په خوب کې سپي، د ورځې پاکستاني پوليس:

 
محمدانور(آڅړ)
۱۰/۴/۱۳۹۵ه،ش
 
د هغو افغان مهاجرو سره د خواخوږۍ په تړاؤ چې په پاکستان کې اوسیږي او نن سبا د پاکستان د صوبه یي حکومت لخوا په جېلونه کې اچول شوي دي:
د ځینو کورنیو ناروغیو له کبله اړ شوم چې پېښور ته ولاړ شم، د لومړي ځل لپاره مو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه ویزې ترلاسه کړې، سره له دې چې یو ډول ناهیلي او کمزوري مې احساسوله، لکه سړی چې په خپل کور کې بې واکه او اړ وي، خو بیا هم ځان ته مې ډاینه ورکوله چې، خېر دی لاهور ته به ولاړ شم د تجارتي توکو معلومات به هم واخلم.
 وړاندې له هغې چې له کابل څخه روان شو، د شپې مې خوب ولید چې څو ځایه له سپیو سره مخ کیږو، لومړی سپی په یو لوړ ځای کې ولاړ وي او راغاپي، لږ وروسته دوه سپي د لارې په منځ کې ولاړ وي داسې غاپي چې نږدې وي ومې خوري، سهار وختي چې له خوب څخه راویښ شوم، د خوب په تعبیر باندې پوه شوم، چې پېښورته په سفر کې به خامخا مشکلات وي، لنډه دا چې کله له تورخم څخه تېر شوو، د خېبر لوی سړک تړلی ؤ، نو د شالیمار په هغه سړک ولاړو چې انګریزانو جوړ کړی دی، د همدغو لوړو غرونو پر سر باندې یو تن پاکستاني تش په نوم پښتون، نیمه پوځي عسکر، د تلاشۍ لپاره ولاړ ؤ، زموږ موټر ودرید، عسکر پوښتنه وکړه: پاسپورټونه لری؟.
 موږ خپل پاسپورټونه ورښکاره کړل، عسکر وویل: د زنانه پاسپورټ لري؟.
 ما وویل: کومې ښځې پاسپورټ اخیستی دی چې له موږ څخه پاسپورټ غواړې، په تورخم کې یې هم پوښتنه ونه کړه.
 زموږ د موټر ډریور چې یو هوښیار، مروت پښتون ؤ، هغه ته وویل: ستا ښځه پاسپورټ لري؟ چې له دوی څخه پاسپورټ غوړې او پښتون هم یې.
ما وویل: یاره ته خو دې پښتون نه وی.
 عسکر وویل: ډېرې خبرې مه کوه پښتو مښتو نه شته پېسې رانیسه پېسې. ډریور غږ وکړ: ورکه یو پنځوسی، هغه ؤ چې پنځوسې ماتې نه وی سل کلدارې مې ورکړې.
څو ساعته وروسته د پېښور ښار ته ورسیدو، د پېښور په یو تنګه کوڅه کې دوه پولیس ولاړ وو، موټر یې ودرولو او د اسنادو پوښتنه یې وکړه پاسپورټونه مو ورکړل ویې ویل: د سپېشل برانچ(د استخیارتو، ځانګړي څانګه) پارچې لرې؟.
 موږ وویل: اوس چې پېښورته راورسیدو دا پارچې به واخلو، زموږ سره ناروغان دي، پولیس چې پوه شول چې نوموړي پارچې نه لري نو ښه پلمه ورته پیدا شوه نو پلټنه یې پېل کړه، زما په جېب کې چې لږې روپۍ وې له هغو څخه یې(۱۰۰۰) کلدارې واخیستې، ویې ویل: ځئ هر چېرې ځئ ولاړ شې، ډریور ډېرې زارۍ خوارۍ وکړې، خو څه ځای یې ونه نیو،  ډریور ته مې وویل: پرېږده استاذه راځه چې ځو، په موټړ کې کښیناستو او خپل خوب مې ډریو او یو بل سپین ږیری چې د موتړ په مخکنۍ چوکۍ کې ناست ؤ، وویلو، او د خپل خوب تعبیر مې داسې ورته وکړ: لومړی سپی چې پر لوړ ځای ولاړ ؤ، هغه نیمه پوځي عسکر دی، چې د غره پر سر باندې یې له موږ څخه سل روپۍ واخیستې او دوه سپي همدغه دوه پولیس وو، چې اوس یې زر روپۍ واخستلې، زما دې خوب ته ډریور او سپین ږیری حیران شول او پولیسو پسې یې سپکې سپورې وویلې.
په پېښور کې مو دوه ورځې تېرې کړې کله مو چې کار پای ته ورسید، په وروستۍ شپه مې بیا داسې یو خوب ولید چې، دوه توررنګه سپې، چې په اوبو باندې لانده او، اوبه ترې څاڅي د لوی سړک پر سر ولاړ دي موږ ته راغاپي او نه مو پرېږدي چې وړاندې ولاړ شو، په پای کې زموږ له درو کسانو له جملې څخه یو یې دواړو سپیو ته وچه ډوډۍ وغورځوي، کله چې ډوډۍ په هوا کې وي لا سپیو ته نه وي ورسیدلي، یو سپی ټوپ کړي، په هوا کې هغه ډوډۍ ونیسي او بیا لاره پرېږدي.
د شپې وختي د چرګ په آذان باندې له خوبه ویښ شوم او خپل خوب مې له ځان سره تکرار کړ، پوه شوم چې بیا به له پولیسو سره په مشکل کې پاتې کیږو، له پېښور څخه مو بیا په څلورکسیزه ټویټا موټر کې چې لا ملا آذان نه ؤ کړی او د پسرلي باران هم اوریده حرکت وکړ، هغه وو چې په یو ځای کې په تیاره کې څو تنه پولیس ولاړ وو، موټړ یې ودراوه او د اسنادو او پلټنې پېل یې وکړ، داسې یې وپلټم چې تا به وې چې ښه لوی جنایت کار یې نیولی دی،(په داسې حال کې چې دوی پخپله جنایتکاران او غله وو) څه چې زما په جېبونو کې وو ټول یې وایستل، او بیرته یې په لاس کې راکړل او ډریور ته یې وویل: ځه حرکت وکړه، دا چې تیاره وه، پوه نه شوم څه وشول، کله چې په موټر کې کېناستو خپل د جیبونو کاغذونه او پېسې مې له نظره تېر کړل، هغه وو چې د تلاشۍ په جریان کې یې درې زره کلدارې غلا کړي وې، د دې لپاره چې زما میرمن او زوی خواشني نه شي، ځان مې غلی کړ او د شپې مې چې دوه تور په اوبه باندې لانده سپې لیدلي وو، دا یې عملي تعبیر ؤ، داسې چې همدا دوه تنه کوتاه الطریق پولیس چې د باران له امله لانده شوي وو په لاره کې یې له ما څخه پېسې غلا کړې.