ولسمشر غني د افغانستان پیاوړی تیوریسن/  دویمه برخه

 
سرچینه: The New Yorker
 
غني په اتیایمو کلونو کې په جان هوپکینز او بیرکیلي پوهنتونونو کې استاد و، او په 1991 کې یې له نړیوال بانک سره د انسان پیژندنې د چارو د متخصص په توګه کار پيل کړ. نوموړي به د کال نیمایي برخه ګڼو هېوادونو ته سفر کاوه، همدې چارې نوموړی د روسیې، چین او هند د مالي سیستم په برخه کې له سترې تجربې برخمن کړ. د خپلې اکادیمیکې ملګرې، Clare Lockhart د وینا له مخې نوموړي د خپل رښتیني اخلاقي مسولیت له مخې غوښتل د بېوزله وګړو ستونزې هوارې کړي. کله به چې نوموړی سترو ښارونو ته لاړ نو مارکیتونو ته به ننوت، چې  وګوري وګړي کوم ډول توکي پيري او پلوري، له دې وروسته به د خلکو د پير پلور د طرز په اړه د پوهاوي په موخه لیرې پرتو سیمو او کلیو ته لاړ. ځينې وخت به غني د کان کیندونکو سره مرکې کولې. دا د نړیوال بانک د یو چارواکي لپاره خورا ناعادي خبره وه. په 1995  کې د نړیوال بانک مشر James Wolfensohn له همدې امله بېوزله هېوادونو ته د پور ورکولو پرځای خپله ټوله پاملرنه په یادو هېوادونو کې دبیوزلۍ له منځه وړلو ته واړوله. هغه غوښتل پر دې پوه شي چې د نړیوال بانک د تګلارو عملي کولو له امله ولې د یو شمېر افریقایي او لاتیني هېوادونه تر اوسه د غربت په ټغر ناست دي. په عمومي ډول، فساد، کمزورې زیربناوې او د بسپنه ورکونکو له لورې ناسمې کړنې په یادو هېوادونو کې د غربت ستر لاملونه ګڼل کیږي. د نړیوال بانک مشر Wolfensohn د خپلو پروګرامونو د بیا ارزولو حکم وکړ، په دې برخه کې غني د خپلې طرحې په ترڅ کې د نړیوال بانک په عمومي فعالیتونو سختې نیوکې کړې وې، له دې امله نوموړي د خپلو ملګرو تر منځ شهرت له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې نوموړي په افغانستان کې د خپل راتلونکي لپاره تابیا نیوله. په 1997 د هېواد ستره برخه د طالبانو د کنترول لاندې وه، د کولمبیا د پوهنتون یو محصل په نړیوال بانک کې اشرف غني سره مرکه درلوده. غني د مرکې پر مهال وویل: کله چې افغانستان ته سوله راشي نو موږ به د پسونو د د روزنې او تجربې تر لاسه کولو په موخه نیوزیلاند ته لاړ شو. غني وړاندې ویلي و چې د سولې په راتلو سره به افغانان نیوزیلاند ته د بریښنایي پروژو د زده کړې په موخه لاړ شي. الکساندر د نویمو کلونو پر مهال د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده درلوده او وروسته یې په کابل کې غني سره هم ګډ کار کړی دی. د نوموړي په اند غني نادولتي ــ ډوله انقلابي دی. داسې فکر کوي چې د نړیوال بانک د لوړ رتبه کارکونکو تر منځ ستر شوی وي.
د سپتمر د پیښې په ورځ غني په واشنګتن کې په خپل کاري دفتر کې ناست و. له پیښې سمدستي وروسته نوموړی پوه شو چې د افغانستان په اړه هر څه بدلیدونکي دي. نوموړي د هېواد د بیارغونې په موخه یو مسئول اړخ ته د سیاسي واک د انتقال په موخه پنڅه ګامیز پلان رامنځته کړ. نوموړي خبرداری ورکړ چې د جنګسالارانو تمویلي مرسته او ملاتړ ونشي، ځکه همدوی د افغانستان د تباهۍ او د طالبانو د رامنځته کېدو مسئولین دي. د طالبانو په ضد د امریکا د یرغل پر مهال د Lockhart، Robin Barnett او الاخضر ابراهیمي په ګډون یو شمېر کارپوهان به واشنګتن کې د غني په کور کې راټول شوي و. د کارپوهانو یادو ناستو د بون پر کنفرانس خپل اغېز پریښود. خو د معاصر افغانستان لپاره د غني د لید لوري او د ځواک د سیمه ییزو دلالانو د ګټو تر منځ یې کړکېچ همداسې پریښود.
