اوسنی سفیر) یوه ناسته راوبلله چې د غني سلاکارانو په کې د کابل ښارونو ته د سلګونو زره کسانو راویستلو په اړه بحثونه وکړل. غني خپلو کسانو ته وویل: کورنۍ جګړې په اوسط ډول له لسو تر پنځلس کلونو دوام کوي او پای ته رسول یې خورا ستونزمن کار دی، زمونږ په هېواد کې تر اوسه جګړه روانه ده. زه ډاډه یم چې په کابل کې د لاریون راویستلو په پایله کې به لومړۍ مرمۍ فایر کیږي، که هر څوک ما ته دا ضمانت راکولای شي چې وروستۍ مرمۍ په څه وخت فایر کیږي نو کولای شم چې د لاریون اجازه درکړم.
د انتخاباتو پر مهال د غني او عبدالله د ټیمونو تر منځ فزیکي او لفظي شخړې رامنځته شوې وې. د رایه شمېرلو پروسې دا څرګنده کړه چې د غني او عبدالله ټيمونو درغلي کړې وه. امریکایي چارواکي ویریدل چې د دواړو تر منځ شخړې به افغانستان په اتنیکي ګروپونو وویشي. د 2014 په جولای کې د امریکا د بهرنیو چارو یو لاسوند رابرسېره شو: مونږ باید د رایه شمېرنې د میکانیزم په اړه منځلاری دریځ ونیسو. د غني او عبدالله تر منځ د نږدې سیالۍ او د ټاکنو په بهیر کې د کمیسون د لوړپوړو چارواکو له لورې درغلۍ دا ناشونې کړې وه چې د انتخاباتو ګټونکی مالوم شي.
امریکایي چارواکو ټول دوبی د غني او عبدالله تر منځ د یو جوړجاړي د رامنځته کولو په موخه تیر کړ بالاخره داسې پریکړه وشوه چې د وروستیو پایلو له څرګندولو پر ته به د یایلونکی کاندید، ګټونکی د جمهور رییس په توګه مني او په بدل کې به یې بایلونکی کاندید د اجرایه رییس په توګه ټاکل کیږي ( د افغانستان په اساسي قانون کې ځای نه لري.) د غني او عبدالله ټیمونو د یاد جوړجاړي مخالفت کاوه او دواړه لوریو باور درلود چې ټولټاکنې یې په مطلق ډول ګټلې دي. هغه مهال د امریکا د استخباراتي ارزونو د یو لاسوند له مخې ددې امکان خورا قوي و چې د دواړه ټیمونو د جوړجاړي په نشتون کې به کرزی په واک کې پاتې شي یا به عبدالله د شمالي ټلوالې سره په ګډه د موازي حکومت اعلان وکړي. افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړی استازی Daniel Feldman چې غني او عبدالله تر منځ د خبرو اترو ګډونوال و، اخطار ورکړ چې که کرزی په واک کې پاتې شو یا د شمالي ټلوالې له لورې موازي حکومت اعلان شو نو دا به په افغانستان کې زمونږ د حضور د ختمېدو لامل شي.
د سپتمبر تر نیمایي پورې د رایو شمېرنه پای ته رسیدلې وه چې په پایله کې یې غني ګټونکی اعلان شو، خو عبدالله چمتو نه و چې د غني بریا و مني. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، غني ته له پاریس څخه زنګ وهلی و او ورته یې ویلي و که تقلبي رایې د غني له بکسونو څخه لیرې کړل شي نو ښایي د ټاکنو تله د عبدالله په ګټه واوړي. غني داسې وانګېرله چې ګوندې د متحده ایالاتونو د باور له مخې نوموړی په ټولټاکنو کې د خپلې ماتې شرم پټوي. که غني په رښتیا د غصې د کنترول په موخه روزنیز پروګرام تعقیبوي نو تر دې دمه یې کومه ګټه نه وه کړې. نوموړي Feldman خپل کور ته غوښتی و او خپل شکایت یې ورته کړی و. غني او عبدالله په ناراضي ډول د امریکا له لورې رامنځته شوي مصلحت ته غاړه کېښوده. د سپتمبر په یویشتمه غني او عبدالله د ملي وحدت حکومت سند لاسلیک کړ. د سیاسي چوکیو د وېش په اړه عبدالله مساوي حق غوښت، خو غني د منصفانه ویش غوښتونکی و. غني د سپتمبر په نهه ویشتمه لوړه وکړه. دا په افغانستان له 1901 راهیسې په سوله ییز ډول د واک سپارلو لومړی ځل و خو د غني ډيری مرستیالانو داسې محسوسوله چې ګوندې غني د افغانستان د مشروع جمهور رییس په توګه د لږ صلاحیت منلو ته اړ ایستل شوی.
