
محمدانور (آڅړ)
د چنګاش ۷/۱۳۹۵ه،ش
اسلامي امُت ته د داعش ډلې شر او فساد، د یهودو، عیسویانو، مجوسو، هندوانو، دهریانو او نورو هر ډول حربي کفارو څخه ډېر لوی دی، بلکه د دجال له شر او زیان څخه هم زیات دی، چې په اخره زمانه کې ظهور کوي، داسې چې د دجال د لارویانو د فتنې وخت څلویښت ورځې دی، خو د داعشیانو فتنه په کلونو اوږده شوه او لا پسې روانه ده.
کله چې د داعش ډله په عراق کې راښکاره شوه او د بې ګناه خلکو، په ځانګړي توګه د یزیدیانو پر وړاندې یې ناوړه کړنې تر سره کړې نو د نوموړي ډلې په اړه مو د دې سرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله: (که د عراق یزیدیه ډله د شیطان لمانځنه کوي، نو د داعش ډله د شیطان کړنې تر سره کوي) او وړاندوینه مو کړه چې د دوي د ناوړو کړنو له امله به ټوله نړۍ د دوی پرخلاف راپورته شي او سخت زیانونه به وویني چې همداسې وشول.
د (داعش) ډله چې د عراق او شام اسلامي دولت نوم یې غوره کړی ؤ چې وروسته په دولت اسلامي واوښت او مشري یې د ابوبکربغدادي پر غاړه ده، د امریکا د متحده ایالاتو د سي، ای، اې، پخواني کارکوونکي (اډوارډ اسنوډن) د نوموړي ډلې د مشر ابوبکربغدادي په اړه معلومات خپاره کړي وایي: ابوبکربغدادي د امریکا، انګلستان او د اسرایلو لخوا استخدام شوی کس دی، د اسرایلو د استخباراتي سازمان(موساد) لخوا نظامي زدکړې ورکړل شوي دي او د یوه کال په موده کې یې د نظامي زدکړو تر څنګ د الهیاتو او د بیان زدکړې هم ترسره کړي دي. BBC. Pashto.com
د ښاغلي اسنوډن د څرګندونو په اړه باید ووایو چې د داعش ډله چې هر څوک وي، وي به، خو د دغې ډلې ټول ترورستي اعمال، کټ مټ د پخوانیو خوارجو؛ قرمطیانو او ننیو اسرائیلي صهیونستانو په شان دي، چې د فلسطین د مظلومو مسلمانانو پر وړاندې یې ترسره کوي(*).
په لومړیو کې په عراق کې مختلفې ډلې ټپلې د خارجیانو او د امریکایانو له لاسپوڅي حکومت، نوري المالکي سره په جګړو بوختې وې، که څه هم د دوی اهداف مشروع او عادلانه وو، خو جګړې یې عادلانه نه وې، په جګړو کې یې ملکي خلک وژل او د اسلامي احکامو او د بشر حقونو سره سمې جګړې یې ترسره نه کړي، وجه دا وه چې په یادو ډلو کې ډېری کسان د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسېن د پوځ، غچ اخیستونکي کسان وو، صدام حسېن او د ده ګوند او پوځ غېر مذهبي(سکولار) کړنلاره درلودله خو پر عراق باندې د امریکایان او متحدینو له لومړي برید څخه وروسته یې اسلامي کړنلارې ته مخه کړه ترڅو وکولی شي له دې لارې څخه د غربیانو پر وړاندې خلک مخالفتونو ته وهڅوي، سره له دې چې پخوا د صدام حسېن پوځیانو له اسلامي ګروهې سره واټن درلود او د اسلامي جګړو پر پلي کولو باندې نه پوهیدل نو له دې کبله یې د اسلامي جهاد پر نوم داسې غېر اسلامي او غېر انساني جګړې پېل کړې، چې د اسلام نوم يې د غېر مسلمانانو پروړاندې بد کړ، لکه چې وایي: (نیم ملا دشمن ایمان، نیم طبیب دشمن جان)
په پای کې د دغو ډلو ټپلو جګړې د دې سبب شوی چې د وخت په تېریدو سره یې له دوی څخه ترهګر جوړ کړل، لکه چې موږ وینو چې د تاریخ په اوږدو کې ډېر نېک انسانان، د ډېرو وینو تویولو له امله وحشي او یا نیمه وحشي شوي دي، تر دې چې انسانانو د انسانانو غوښې خوړلي او د انسانانو د وینو تویول یې د ثواب کار بللی دی او د خپلو ډېرو ترورستي کړنو له امله یې زړونه تیږه شوي او زنګ وهلي دي، خپلې ترورستيکړنې ښې ورته ښکاري او شیطان دوی ته د دوی ناوړه اعمال ښایسته کړي دي، چې دا ډول خلکو په اړه قرآن عظیم وایي:
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٨٣:١٤]
