
نويده خوشبو
که څه هم د ټاکنو د سمون پر سر د ملي وحدت حکومت له پېله تر اوسمهاله ډېر بحثونه،ژمنې او شعارونه ورکړي او د ټاکنيز نظام اصلاح د دې حکومت لومړي توب بلل شوى و، خو د دوو کلونو له تېرېدو سره اوس هم دا ستونزه په خپل ځاى ده.
د ټاکنيز سمون په اړه د ولسمشر فرمان يو کال وړاندې چمتو شوى دى، خو د ولسي جرګې لخوا د رايو په اکثريت سره دوه ځل رد شو.
حکومتي مشرانو ژمنه کړې وه چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو او ګډوډيو د مخنيوي په موخه او د شفافو ټاکنو د تر سره کولو لپاره په ټاکنيز نظام کې سمون او بدلون راوستلو ته ژمن دي، خو د ولسمشر د تقنني فرمانونو له جزياتو او د ولسي جرګې د ادعا له مخې، د سمون دا قانون هم د اوسني حکومتي چوکاټ په څېر په دوو برخو وېشل شوى دى،چې په خپله په راتلونکو ټاکنو کې د لاس وهنې زمينه برابروي.
که چېرته حکومت په جديت او قاطعيت سره پهلومړي سر کې هڅې پېل او عمل کړى واى،نن به په دې برخه کې له ډېرو پرمختګونو سره مخ واىولسي جرګه ولې د ټاکنو تقنني فرمان ردوي،خو سرپرستانو ته رايه ورکړي؟څو ځلې رد شوى نوماند وزير اعتماد خپلوي؟په دې خو هره ورځ د ولسي جرګې غړى بشر دوست غږيږي،اوپرون د ولسي جرګې مشر هم اعتراف وکړ. په دې برخه کې د نړېوالو او کورنيو ناظرينو حضور هم جوت نه دى، خو د سمون د دې بهير له پېله شکونه او بې باورۍ موجودې دي.
اخوا د وزيرانو شورا په پرونۍ ناسته کې اجرايه رييس د دې بهير په ګړنديتوب ټينګار وکړاو يادونه يې وکړه چې د ټاکنيز نظام سمون د دوو برخو نه د ټول هيواد په ګټه دى، او دا اصلاحات به رڼې ټاکنې ترسره کړي. د عبدالله په وينا د دې سمون څخه تېښته نده پکار او دا اصلاح د هيواد اړتيا ده.
نن به په دې اړه د مشرانو جرګې پرېکړه مالومه شي، خو په ټاکنيز نظام کې د ريښتيني سمون لپاره د حکومت ژمنتيا څه ډول ثابتېدلى شي، دا اصلاحات به څومره وځنډيږي؟آيا ولسمشرې ټاکنې به هم د ولسي جرګې ټاکنو په څېر د دې قانون د نشتوالي له امله اغېزمن شي؟
ځواب ته اړتيا لري!