کله چې غني کار پیل کړ نو د شهرت ګراف یې اتیا سلنه و. شپاړلس میاشتې وروسته ما غني سره په کابل کې ولیدل، هغه مهال یې محبوبیت درې ویشت سلنې ته ټیټ شوی و.
د یوې مرکې په ترڅ کې ما له غني څخه وپوښتل چې خپل کتاب (Fixing Failed States) ورسره د جمهور رییس په توګه څه ډول مرسته کوي. غني په ځواب کې وویل چې یاد کتاب د مشر په توګه زما د کار پيل او یوې ټاکلې موخې ته د رسیېدو په اړه د نقشې حیثیت لري. هغه زیاته کړه، زما تر ټولو لومړی کار خپلې کابینې څخه د لومړیو سلو ورځو پلان جوړول و. د هغه په اند د افغانستان ادارې په تاریخي لحاظ په ناسم ذهنیت رامنځته شوي. کله چې زه د پوهنې وزارت څخه پوښتنه وکړم چې اساسي دندې مو څه دي او د کومو موخو لپاره کار کوئ؟ دوی ما پورې خاندي. کله چې دوی ته زه ور یاد کړم چې له وزارت څخه د وسیلې په توګه د کار اخېستلو په مټ زمونږ موخه د افغان کوچنیانو روزل دي، دوی ددې خبرې په اوریدو حیران شي. دا په افغانستان کې نوې نظریه ده.
د همدې نظریې د اثبات په موخه غني د د نولسمې پېړۍ د سکاتلندي لیکوال د اثر (An Account of the Kingdom of Caubul)) چې د افغاني ټولنې د جوړښت په اړه لیکل شوی، تفصیلي خبرې کوي. له همدې ځایه د غني ذهن د امان الله خان د نیکه امیر عبدالرحمن خان بڼه غوره کړي، نوموړي په روسیه کې د جلاوطنۍ پر مهال استبدادي نظریې خپلې کړې وې. له دې وروسته غني په افغاني سیاست کې د میراثي نخبه توب په اړه کیسه کوي: د کورنیو چارو د معین خپلو ساتونکو ته د پولیس د وهلو امر ځکه کړی و چې د نوموړي موتر یې درولی و. غني د خبرو پر مهال همدا بېلګه راوړي. یاد معین وروسته اړ شو چې د ملي تلویزیون له لارې بخښنه وغواړي. بالاخره، د امان الله خان تر موقفه رسیږي. هغه مهال د نخبه فشر یوه ځانګړې طبقه اصلاح غوښتونکې وه چې هغه مهال د منفي غبرګون سره مخ شوې وه. اوسمهال عام وګړي د خپل اساسي قانون، نړۍ او د خپلو هیلو په اړه ستر پوهاوی لري.
زه غني ته مخامخ ناست وم، دا زما لپاره خورا ستونزمنه وه چې له دې ځایه په افغاني تاریخ کې د نخبه توب دوه سوه کلنې ریښې وڅارم. تېرو دوه پیړیو ته په کتو ما د افغاني ټولنې سیاسي جوړښت برم محسوسولی شو، خو فکر مې نه کاوه چې اوسمهال دې د افغانستان د اداره کولو لپاره کار ورکړي. داسې بریښېدله چې له څو لسیزو فکر کولو او لوست او لیک وروسته غني غواړي چې د افغانستان ستونزې په يو ځل هوارې کړي. هغه انګېري چې له ټولنې یې باور تر لاسه کړی. هغه زیاته کړه چې (اشرافیت) له دوده لویدلی او غواړي چې د افغانستان د حکومت په هره برخه باندې خپل لید لوری تحمیل کړي.
نوموړي هغه سلګونه جنرالان له دندو ګوښه کړل چې د افغان ملي پوځ له قراردادونو یې پیسې غلا کولي. هممداراز یې د هغه کسانو والیانو او وزیرانو د استعفا غوښتنه هم وکړه چې پخوا یې یادې دندې پر مخ وړلې، غني په دې ډول د پنځوسو په شاوخوا کې سیاسي چارواکي له پامه وغورځول. په دې سربېره، نوموړي هغه څلویښت قاضایان هم له دندو لیرې کړل چې په جعلي اسنادو یې دندې تر لاسه کړې وې. غني په ارګ کې د خپلې ماڼۍ له تل څخه خپلو پوځي قومندانانو سره ویدیویي کانفرانسونه کوي. هغه د هر نړیوال مرسته ورکونکي دوسیه خپله ارزیابي کوي. د هرې شنبې په ورځ نوموړی په ګلخانۍ ماڼۍ کې د ملي تدارکاتو د کمیتې مشري کوي او د ښې حکومتدارۍ د یقیني کولو په موخه د قراردادونو په څېړلو او ارزولو ساعتونه وخت لګوي. غني باور لري چې همدا ډول کوچني کارونه کولای شي د افغانستان اساسي ستونزې هوارې کړي.
هغه په ډيرو کمو خلکو باور لري، له دې امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې خپل ویاند او د کابل ښاروال وټاکي. د کابینې د ناستو پر مهال یې وزیران د غني د اغېزمنولو په موخه خپل ځانونه د ناستې د مهمو ټکو په لیکلو بوخت ساتي. د ملي امنیت پخواني رییس په قول د غني په کابینه کې خطرناکه چوپتیا وي. نوموړی زیاتوي چې غني په فزیکي لحاظ نه بلکې په فکري لحاظ یوازې دی.
عام وګړي د غني د مشرتابه له لورې د سترو پروژو په اړه خبرونه اوري. غني د افغانستان د اوبو د سرچینو واک تر لاسه کړی او وار له مخه یې په افغانستان کې د نهه ویشت بریښناکوټونو د جوړولو اعلان کړی چې د ارزونو له مخې به یې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړ شي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره له کتنې وروسته غني څرګنده کړه چې د هند خصوصي سکتور به په افغانستان کې د شل میلیارده ډالرو په ارزښت پانګه پیل کړي ــ چې تر اوسه یې درک نه دی لګیدلی. افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړی استازی Daniel Feldman زیاتوي چې د غني نظریې هیله بخښونکې خو د نه منلو وړ دي. نوموړی زیاتوي چې مونږ به غني سره د لیدلو کتلو په منځ بهر راووتلو او فکر به مو کاوه چې نوموړی د کوم هېواد په اړه خبرې کوی. مونږ ځانونه په افغانستان کې نه احساسول، فکر مو کاوه چې د سویتزرلیند د کومې سیمې په اړه غږیږو.