ژباړه: هېڅکله نه، بلکې حقیقت دا دی چې د دې خلکو زړونه د دوی د بدو عملونو[له امله] زنګ وهلي دي.[سورت، مطففین، ۱۴ آیت]
إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى ۙ الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَىٰ لَهُمْ ﴿٤٧: ٢٥﴾
ژباړه: حقیقت دا دی چې کوم کسان د هدایت له روښانه کیدو څخه وروسته له هغه نه په شا وګرځیدل د هغو لپاره شیطان دغه کړنلاره ښایسته کړي ده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغو لپاره اوږده کړي ده(**).(محمد: ۲۵)
د دغې ډلي خبرې او کړنې سره توپیر لري، ابوبکربغدادي(د مسلمانانو خلیفه!) داسې ترورستي کړنې ترسره کړې چې د نړۍ ټول مسلمانان پرې شرمیږي، په هر ځای کې چې خپل مخالفین ویني بې پوښتنې یې وژني عیسویان، یزیدیان، شیعه ګان، حتی د دوی مخالف سُنیان، په ډول ډول وحشي توګه وژني، ژوندي انسانان په تیزابو کې اچوي؛ لاس تړلي اسیران په اوبو کې ډوبوي او په ډله اییزه توګه ملکي اسیران وژني او بیا یې مړي دریابونو او دښتو کې غورځوي، ښځې یې له ځانونو سره بیایې او په بازارنو کې یې خرڅوي.
د شرک د له منځه وړلو په پلمه، لرغوني ودانۍ په بمونو الوزوی، تر دې چې د عراق د نینوا په لرغوني ښار کې یې د خدای پېغمبر یونس (ع) د مبارک زیارت وداني په بمونو والوزوله.
د افغانستان په ننګرهار کې عام ملکي او بې دفاع خلک، سپین ږیري او ځوانان لاس تړلي په ځمکه کې په ښخ شویو بمونو باندې کښېنوي او بیا چاودنې ورکوي؛ د یوې ورځې زیږیدلي ماشومان دوځایه څېرې کوي او لویه ناوړه خبره خو دا ده چې دا بله ورځ په جګړه کې داعشیانو د روژې په مبارکه میاشت کې د کوټ ولسوالۍ په یو کلي کې له یو ماشوم څخه د اوبو غوښتنه وکړه، کله چې ماشوم داعشیانو ته د څښلو اوبه ورکړې نو وروسته جنایتکارانو هغه ماشوم په چاړه ووهلو او شهید شو!!! او د خلکو د سرونو غوڅول خو د دوی ورځنی کسب او کار دی، په ننګرهار کې د داعشیانو ډېری کسان د اورکزیو له قوم څخه دې چې ټول بې سواده او نادان خلک دي مشر یې حافظ سعید دی چې یوازې یې قرآن حفظ کړی دی خو د قرآن په مانا نه پوهيږې نوموړي ډله په دې ورستیو کې د پاکستان پوځ د شېطاني ادارې ای- اس- ای، لخوا تجهیز شوي ده او په نویو جګړو باندې یې پېل کړی دی.
له دې امله چې داعشیان له اسلامي شریعت څخه بې خبره دي نوموړي ترورستي ډله د شیطان پر لار روانه او له شیطان څخه هم وړاندې درومي، دا ډول کړنو ته د اسلام مقدس دین په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي او په کلکه یې تحریموي.
د داعش ډله فکر کوي چې د اسلام د دین او د مسلمه اُمت د ګټو لپاره خدمت کوي او په ښو کارونو لګیا دي، په داسې حال کې چې د نوموړي ډلې کړنې یوازې او یوازې د اسلام د بدنامۍ لپاره ترسره کیږي نه د خدای او د خپلو خلکو لپاره، دغه ډله د خپل نفس او خپلې خوښې پر بنسټ عمل کوي، لکه چې قرآن عظیم فرمایي:
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا.
ژباړه: ای محمده(ص)! ووایه دوی ته، ایا موږ تاسې ته وښیو چې په خپلو عملونو کې تر ټولو زیات ناکام او نامراده خلک څوک دي؟
هغه چې په دنیاوي ژوندانه کې یې هلې ځلې له سمې لارې منحرفې شوي او انګیرلي یې ده چې د هغو ټول کړه وړه ښه دي، (دوی ګمان کوي چې ښه کار کوي).
سورت، کهف،۱۰۳، ۱۰۴]
أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُم ﴿٤٧: ١٤﴾
ژباړه: ښه نو داسې کیدی شي چې څوک د خپل رب له لوري په روښانه او څرګنده هدایت باندې وي، هغه دې د هغو خلکو په څېر شي چې د هغو لپاره د هغو بد عمل ښایسته کړی شوی دی او هغوی د خپلو نفسي غوښتنو پېروان ګرځیدلي دي.
