
ژوندون په مـیږتون دی د پښتون هسې ژوندون
نـیــم شوی په لـړمون دی دبیلتون هسې ژوندون
آرمان زمـونږ مظلـوم دی لاس مو یو تربله لنډ دي
د شاپه لورې تـلـون دی زمونږتلـون هسې ژوندون...
مـونـږ غـږ د پـسـرلــیـو د ګـونـا پــه نـامــه اورو
ګلـبـڼ اغـزو نیـولی زمونږ شتون هسې ژوندون
کیـسه د خـپلـواکۍ د ګلســتان څـه شوه ملګـرو
د ګل خـدمـت الحاد شـولو ملعون هسې ژوندون
پوښـتـنه د ښکــلا د وطن بـڼ به څــوک کوي ؟
بـدلـون سره بلـد نـه شو پښـتون هسې ژونـدون
غـیرت يي خـدـمتګاره د بالـښت له لانـدې ایـښی
پښتون يي په سرناست لکه مظنون هسې ژوندون
محمدیوسف خدمتګار مزدورزی