یو سهار غني په خپله ماڼۍ کې د ملکي کارکونکو سره د یو شمېر پروژو په اړه ناسته درلوده، په داسې حال کې چې غني سره لیدونکو انجینرانو د خپلو ځانونو په معرفي کولو او د مسلکونو په اړه خبرې کولې، غني د پستې د خوراک سربېره د اوریدونکو د خبرو مهم ټکي لیکل. غني د غونډې ګډونوالو ته د خپلو هغه مرستیالانو له ور پیژندنې خوند اخېست چې د هاروارډ او یو شمېر نورو پوهنتونو څخه راغلي و. غني د ګډونوالو له ویناو وروسته وویل: ما ستاسې اسناد او وړاندیزونه ولوستل، راځئ چې بحث پرې وکړو. انجینرانو او د ښاري پلان جوړونکو کارپوهانو د کورنو او ځمکو د قبالو لپاره د الکترونیکي دیتابیس، د پارکونو د جوړولو او لمریزې انرژۍ په اړه خپل پروګرامونه په سلایډونو کې وړاندې کړل. غني د ځوانو کارپوهانو سره د یاد بحث پر مهال خورا خوښ بریښېد، خو له ارګه بهر د کابل بې سرپرسته ښار له اوبو او خځلو ډک پروت و.
په خپل کتاب (Fixing Failed States) کې د ناکامه سیاست په اړه څپرکي کې غني زیاتوي چې (سیاست ورانونکی دی). نوموړی د شخصي ګټو او معاملو له مخې فکر نه کوي. د غني د باور له مخې خلک هغه مهال په سمه توګه چلند کوي چې له وړ موقفه ورسره اړیکه ونیول شي. جمهوري ریاست ته له رسیدو وروسته نوموړي افغان دودیز سیاست، قومي جوړښتونه او زورواکیزم له پامه وغورځاوه.
د کرزي د واکمنۍ پر مهال به سیاستوال د نوموړي دفتر ته د پیسو او ښیګڼو په اړه د سوال لپاره راتلل او کرزي به ورسره مرسته کوله. د یو اټکل له مخې، د کرزي د ادارې سیاستوالو به د کال یو میلیادر ډالر پټول. غني د خپل مشرتابه په لومړي کال د ورځچارو او خیر غوښتونکو سره له لیدلو انکار کاوه. د غني د مامورینو مشر ځان دومره غیب کړی و چې خلکو به کابل کې به د ټوکو په ډول ویل: که څوک غواړي چې د ولسمشر د دفتر مشر (عبدالسلام رحیمي) سره وګوري، نو لومړی باید ولسمشر ته زنګ ووهي. کرزي به د یو سیاسي دلال ( پیر سید احمد ګیلاني) د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه نوموړي ته د میاشتې سل زره ډالر ورکول. ( کرزی له دې خبرې انکار کوي.) غني دا پیسې بندې کړې، له دې امله د ګیلاني زامن د غني په دښمنانو بدل شول. پخوانی جهادي قومندان سیاف هم په ورته برخلیک اخته شو. د غني د دورې په لومړیو کې سیاف غوښتل چې څو مهم وزارتونه او ولایتونه تر لاسه کړي. د غني یو سلاکار ما ته وویل چې سیاف له دې امله خفه و چې غني یې وړاندیز و نه مانه. په دې ډول د سیاف زور اوبه شو او ددې وړتیا یې له لاسه ورکړه چې د خلکو باور خپل کړي.
په افغانستان کې د واک او شهرت تر لاسه کولو لپاره سیاست یوازینۍ لار ده، له دې امله لوړو حکومتي چوکیو لپاره د شمېر مشرانو له لورې کلکې هڅې کیږي. د مالیې پخواني وزیر انوار الحق احدي په ټولټاکنو کې د غني ملاتړ کړی و، د هغه له قوله غني ورسره د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه، خو کله چې وخت راورسېد نو غني له خپلې ژمنې په شا شو. په دې ډول احدي هم د غني سرسخته مخالف شو. غني ما ته وویل چې هېچا سره یې د کوم امتیاز ژمنه نه ده کړې. د غني په وینا که احدي خپل ملت سره د امتیاز په تناسب ژمنتیا څرګندوي، نو باید د خپل ځان په اړه قضاوت وکړي.
تېر کال د ارزګان پیاوړی قومندان مطیع الله خان ووژل شو، قومي مشران کابل ته راغلل چې د ځاناستي مسله یې حکومت سره مطرح کړي. غني غوښتل چې دوی سره و نه ګوري خو سلاکارنو یې د کتنې په اړه ټينګار کاوه. د ارزګان قومي مشرانو غوښتل چې د ارزګان د امنیه قومنداني مشري د مطیع الله خان ورور ته ورکړل شي. غني وویل چې د قومي مشرانو په وړاندیز به فکر وکړي، وروسته یې ددوی وړاندیز رد کړ. په راتلونکو میاشتو کې په ارزګان ولایت کې نږدې دوه سوه امنیتي کسان طالبانو ته واوښتل. غني یو شمېر سیاسي حقیقتونو مصلحتونو ته غاړه کېښوده. نوموړي د بلخ والي عطا محمد نور او د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ته اجازه ورکړه چې خپلې دندې پر مخ بوزي. دواړه د طالبانو په ضد په جګړه کې د امریکا نږدې ملګري و، له دې امله غني د امریکا فشار ته غاړه کېښوده.
د غني یو مرستیال نوموړي ته وویل چې تاسې سیاست نه کوئ.
غني ورته ویلي و چې کوم ډول سیاست؟
تاسې د مشرانو، د پارلمان غړیو او مجاهدینو سره نه ګورئ.
غني: دوی سره زه د خپلې ارادې له مخې نه ګورم.
د غني مرستیال پوښتلي و، ولې؟ سیاسي مشران په تاسې نیوکې کوي، تاسې په دې ډول سیاسي پانګه له لاسه ورکوئ چې په اصلاحاتو کې ورته اړتیا لرئ.
غني ځواب ورکړی و، که زه دوی سره وګورم نو دوی به له ما څخه وغواړي چې هیلې یې پوره کړم. دوی به لومړی له ما څخه د لاس ګوتې وغواړې، ورپسې به هیله لري چې خپل لاسونه ورکړم او په پای کې به مې راڅخه د پښو سوال هم وکړي. مونږ به هغه وخت دوی د لیدلو لړۍ پیل کړو چې کتنې دود بدل شي. کله چې مناسب وخت راورسیږي نو تاسې به وګورئ چې د لیدلو لړۍ پیل شي.
د غني جدیت ځینې سیاستوال ناراضه کړي، له دې امله نشي کولای په پارلمان کې ځینې ګمارنې بریا ته ورسوي. تر دې وروستیو اونیو، نوموړي د ملي امنیت رییس او دفاع وزیر نه درلود. هغه سترې محکمې ته یوه ښځینه غړې نومولې وه خو پارلمان د تایید رایه ور نه کړه. د وړاندوینو له مخې د ملي وحدت حکومت له ناکامۍ سره مخ دی. د غني او عبدالله تر منځ لاسلیک شوی تړون د واک د ویش په اړه بشپړ جزیات نه لري، له دې امله دواړه د یو بل ټاکنې او ګمارنې ویتو کوي. یو تر هغه د حکومتي ګمارلو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وي چې بل ورسره موافقه و نه کړي. لویې څارنوالۍ ته د غني د کاندید مخه د عبدالله د ټیم له لورې نیول شوې وه او هڅه یې کوله چې داخله وزارت ته خپل نوماند معرفي کړي. د غبدالله د ټيم پخوانی دیپلومات عمر صمد بلجیم، ناتو او اروپایي اتحادیې ته د سفیر په توګه نومول شوی و. په اپریل کې صمد بروکسل ته د سفر تابیا کړې وه چې د غني له لورې ور څخه استول شوي لیک کې غوښتنه شوې وه چې د خپل کاري ماموریت له لست څخه ناتو وباسي. صمد د غني غوښتنه رد کړه او خپلې کورنۍ سره د مېشتېدو په موخه واشنګتن ته لاړ. صمد ما ته وویل چې په ارګ کې د واک په سر کوچنې شخړې روانې دي. د ملي وحدت دومره د انیښنې وړ دی چې ولسمشر اوباما د ویدیویي کانفرانس له لارې عبدالله ته وویل چې ولسمشر غني سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې نوموړی د ویتو حق نه لري. د لویې څارنوالۍ او داخله وزارت معامله بالاخره بریالۍ شوه. د غني سلاکاران نهیلي و او د ملي وحدت حکومت یې له دې امله ملامتاوه چې د دوی اجنداوې پلي کېدو ته نه پریږدي. دې نظر سره په واشنګتن کې ډیر کم کسان خواخوږي څرګندوي.