اوس به په دې خبرې وکړو چې داعشیان چې د پیغمبرانو زیارتونه ورانوي که دوی ته د مکې ښار لاس ته ورشي نو د پخوانیو قرمطیانو په شان به کعبه شریفه هم ورانه کړي، داسې چې د داعشیانو او قرمطیانو د کړنو ترمنځ هېڅ توپیر نشته، د قرمطيانو يو مشر سليمان بن حسن بن بهرام مشهور په بن طاهرپه کال(٣١١،ه) کې پورته شو، نوموړى چې د قرمطيانو له ټولو مشرانو څخه ډېر بدعمله او(ترهګر) مشر ؤ، ده په کال(٣١٧،ه) کې د حاجيانو پر کاروانونو باندې بريدونه وکړل چې له هغوى څخه يې ډېر حاجيان ووژل او وروسته له هغې څخه مکې ته ننوتل، هر څوک چې د طواف په حال کې وو تر درو زرو کسانو پورې يې ووژل، (۷۰۰) پيغلې جلکۍ يې له ځان سره بوتلې، د کعبې شريفې پردې يې وشکولې او هغه يې يوړې، د زمزم کوهي ته يې مړي وروغوځول، حجرالاسود يې له ځانه سره بحرين او له هغه ځايه يې کوفې ته یوړه.
د داعش په شان، د قرمطیانو نور ويرونکي او ترهګر کارونه دا وو چې هغه حاجيان چې له مکې څخه خپلو سيمو ته د ستنيدو په حال کې وو ولوټل او حاجيان يې په ټپي حالت کې په دښتو کې لمر ته وغورځول تر هغې چې مړه شول.
قرمطيانو د عباسي خليفه مقتدر په دوران (٢٩٥-٣٢٠،ه) کې تر شپږو ورځو پورې د کوفې ښار نيولى ؤ چې په دې موده کې يې هر څه مباح کړل.
د قرمطیانو پورته ذکر شوي ترهګریزې کړنې چې د اسلام په تاريخ کې سارى نه لري، ښاغلي مانع بن حماد جهني په لږ توپیر سره په دې ډول یاد کړي دي: سلمان بن حسن په کال(٣١٩،ه) کې پر مکه باندې يرغل وکړ، حاجيان يې ووژل، د زمزم کوهى يې وران او خراب کړ، د کعبې شريفې په کوټه کې يې مړي وغورځول او هغه يې له مړيو ډکه کړه، د کعبې لباس يې وکښلو اوهم يې د بيت الله دروازه وايستله، د حجرالاسود تيږه يې له ځانه سره واخستله او احساء ته يې يوړه او تر شلو کالو پورې ورسره وه. (شناخت اديان و مذاهب معاصر ص ٤٤٦)
په پای کې ټولو نړیوالو ته په کار ده چې د دغې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو په اړه سره یو شي په افغانستان او پښتونخوا کې په ځانګړي توګه طالبان باید چې د داعشیانو د له منځه وړلو لپاره افغان پوځ ته د مرستې لاسونه ورکړي او وروسته له هغې چې داعش ډله له منځه یوسي لومړۍ دې له حکومت سره سوله وکړي او که سوله نه کوي نو بیا دې خپلو جګړو ته دوام ورکړي، خو د نوموړي جنایتکارې ډلې پر وړاندې دې سره متحد شي او که د دا ډول خلکو پر وړاندې په ګډه سره دفاع ونه کړي، نو د داعش فتنه به پراخه شي او د الله تعالَی عبادت ځایونه به وران شي... .
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ [٢٢:٤٠]
ژباړه: دا هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه وویستل شول یوازې په دې جرم چې هغوی وایي، زموږ رب الله دی، که الله خلک یو د بل په وسیله دفع نه کړي نو خانقاګانې، کلیساګانې، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغو کې د الله نوم ډېر زیات اخیستل کیږي، ټول به ونړول شي، الله به ارومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته وکړي، الله ډېر زورور او برلاسی دی. (حج، ۴۰)
--------------------------------------------------------------------------------------
(*)دا چې داعش ډلې تر نن ورځې پورې د اسرائیلو پر وړاندې هېڅ ډول جګړه ونه کړه او یوازې د اسلامي امُت پر وړاندې جګړې کوي، له دې څخه ښکارې چې د اسرائیلو سره خواخوږي لري او په منځ کې څه راز شتون لري.
(**) د نحل سورت، ۶۳، آیت؛ د عنکبوت سورت، ۳۸ آیت؛ او د انفال سورت، ۴۸ آیت د اړونده موضوع په اړه دي.