
سرچینه: THE NEWYORKER
ولسمشر غني د ناکامه هېوادونو په رغښت کې پراخه تجربه لري. آيا هغه کولای شي چې افغانستان له پرځېدو وژغوري؟
ولسمشر غني د افغانستان جیمي کارترــ او د پراخه بصیرت لرونکی تکنوکرات دی چې خپل ځواکمن متحدین یې له پامه غورځولي او دودیز سیاست سره دومره لېوالتیا نه لري.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هر سهار پنځه بجي بیداریږي او د دوه ــ درې ساعتونو لپاره مختلف حکومتي مواد لولي. نوموړی هره ورځ د رسمي مکتوبونو پر لوست پيلوي. ولسمشر اشرف غني د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر سره له لیدنې مخکې د استرالیا د حکومت له لورې د بهرنیو مرستو په اړه ټول لاسوندونه ولوستل. نوموړي د شکنجې په اړه د امریکا د سنا د استخباراتي کمیتې هغه سلګونه صحفې هم لولي، چې یوه ورځ مخکې خپرې شوې دي، ولسمشر راتلونکې ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان جان کمپل څخه له دې امله بښنه وغوښته چې د بشپړ راپور پر لوستلو نه دی توانیدلی. هغه د سوسیالیستي سیستم څخه کپتلیستې نظام ته د اوښتون په اړه د ختیځې اروپا، زرګونه کاله پخوا د منځنۍ اسیا د روشنفکرۍ، د معاصرو جګړه ییزو مهارتونو او د افغانستان د سیندونو د تاریخ په اړه کتابونه هم لولي. ولسمشر غني د کابل په اړه د نولسمې پيړۍ ودانۍ (ارګ) کې دننه ژوند کوي، د اوسېدو په خونه کې یې د مېز په سر کتابونه پرانیستي پراته وي.
ولمسشر غني دوه لسیزې مخکې د سرطان د ناروغۍ له امله د معدې ستره برخه له لاسه ورکړې. هغه اړ دی چې د ورځې شپږ ــ اووه ځلې د خوراکي توکو کوچنۍ ټوټې ( لکه د خرما ټوټې وخوري). نوموړی ځینې وخت د خوراک د هضمولو په موخه د کار پر مهال لنډه دمه کوي او په ترڅ کې یې ګلخانه کې د خپل دفتر شاته خونه کې د کتاب لوست کوي. ځینې وخت د حرم سرای په بڼ کې د چنار د ونې لاندې کښېني، په همدې ځای کې د ارواښاد ظاهرشاه کتابخانه شتون لري. د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یاده کتابخانه د پخوانیو لرغونو کتابونو څخه ډکه وه. کله چې اشرف غني واک ته ورسید نو د ظاهر شاه له لورې راټول شوي کتابونه یې له سره منظم کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ به د کرزي د واکمنۍ پر مهال د غرمنۍ او شپې د خوراک پر مهال د خلکو څخه ډکه وه، خو ولسمشر غني یوازې خوراک کوي. له دولس کاله واکمنۍ وروسته کرزي او د کرزي کورنۍ د افغان دولت او نړیوالو پيسو څخه په سلګونو میلون ډالر یوړل، د خپلې شتمنې د رسمې اعلان له مخې د ولسمشر غني ټوله شتمني نږدې څلور میلون ډالره ده چې ډیری برخه یې د کابل په لویدیځ کې څلور جریبه کور او د اووه زره کتابونو ټولګه جوړوي.