غني تر اوسه د خپلو یو څو دوستانو باور له ځان سره ساتلی دی. ددوی له جملې څخه یې یو حمدالله محب دی. حمدلله محب د شپاړلس کلنۍ پر مهال د خپلې کورنۍ له لورې انګلستان ته استول شوی تر څو د طالبانو لیکو ته له ورتګ وژغورل شي. محب داسې مهال انګلستان ورغلی و چې پیسې او د مېشتېدو قانوني اسناد یې نه درلودل. نوموړي په لندن کې د کمپیوتري انجینرۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړې. په 2008 نوموړی خبر شو چې د لندن د اقتصاد په پوهنتون کې یو افغان سیاستوال چې د (Fixing Failed States) په نوم کتاب یې لیکلی، درس ورکوي.محب هڅه وکړه او په پوهنتون کې یې د افغان محصلینو ټولنې ته د ویناوال د خبرو زمینه برابره کړه. محب او نور ملګري یې خپل مېلمه ته منتظر وو. ما یو کس ولید چې یو کس د سرک په غاړه له خپل لپ ټاپ سره روان و. محب زیاتوي چې له دې مخکې یې هېڅ افغان نه و لیدلی چې د غني په څېر خبرې وکړي. د نوموړي ټولې خبرې په افغانستان او د افغانستان په رغښت راڅرخېدې.
محب د 2009 په ناکامه ټولټاکنو کې د غني د کمپاین غړی و، د 2014 په ټولټاکنو کې نوموړی د غني سلاکار شو. له ټولټاکنو وروسته غني نوموړی د خپل دفتر مرستیال کړ، او ورسته یې متحده ایالاتو ته د افغانستاند سفیر په توګه ونوماوه. د غني یادې ټاکنې یو شمېر لوړپوړي سیاستوال په قهر کړي و، دوی داسې انګېرله چې غني په امریکا کې د افغانستان سفارت یو کوچني ماشوم ته سپارلی دی. غني په دې ډول د افغانستان په اوسنۍ صحنه کې د شوروي سره د جنګیدونکي نسل د اهمیت د کمښت زینګال ورکړ.
محب زیاته کړه چې زمونږ د هېواد د تاریخ لپاره دا تر ټولو خورا حساس وخت دی، زمونږ اوسنی نسل په دې اړه پوه دی. مونږ باید داسې سیستم او اداره جوړه کړو چې وړ کسان په کې مخکې لاړ شي او زما او نورو افغانانو کورنۍ وژغوري. له دې پرته به مونږ هر څه وبایلو چې په پایله کې به یې فاسده مافیا میدان وګټي. کچیرې دوی واک تر لاسه کړي نو افغانستان به بیا په کورنیو وویشل شي او په میراثي ډول به له یوې کورنۍ څخه بلې ته د واک د لېږد لړئ دوام ومومي.
