په ترکيه او هانګ کانګ کې د خنزير د والګې له امله د مړو شمېر په زياتېدو دی

 د ترکيې د عامې روغتيا وزارت خبر ورکوي ، چې په دغه هېواد کې د خنزير د والګې له امله د تلفاتو شمېر نهو تنو ته ورسېد. په ترکيه کې ۱۸۰۰ کسان د خنزير پر والګې اخته دي .
په هانګ کانګ کې هم د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد. داسې اټکل کيږي چې د ژمي په موسم کې به په هانګ کانګ او چين کې د خنزير د والګې ناروغان زيات شي. همدا اوس په چين کې ۴۰ زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته دي.