د انسان پیژندنې د برخې پیاوړي متخصص اشرف غني د نړیوال بانک په ساحوي دندو کې ډيری کلونه کار کړی او د طالبانو د رژیم له راپرځېدو راهیسې یې په افغان حکومت کې دننه او بهر یو شمېر نورې دندې هم تر سره کړي. نوموړی اوسمهال هڅه کوي په بېوزله او کړکېچ ځپلو هېوادونو کې پیاوړې ادارې رامنځته کړي. اشرف غني د خپلو دندو پر مهال د هغو هېوادونو په اړه بحث کوي، چې د قانون د پلي کولو، مالیه ټولو او د خدماتو په عرضه کولو کې له ستونزو سره مخ وي. ولسمشر غني په 2006 کال کې د خپلې اوږدمهاله همکارې او د بشري حقوقو د چارو کارپوهې (Clare Lockhart) سره په ګډه په واشنګتن کې د دولتونو د اغېزمنولو یوه اداره رامنځته کړه. دوه کاله وروسته دواړو د ناکامه هېوادونو د رغولو (Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding Fractured World) په نوم خپل کتاب چاب کړ. دواړه په خپل کتاب کې د دولت د اساسي دندو په اړه بحث کړی او د ادارو په جوړولو کې یې د ملکي وګړو له تجربو څخه د ګټه اخېستلو وړاندیز کړی.
د خپلو نظریو د عملي کولو په موخه کم تیوریستانو ته د غني په څېر دراماتیک چانس په لاس ورغلی. افغانستان د شوروي د یرغل (1979) راهیسې په جګړه کې ښکېل دی، دیرش کلن غني هغه مهال د کولمبیا په پوهنتون کې د دکتورا لپاره کاندید و. د یو شمېر ولایتي مرکزونو سربېره د هېواد ډيری برخه د طالبانو د ګواښ لاندې ده او د افغانستان داخلي کړکېچ د مخدره توکو او جرمي مافیا په سیستماتیکه اډانه بدلیدونکی دی. د افغانستان د درې سوه اته نوي ولسوالۍ په شپېته سلنه خاوره د حکومت کنترول د مرکزي ودانیو بهر نه محسوسیږي. افغان حکومت نشي کولای خپلې پولې وساتي، له همدې امله ګاونډي هېوادونه تر اوسه افغان حکومت ضد ډلو ته پناه ورکوي او د افغانستان په ختیځ کې القاعده او اسلامي دولت د خپل شتون لپاره هڅې کوي. د مۍ په میاشت کې ملا منصور داسې مهال د امریکا د بې پیلوته الوتکې له لورې په نښه شو چې د ایران له زاهدان څخه کوټې ته روان و. داسې اوازې وې چې نوموړی تهران ته د ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تللی و. د افغانستان مالي اډانه پر بهرنیو مرستو او اپیمو متکي ده. له بل لورې اداري فساد هم د دولتي سیستم په رګونو کې ننوتی. په 2014 کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد د ځوړتیا پر لور لاړ، بېکاري زیاته شوه او په سلګونو زره افغانان هېواد پریښودو ته اړ شو. اشرف غني اوسمهال د یو ناکامه هېواد منتخب جمهور ریئس دی.
د برګې ږیري لرونکی غني د مخ په کاسه کې ژورې سترګې لري او د ګنجي سر په لرلو نوموړی د ګاندي په څېر ښکاري. خو غني په استثنایي ډول له سولې څخه برخمن نه دی. هغه د خبرو پر مهال د کوچنیو خبرو په اړه خاندي، ځینې وخت د وینا کولو پر مهال خپل احساسات نشي کنترولولی. نوموړي خپل ځواکمن متحدین له پامه غورځولی او ځوان کارکونکي یې له شاوخوا راچاپیر کړي دي. اشرف غني په ګوښي ځان د ارګ په ودانۍ کې دننه ټوله ورځ کار کوی او د هغو پروژو پر ارزولو بوخت وي چې باید د ټیټ پوړو چارواکو له لورې تر سره شي. د یو لوړپوړي افغان چارواکي په وینا، که ولسمشر غني په کابل کې د خځلو ټولو په اړه د راپور غوښتنه وکړي او مسئولین ورته پنځه سوه صفحې راپور چمتو کړي، نو نوموړی یې په همغه شپه په بشپړ ډول لولي.