ما یوه شپه په کوټ باغچه کې د ولسمشر غني اقتصادي سلاکار Scott Guggnheim سره د شپې ډوډۍ خوړله، نوموړي غني سره په نړیوال بانک کې کار کړی و او په 2002 کې یې غني سره د ملي پیوستون پروګرام په جوړولو کې مرسته کړې وه. Guggenheim سره د خبرو پر مهال نوموړي ما ته وویل چې غني بد سیاستوال نه دی، خو ستونزه یې داده چې د افغانستان لپاره پنڅه ویشت کلن لید لوری لري او خلک داسې انګېري چې ټول پلان به تر راتلونکي کال پورې عملي شي. د افغانستان قانوني اقتصاد په امریکایي بنسټونو او قرادادنو ولاړ و، او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د وزرګارتیا کچه څلویښت سلنه لوړه شوه. دا هغه افت و چې نړیوال بانک د ځواکونو له وتلو مخکې خورا ټیټ ارزولی و. په افغانستان کې د امریکا لګښتونه له 2012 کال راهیسې تر اوسه پورې نیم په نیمه رالویدلي. په عین حال کې افغان ځواکونه اړ دي چې په کمو امکاناتو طالبانو سره د جګړې بشپړ مسولیت په غاړه واخلي. Guggenheim د غني د ریاست پیل د اوباما د 2009 کال له دورې ــ چېJohn Boehner یې مرستیال وي ــ پرتله کړی دی. د اافغانانو تر منځ نهیلي رامنځته شوه، یوازې تېر کال جرمنې ته یو سل څلور پنځوس زره افغانان مهاجر شول. غني هغه افغانان وغندل چې له هېواده تښتي.
Guggenheim زیاته کړه چې امریکا له غني غواړي چې په پخوانۍ لار لاړ شي: دوی له غني غوښتل چې فساد سره مبارزه وکړي خو په عین حال کې باید زاړه مفسدین په سیستم کې وساتي. Guggenheim زیاته کړه، چې خورا کم خلک په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره څه شی ده. تاسې له کوم لوړپوړي امریکایي چارواکي څخه پوښتنه وکړئ چې له افغانستان څخه له وتلو پرته بله کومه تګلاره لري؟ د نوموړي په اند، امریکا خپله ټوله پاملرنه په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځته کولو ته ځانګړې کړې وه او د اغېزمن حکومت رامنځته کول یې په بشپړ ډول هېر کړي و. د کابل په شاوخوا خلکو دې انتظار کاوه چې حکومت به سقوط وکړي. د غني له لورې پاکستان سره د خبرو لړۍ له ګونګ برخلیک سره مخ وه. د افغانستان دوه مخی ګاونډي نه غوښتل یا ددې جوګه نه و چې طالبان د خبرو مېز ته راولي. پاکستان نه غوښتل داسې جګړه پای ته راولي چې په افغانستان کې یې خپلو موخو ته خورا نږدې کړي دي. یو لویدیځ دیپلومات د نقشې له مخې ما ته د کابل شمال ته د بغلان په لویه لار د طالبانو ځایونه په ګوته کړل. دیپلومات زیاته کړه که بغلان د طالبانو لاس ته وغورځي نو دوی کولای شي په اسانۍ کابل ته ننوځي. افغان ځواکونه ټوله پاملرنه د ولایتي پلازمینو ساتلو ته کوي او په لیرې پرتو سیمو خپل کنترول له لاسه ورکوي. په ټولیز ډول حکومت طالبانو ته میدان بایللی دی.
افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او په مسلسل ډول تلفات زغمي. په افغانستان کې د امریکا له حضور پرته د افغان ځواکونو د بقا چانس خورا کمزوری ښکاري. که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي نو کیدای شي افغانستان بېرته د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو تر منځ د سړې جګړې په ډګر بدل شي. د لویدیځ یو لوړپوړي دیپلومات ما ته وویل چې د کابل، اسلام اباد او راولپنډۍ یو شمېر نخبه ګان هره ورځ یو ځای د دوبۍ په بازارونو کې ګډه سودا کوي، او په افغانستان کې د جګړې په دوام خوشاله دي. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو لسو کلونو کې مونږ په افغانستان کې د د ښې حکومتدارۍ او امنیت په ځای اوسمهال د بقا په اړه فکر کوو. تر اوسه په افغانستان کې د حکومت د سقوط لپاره پریمانه لارې شته دی. نوموړي د یو عامل په توګه د افغان حکومت په پرځولو کې د عامو افغانانو بغاوت د امکان په توګه یاد کړ. تېره میاشت چې اسلامي دولت له اووه هزاره وګړو څخه سرونه غوڅ کړل، نو نږدې وه چې ارګ د هزاره لږه کیو د لاریون له امله مات شوی و. له دې پرته د غني د ماتې بله لار سیاسي ده، نوموړی اوس هم دودیزه سیاسي لوبه په پوره لېوالتیا مخې ته بیایي. د بېلګې په ډول، هغه ګیلاني د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ونوماوه. له بل لورې یو شمېر سیاسي چارواکي چې غني په قهر کړي دي، هڅه کوي د دسیسو له لارې ځان واک ته ورسوي. د انتخاباتي اصلاحاتو، او په اساسي قانون کې د عبدالله د برخلیک په اړه د غني او عبدالله تر منځ موافقه دوه کلنۍ ته نږدې شوې خو د سیاسي ناندریو له امله تر اوسه یوه کړنه هم د دواړو د هوکړې له مخې نه ده عملي شوې. دې چارې د غني مخالفینو ته چانس ورکړی چې د اوسني حکومت په اړه د مشروعیت د اندیښنو اوازې راپورته کړي. داسې ویل کیږي چې کرزی په دوامداره توګه د غني سیاسي مخالفینو سره ګوري او د لویې جرګې د دایریدو لپاره کمپاین کوي، چې ښایي د غني په بې واکه کېدو او د نوي مشرتابه په ټاکلو پای ته ورسیږي. عمر داودزی چې د کرزي د ریاست پر مهال یې ارګ ته د ایرن کڅوړې چلولې، ما ته وویل چې غني خپل چاپیر ټول کسان د خپل ځان دښمنان کړي. داودزي یو سیاسي ایتلاف رامنځته کړی او غواړي چې په مناسب وخت کې د ارګ چارې تر لاسه کړي. د نوموړي په اند که کوم بدلون رامنځته کیږي نو هغه به د غني د استعفا په بڼه وي. د لویدیځ یو دیپلومات چې د افغانستان په چارو کې ژوره تجربه لري ما ته وویل چې د پوځي کودتا امکان هم دومره کمزوری نه دی.
په کابل کې د افغانستان د پرمختګ په اړه د امریکایي هڅو کوم ثبوت نه تر سترګو کیږي. ما د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح څخه وپوښتل چې په تیرو پنځلس کلونو کې په افغانستان کې څه تر لاسه شوي. هغه زیاته کړه چې د امریکا له لید لوري ډير کم څه تر لاسه شوي، خو د افغان لید لوري څخه ډير زیات. نوموړی زیاته کړه کیدای شي چې ځينې خلک شخصي ګیلې ولري خو په عمومي ډول ستر پرمختګ رامنځته شوی. له پرمختګ څخه د صالح مطب سرکونه او د بریښنا زیربناوې نه، بلکې د ښځو او ځوانانو او د تعلیم په مټ د افغاني ټولنې بدلون و. صالح زیاته کړه چې د سپتمبر له پیښو مخکې په افغانستان کې د بحث موضوع د دولت رامنځته کول و، خو اوسمهال عمومي بحثونه په دې راڅرخیږي چې دولت څه ډول کولای شي خلکو ته خدمات عرضه کړي، څه ډول پایښت مومي، افغانستان څنګه کولای شي نړیوالې ټولنې سره د ملګري په توګه رابطه ولري.
غني د خپل ژوند په بهیر کې په همدې بحثونو کې پاتې شوی. که څه صالح د غني له منتقدینو څخه دی، خو نوموړی باور لري چې غني اوس هم کولای شي ځینې مهم کارونه وکړي. نوموړی له غني غواړي د افغانستان تېر تاریخ ته وګوري او د نورو اصلاح غوښتونکو په لار تعقیب نه کړي. صالح په پای کې زیاتوي چې زه له دې امله ځوریږم چې حکومت تر اوسه خلکو ته د پام وړ خدمات نه دي عرضه کړي، له دې امله د غني په مشرۍ اوسنی مشرتابه ناکام دی. د نوموړي په اند، اوسمهال په افغاني سیاست کې تکنوکراسي له ناکامۍ سره مخ ده.