شپږ میاشتې وروسته حامد کرزي د افغانستان ولسمشر شو. د کرزي په مشرتابه کې د غني یوازینۍ دنده د بهرنیو مرستو همغږي کول و. غني باور درلود چې افغانان باید د خپلو لومړیتوبونو له مخې د پرمختګ په اړه فکر وکړي او د نړیوالو موسسو او بهرنیو هېوادونو د منضادو اجنداو څخه ځان وژغوري. ځینې افغانانو او لویدیځیانو غني ته په خپل (هېواد) افغانستان کې د بهرني په سترګه لیدل. خو نوموړی یو ملتپال و او د بسپنې اړوند غربي چارواکو په هکله یې ښه فکر نه درلود.  نوموړي په اند، یا چارواکي خورا زیاتې پیسې لري خو د پوهې له ستر کمښت سره مخ دي. یوه ورځ غني د نړیوالو مرستو لپاره د امریکا د ادارې چارواکو یوه غونډه په بې کفایتۍ تورنه  کړه .غني تر ټولو مخکې پر دې پوهېده،  چې بهرني سرسامه مرسته یوازې بهرني قراردادیان شتمنوي او حکومتي چارواکي فساد ته هڅوي.د هغه مهال د ښاري پراختیا وزیر حنیف اتمر سره په ګډه، غني د ملي پخلاینې پروګرام رامنځته کړ چې له مخې یې د ۲۰۰۰۰ـ۶۰۰۰۰ ډالرو تر منځ پیسې هر افغان کلي ته ځانګړې کړې وې. د یادې پروژې تمویل د نړیوال بانک له لورې کیده . د همدې پروګرامونو له مخې د افغانستان د کلیو او بانډو اوسیدونکي اړ و چې د ښځو او سړیو شوراګانې رامنځته کړي او د خپلو اړتیاو له مخې پرمختیایي پروژې وټاکي. د ملي پخلاینې پروګرام د افغانستان خورا بریالیو او پروګرامونو له جملې څخه و. د یو ښوونځي د ودانولو لګښت د USAID له لورې د ورته پروژې د تمویل د شپږمې برخې سره برابر و. Paul O’Brien د غني سلاکار و، نوموړي ویل، غني پردې پوهېده،  چې د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم شی د کورنیو ادارو پیاوړتیا ده تر څو وکولای شي د بهرنیو مرستو په ګډون ټولې چارې سمبال کړي. غني نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د نړیوالو له لورې افغان ادارو ته د مرستو او اجندا د کنترول ورکولو په برخه کې حساب ورکولو ته تیار دی، نړیوالو ورسره و نه منله. د غني د سلاکار په وینا بهرنیو بسپنه ورکونکو له ځان سره د پرمختګ او قراردادونو ټول پروګرامونه راوړي و.
د افغاني چینلونو له لارې محلي اوسیدونکو ته د پیسو استولو په ځای مرسته ورکونو دا غوره چې د امریکا پرمختیایي اداره USAID د چینل په توګه وکاروي او په مټ یې سترو نړیوالو شرکتونو ته قراردادونه ورکړي. همدې شرکتونو به په دویم لاسي قراردادیانو پروژې پلورلې او شخصي امنیتي شرکتونه به یې په کرایه نیول، دواړو د افغانستان په پرمختګ کې اوږدمهاله موخې نه درلودې. په 2005 کې د ناکامه هېوادونو تر عنوان لاندې یوې وینا کې غني د نړیوالې ټولنې یاد پروګرامونه په کلکه وغندل. غني زیاته کړه چې د یادو پرګرامونو له لارې لسګونه میلیارد ډالر د هغه کسانو له لورې د ظرفیتونو په پرمختګ مصرفیږی چې د مثبت فکر کولو جوګه نه دي خو د ورځې تر پنځلس سوه ډالرو تنخوا اخلي.
د ځينې اټکلونو له مخې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو په لړ کې د هر ډالر یوازې شلمه برخه خلکو ته رسېدلې او پاتې نور یې بېځایه مصرف شوي چې په دې برخه کې متحده ایالاتو مخکښ رول درلود. په 2002 غني د کرزي له لورې د مالیې وزیر شو. د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه د شخصي ځواک لپاره تر ټولو غوره وزارتونه و خو غني ددې پر ځای د مالیې وزارت غوره کړ او شل ساعته کار یې کاوه، خپلو کارکونکو سره به یې د سهار په اووه بجو د وزارت په ویجاړو شویو خونو کې ناستې درلودې. نوموړي په مالیې وزارت کې د فساد ضد اقدامات پیل کړل او د عوایدو  ټولولو مرکزي اداره او نوې سکه یې رامنځته کړه. هغه خپلو کارکونکو ته وویل چې په دولت کې دننه د ځمکې او مخدره توکو د قاچاق د مافیا په ضد راپورته شي. نوموړي زیاته کړه: موږ باید یادې مافیا ته کلک ګزار ورکړو، چې  په سیستم کې دننه د نیتورک جوړولو توان پيدا نه کړي. دا د طالبانو له رژیم وروسته د افغانستان لپاره تر ټولو ښه فرصت و، په همدې دوره کې غني د افغان حکومت تر ټولو اغېزمن چارواکی و. د غني د سلاکار جیلاني پوپل په وینا د کرزي په دوره کې د غني له لورې د مالیې وزارت چارې پر مخ وړل د کرزي د واکمنۍ طلایي دوره وه. د نوموړي په وینا، کرزی د خلکو سړی و، هڅه یې کوله چې د افغان ټولنې بشپړتیا او یووالی تامین کړي خو غني هغه مهال د افغانستان نااعلان شوی لومړی وزیر او د اصلاحاتو مهمه مرجع وه. 
پاتې په بله برخه کې ...