په داسې حال کې چې کرزي به د خپلو مېلمنو سره اوږدې نرمې خبرې کولې او هر کس به یې خوشاله ساته، غني کوچنیو خبرو ته ارزښت نه ورکوي، ډیری وخت ترې میلمانه په داسې حال کې راوځي چې د غني له لورې د ګواښ او ناپاملرنې سره مخ شوي وي. یوه ورځ ولسمشر غني په کابل کې د خپل کاري وخت پنځلس دقیقې د لویدیځ افغانستان جنګسالار اسماعیل خان سره کتنې ته ځانګړې کړې وې. سلاکار جیلاني پوپل، ولسمشر ته مشوره ورکړې وه چې اسماعیل خان سره د هغه په خوښه ناسته وغځوي، یا باید له کتنې تېر شي. غني په خپل دریځ کلک ودرید: د نوموړي په اند د هرات فاسد امیر په رښتیا هم د پنځلس دقیقو ارزښت درلود.
غني د پراخ بصیرت لرونکی تکنوکرات دی او د هغه ټولو لاملونو په اړه ژور پوهاوی لري چې افغانستان یې ویجاړ کړی. نوموړی د خپل کاري بهیر پر مهال د افغانستان لپاره شل کاله مخکې فکر کوي. د یو پخواني چارواکي په وینا، ولسمشر غني له فساد څخه پاک دی. نوموړی غواړي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته تغیر ورکړي خو داسې ښکاری چې یو شمېر دسیسې یې پر ضد جوړې شوې دي. غني داسې یو اصلاح غوښتونکی دی چې د کرزي د سرتمبه واکمنۍ پر مهال ورته د امریکا حکومت د یو ملګري په څېر اړتیا لرله. مګر ددې سربېره یې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ګوتو په شمېر پلویان لرل او د کابل اشرافیانو یې په اړه د سپکاوي ډک خیالات نشو پټولی. د غني ډيری منتقدین نوموړی مغرور ګڼي او پرې تور لګوي چې د کوچنیو چارو په سمبالښت بوخت دی، کم دوستان لري او له سیاست سره هېڅ لېوالتیا نه لري. دوی زیاتوي چې غني دداسې هېواد مشر دی چې یوازې دهمدې په ذهن کې شتون لري. غني د افغانستان جیمي کارتر دی.
د چارو ډيری شنونکي دا تمه نه لري چې غني دې خپله کاري دوره سر ته ورسوي. 2016 د اافغانستان لپاره د ملي بقا د کال په نوم یادیږي. د ولسمشر غني اقتصادي سلاکار Scott Ghggenheim زیاتوي چې روان کال خورا خطرناک دی، ښایي د غني واکمني ترې روغه ووځي یا ناکامه شي.
غني د یوې مرکې په ترڅ کې ما ته وویل چې د (نیا) نفوذ یې پرې ستر سیوری غوړولی دی. د نوموړي په وینا، نیا به یې د هرې ورځې پیل په لوست کاوه. زه او ولسمشر غني د ګلخانۍ ماڼۍ د دویم پوړ په خونه کې ناست وو، د ودانۍ دیوالونه ستنې په شنو قیمني ډبرو پوښل شوې وې، خو د تورې کورتۍ لرونکي او دودیزو افغاني جامو اغوستونکی ولسمشر غني په یاده ودانۍ کې د شتمن هټیوال په څېر بریښېد.نوموړي د اوسني لباس په مټ د خپل اوسني ژوند او امریکایي / نړیوالو ادارو کې د ژوند تر منځ یوه څرګنده کرښه را کش کړې وه.
اشرف غني او (مریم) لور یې په 2011 کې د افغانستان په اړه یو کوچنی کتاب لیکلی و چې په هېواد کې یې د اصلاحاتو، ګډوډۍ او اصلاحاتو ته د ټولنیز غبرګون په اړه تفصیلي څرګندونې کړې وې. د کتاب په لومړیو کې یې د امان الله خان د دورې په اړه بحث کړی. امان الله خان د افغانستان لومړی ریفورمیست و چې د اساسي قانون د تدوین چارې یې په غاړه اخیستې وې، د تعلیم د پرمختګ چارې یې سمبالولې، د ښځو د ازادۍ پلوی و او د پلازمینې کابل د پراخېدو پلان یې جوړ کړی و. په دې سربېره، نوموړي په خپل ټول وس هڅه وکړه چې د افغانستان بهرنۍ تګلاره د برتانوي استعمار له منګولو ازاده کړي. امان الله خان د ملایانو په ګډون د افغاني ټولنې یو شمېر اړخونه راپارولي و، چې په پایله کې د قومي مشرانو له لورې راوپرځول شو. که څه امان الله خان د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو د غني او مریم په اند، امان الله خان په افغانستان کې د اصلاحاتو په اړه د پراخې اجماع په رامنځته کولو بریالی نشو، له دې امله نوموړی د افغانستان په دایمي تغیر کې بریالی نشو. د اماني ذورې پر مهال چټک پرمختګ د محافظه کاره کړیو د پاڅون له امله له منځه لاړل، په دې ډول وروسته پاته ذهنیتونو د هغه مهال افغان روښنفکرانو ته د اخطارونه ورکړل.
