په وینو کې غرق ولس او د اجرایوي رییس درد

 
حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وايي چې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، يوه حتمي چاره ده او د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره د قانوني حل لارې موندلو بحثونه دوام لري. نوموړي پرون د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل چې د ټاکنيزو اصلاحاتو نه بايد تېښته ونه شي؛ ځکه چې ټاکنيز اصلاحات له خلکو سره د حکومت له بنسټيزو ژمنو ګڼل کېږي. نوموړي تر دې وړاندې هم بیا بیا پر ټاکنیزو اصلاحاتو ټینګار کړی و.
ډاکټر عبدالله په داسې حال کې پر ټاکنیزو اصلاحاتو ټینګار کوي چې افغانستان له سختې نا امنۍ سره مخ دی. په ننګرهار کې داعش بې ساری وحشت کړی او د حکومت حالت ورځ تر بلې خرابېږي. په داسې حالت کې تمه وي چې د حکومت د مشرانو خبرې او کار د نا امنیو او وحشتونو د مخنیوي لپاره وي. د دوی او خلکو درد او غم باید شریک وي. خو ډاکټر عبدالله د خلکو له دردونو او غمونو لرې اوس هم د ټاکنیزو بدلونونو په فکر کې دی. نوموړی په دې هڅو سره له یوه اړخه غواړي له ټاکنیزو کمېسیونونو غچ واخلي او له بله اړخه واک ته د رسېدو لپاره له وړاندې تیاری ولري. خلک له وحشت سره مخ دي، ماشومان په برچو وهل کېږي، ښځې، سپین ږیري او نور بې ګناه وګړي د داعش له وحشت سره مخ دي. اقتصادي حالت خراب دی، بې کاري زیاته شوې او هر څه مخ پر ځوړ روان دي، خو د ډاکټر عبدالله درد اوس هم د ټاکنو درد دی.
ټاکنیز اصلاحات هم مهم دي، خو ټاکنیز اصلاحات هغه څه نه دي چې ډاکټر عبدالله او دده ملګري یې غواړي. د ټاکنیزو اصلاحاتو موضوع اوس په عامه ذهنیت کې خپله واقعی معنی نه لري، اوس چې کله خلک د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاو بحث اوري، نو معنی یې دا وي چې د ټاکنو کمېسیونونه به د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ وېشل کیږي او خلک اوس د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د وېش ترمنځ توپیر نه کوي. لومړی خو خپله ددغه بحث انګېزه داسې ده چې همدا معنی رسوي، ځکه اجرایوي رییس فکر کوي چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ولسمشر پلویان دي او پر همدې اساس نوموړی ولسمشر نه شو، نو ځکه باید هلته بدلون راشي او د نوموړي کسان هم باید په کمېسیونونو کې حضور ولري. اجرایوي رییس او پلویانو یې دا خبره بیا بیا کړې ده، نو ځکه د خلکو په ذهنونو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو اصطلاح خپل مفهوم بایللی دی. له انګېزې ور هاخوا د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د جوړېدو پر سر اوږدو ناندریو، اختلافاتو او ځنډ دا خبره لا زیاته روښانه کړه، چې موضوع د اصلاحاتو نه، بلکې پر ټاکنیزو کمېسیونونو د نفوذ د ساتلو هڅه ده. ډاکټر عبدالله او ملګري یې باید پوه شي چې لومړی دا د افغانانو لپاره دومره ستره او مهمه موضوع نه ده، ځکه هغوی باید لومړی له وحشت څخه خلاص شي او ژوندي پاتې شي، بیا به د ټاکنو بحث کیږي. له بله اړخه ولسي جرګې په دې اړه د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه رد کړل او په دې سره یې د اصلاحاتو په نوم د ټاکنیزو کمیسیونونو د ویشلو مخه ونیوله.
پر همدې بنسټ زموږ چارواکو ته په کار ده چې درد او غم یې له ولس سره شریک وي. که نه همدا حالت د یوه حکومت د تباهۍ لپاره بسنه کوي چې خلک یې په وینو کې غرق وي او حکومتي مشران یې د څوکۍ په غم کې وي.
 
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه