د اسرائیلو خدای یهوه په ټکه(تندر)، بړبوکۍ، بریښنا، زلزله، ږلۍ، توپان او لوګي کې:

 
محمدانور(آڅړ)
۸/۴/۱۳۹۵ه،ش
 
لکه چې په تېره برخه کې مو ولوستل چې د اسرائیلو ځانګړی خدای یهوه په وریځو کې حرکت کوي او د وریځو په منځ کې اوسیږي، دا ځل به په دې برخه کې ولولئ چې یهوه په  وېروونکي ټکه(تندر)، بړبوکیو(ګردباد)، بریښنا، زلزله، ږلۍ، توپانونو، سیلابونو او لوګيو کې خپل ځواک ښکاره کوي، حرکت په کې کوي، له منځ څخه یې خبرې کوي او د ده له وېرې ځمکه لړزیږي ... او د اسرائیلو په دیني کتابونو کې یهوه د یو لوی وېروونکي او عجیب موجود په شان معرفي شوی دی، داسې ځانګړتیاوې یې ورکړي دي چې له دې څخه څرګندیږي چې نوموړی خدای یو تش په نوم خدای دی او اسرائیلو د آسماني وېروونکو بادو باران، برېښناګانو او تندرونو  څخه خپل خدای جوړ کړی دی.
وروسته له هغې چې داؤد له شائول پاچا څخه وژغورل شو نو داؤد یهوه د یو لوی وېروونکي موجود په شان چې غړي لري معرفي کړ، د اسرائیلو د اشعیا په کتاب او د مزامیر کتاب، چې د داؤد زبور یې هم بولي په دې تړاؤ وایي:
«هغه مهال ځمکې جټکه وکړه او ولړځیده، د غرونو بنسټونه وښوریدل، ځکه چې یهوه په قهر شوی ؤ، د هغه(یهوه) له پوزې څخه لوګي پورته شول او د اور سوځوونکي لمبې یې له خولې څخه ووتې، هغه آسمان سوری کړ او راکوز شو، د پښو لاندې یې تورې وریځې وې، هغه ځان په تیاره کې پټ کړ او له اوبو څخه ډکو تورو وریځو احاطه کړ، د ده ځلیدونکي حضور، تورې وریځې یوې خوا ته کړې، ږلۍ او د اور شغلې رامنځ ته شوې، بیا لوی خدای(!) یهوه له آسمان څخه، ږلۍ او د اور له شغلو څخه لکه د تندر په شان خبرې وکړې، ده د اور په غشو باندې زما دښمنان تار په تار کړل او بیا یې حکم وکړ، د دریاب اوبه شا ته ولاړې او وچه(ځمکه) رامنځ ته شوه، یهوه له آسمان څخه خپل لاس را اوږد کړ او زه یې له ډېرو ژورو اوبو څخه پورته کړم.» (مزامیر: ۱۸/۷- ۱۶)
«د سترګو په رپ کې به قادر او متعال(!) خدای یهوه د ټکې(تندر)، زلزلې، وېروونکی غږ، بړبوکۍ ، توپان او د اور د لمبو سره به ستا مرستې ته در ودانګي.» (اشعیا: ۲۹/۶)
دا شان یهوه د سینا په غره باندې راکوزیږي چې په سترګو نه لیدل کیږي خو ټکه، برېښنا، وریځ، لوګي او اور لیدل کیږي چې ټول غر لاندې کوي او د پخوانیو پوځي برغوګانو(شیپور) په شان د تیارسئ او یا د وېرې غږونه پورته کیږی او د تندر په شان خبرې کوي.
«په دریمه ورځ، ګهیځ د لمر خاته په مهال د ټکې او پړکې (تندر او بریښنا) ډاروونکي غږونه واوریدل شول او توره وریځ د غره پر مخ باندې ولیدل شوه، وروسته یو ډېر لوړ غږ لکه د برغو(شیپور) په شان پورته شو، ټول قوم له وېرې ولړزید، موسَی دوی(اسرائیل) د یهوه خدای سره د ملاقات لپاره له لښکرکوټ څخه بوتلل، ټول د غره په لمن کې ودریدل، د سینا ټول غر لوګي پوښلی ؤ، ځکه چې یهوه خدای په اور کي راکوز شو، له غره څخه لوګي پورته شول او د کورې د لوګي په شان هوا ته پورته کیدل، ټول غر ولړزیده، د برغو غږ هره شیبه لوړیده، هغه وخت موسی د یهوه خدای سره خبرې وکړې او یهوه هم لکه د ټکې(تندر) د غږ په شان ځواب ورکړ، کله چې یهوه د غره پر سر باندې راکوز شو، موسَی یې وغوښت، موسَی هم د غره سر ته پورته شو.» (خروج: ۱۹/ ۱۶-۲۰)
«د بړبوکۍ له منځ څخه یهوه خدای ایوب ته داسې ځواب ورکړ.» (ایوب: ۳۸/۱)
«یهوه زر نه په قهر کیږي خو هېڅکله هم ګناه(کوونکی) بې سزا نه پرېږدي د ده(یهوه) قدرت لوی دی چې(موږ) کولی شو په بړبوکیو، ډاروونکو او سختو توپانونو کې یې وګورو، وریځ د ده د پښو لاندې خاوره ده، یهوه خدای ښه دی او دسختې ورځې او بلا په وخت کې(زموږ) پناه ځای دی، له هغو کسانو څخه چې په ده باندې تکیه کوي ساتنه کوي خو خپل دښمنان د سخت سیلاب په واسطه له منځ وړي او هغوی د مرګ تیارو ته ورلیږي.» (ناحوم:۱/ ۳-۸)
« ... بریښنا یې نړۍ روښانه کوي، ځمکه دا ویني او لړزیږي، غرونه د یهوه خدای د حضور له وېرې؛ ټوله نړۍ د موم په شان اوبه(ذوب) کیږي.» (مزامیر:۹۷/ ۴-۵)
 بله برخه د یهوه د خبرو او غږ په اړه ده.