
زما د تورو وینو ډک زړګیه
پرهر پرهر د غمو ډک زړګیه
ولې د مینه دومره سخته ښکاري
ای د غماز په وینو رنګ زړګیه
په تا د چا له خوا جادو شوی دی
که یا په خپله یې په جنګ زړګیه
تا به زما په اوښکه جنګ جوړوه
اوس په غمو که شوې بند زړګیه
اول خو داسې راته نه ښکاریدې
اوس کړې وختونو را بدل زړګیه
زه <بازمحمد> ملنګ به څه ووایم
غم د لاهو شه په سمندر زړګیه
بازمحمد منګل