غني د یوې وتلې پښتنې کورنۍ څخه دی. د هغه نیکه پوځي چارواکیو چې په 1929 کې یې د امان الله خان د پرځېدو وروسته نادر شاه سره مرسته وکړه چې د مشرۍ چارې په لاس کې واخلي. د غني پلار د نادر شاه د ځوۍ ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د ترانسپورت د وزارت لوړپوړی چارواکی و. اشرف غني په 1949 کې زیږیدلی او د کابل په زوړ ښار کې ستر شوی دی، نوموړی په فزیکي لحاظ کوچنی او ملا کوپی و، له دې امله به په ښونځي کې زده کونکو ځوراوه، خو نوموړي د خپل جدیت په مټ خپل ټولګیوال اغېزمن کړي و. په 1966 کې نوموړی متحده ایالاتونو ته د زده کړو لپاره لاړ. د Oregon په نوي ښونځي کې نوموړي د زده کونکو شورا ته لار پیدا کړه. نوموړي ویل چې د شورا په لومړۍ غونډه کې مونږ یو شمېر کوچنې پریکړې وکړې او راتلونکې ټولې تطبیق شوې وې. پراخه تجربې د پرمختګ په اړه د نوموړي فکر ته یوه ځانګړې بڼه ورکړې.
غني په 1973 کې د بیروت امریکایي پوهنتون څخه د سیاسي علومو ماستري تر لاسه کړه، او هملته لبنانۍ رولا سعد سره د مینې په تار وتړل شو. له کوژدې وروسته دوی په 1974 کې کابل ته د غني له راستنیدو وروسته د نوموړي خسر هم کابل ته راغی، نوموړي غني ته وویل چې: که تاسې د سیاست ډګر ته ننوتئ نو زما د لور ژوند به خراب کړئ. غني ورغبرګه کړه: زه خپل اکادمیک ژوند ته ژمن یم. رولا او غني په 1975 کې واده وکړ او د لور (مریم) سربېره یو زوی طارق هم لري.
په 1973 کې د افغانستان شاهي دولت د ظاهر شاه د تره ځوۍ داود خان له لورې د یوې کودتا په ترڅ کې وپرځول شو.
نوموړی وروسته د افغانستان لومړنی جمهور رییس شو. داود خان د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د کمونستي ګوندونو سره اړخ لګولی و. د غني او مریم د کتاب په استناد، داود خان هم هڅه وکړه چې د حکومتي چوکاټ له پورته څخه د عصري کولو نیمګړی ماډل وکاروي. په 1978 کې کمونستي ځواکونو داود خان په ګلخانۍ ماڼۍ کې وویشت. د داود خان له مرګ وروسته د ترور او وژنو لړۍ پيل شوه، په پایله کې د شوروي سور پوځ په افغانستان یرغل وکړ او جهاد پيل شو.
په 1977کې غني او کورنۍ یې افغانستان پریښود، او دوه نیمې لسیزې یې له افغانستانه بهر ژوند وکړ. نوموړي په کولمبیا پوهنتون کې د دکتورا تیزس “Production and Domination: Afghanistan, 1947-1901” بشپړ کړ. نوموړي د خپل تحقیق په مټ د اقتصادي وروسته والي په شتون کې د مرکزي حکومت د جوړولو په برخه کې د ستونزو څېړنه کړې ده.
پاتې په نورو برخو کې ...