خره او زموږ ستونزې

نجيب زاخېلوال
 
دا خو زموږ عادت دی چې خبرې زياتې کوو او کار کم، لاپې زياتې کوو او عمل کم، فخر په بابا کوو غيرت کم،
چې دا حال يوازې د عوامو نه بلکې شکرالحمدالله زموږ د حکومتي چارواکو  هم دی، چې د هرې خبرې د پاره لوی، لوی سمينارونه، غونډې او ورکشاپونه  په لويو، لويو هوټلونو کې جوړه وي.. او بې د لاپو شاپو پکې نور څه نه وي.
يوه ورځ  زما يو دوست ته بلنليک راغلی وو چې په فلانې هوټل کې د ښوونې او روزنې وزارت له خوا د لويانو د زده کړې تر عنوان لاندې غونډه ده، زما دغه دوست ښه ژبه او قلم لري. په سيمينار کې چې ورته د خبرو وخت ورغلی وو ، نو په دريځ يې خپلې خبرې  داسې کړې وې: چې زموږ پدې دردېدلي وطن کې ډيری مسايل شته  دي چې د هغوۍ حل په هو يا نه کې دی.... د بېلګې په ډول د لويانو د زده کړې اړتيا شته؟
پدې باندې د سيمينارونو د جوړولو او ددومره لګښتونو څه اړتيا ده! بس زما ځواب هو دی او دا کار دی وشي، خبره خلاصه شوه.
پدې سره د پوهنې وزارت ټول کارکونکي دومره بړوس او خپه وو چې مه يې کوه پوښتنه!
يو خو لا پکې دا هم ويل چې نوموړی د سيمينار په ګټه څه خبر دي!
بل پکي وويل چې: اي کي را دعوت کده و باز کی اجازه به ګپ زدن داده!
په افغانستان کې د لويانو د زده کړې پروګرام په ۲۰۰۲ز کال کې پيل شو چې د BBC راډيو ورته ځانګړي پروګرامونه پيل کړل او له دې سربېره د اين، جوګانو غوا لنګه شوه او په  هره سيمه کې يې د لويانو تش په نامه ښوونځي جوړکړل او ددې کار لپاره پينځه کلن پروګرام جوړ شو.
ما فکر کاوه چې وروسته د پينځو کالو به بېسواده په ټکټ هم پيدا نشي او که خدای کول نو اتيا کلن به هم ميرزا شي هاغه مهال  ماشاالله د پوهنې وزير (ستر استاذ) قانوني وو!!!
چې دغه استاذ دا مهال د پارلمان ستر ..... دی او په هره سمه او د ملت په ګټه خبره دومره هنګيږي چې................!
خو زما د دوست خبره سمه وه غونډې شته خو د کار څرک نه لګيږي، هماغه زوړ ملا او زړې تراويح !ما هم د خپل دوست په څېر د ځان سره پتيلې وه که ما ته چا د افغانستان د روانو چارو په بلنه راکړه نو په دوه ټکو کې به ووايم چې د افغانستان د بدبختۍ اصلي لامل څه او څوک  دي؟
هسې خو ډير درون او محترم مشر شپون صيب اوباما ته د حل ټکي ښودلي وو (   www.taand.com وګورئ! )  خو تر اوسه ناست يم چا مې پاڼه وانړوله او نه چا دعوت راکړ، خو په هر حال زه خپلې خبرې دلته ليکم.
موږ د خرو سره زياته مينه کوو، دغه زياته مينه ددې لامل شوې چې خره پسې لا خره شوي دي، موږ هغه خرو ته هيڅ نه وايو چې هيڅ کار نشي کولی او هسې يې ځای نيولی دی او نه ورته د خره بچي ويلی شو ځکه پدې سره ددوی حيثت ته تاوان رسي ځکه  دوی د کوټيتوب له مرحلې ځان وتلی بولي خير که اهل کار نه دي.... همدا علت دی چې د خرو سره د زياتې مينې له امله مو  هيواد د يو لړ زياتو ستونزو سره مخ دی دا د خرو خوښه ده چې څه کوي، بس نو د خرمستۍ له امله خو به ټول کارونه ځکه په ټپه ولاړ وي.
زه يو ورځ باسول ته تلی وم هلته مې د يو دوست کره شپه وه، نو سهار د هغه زوی ښوونځي ته لاړه لږه شېبه وروسته بېرته راغی، پلار يې ترېنه وپوښتل چې ولې؟
ځوی بېجاره يې ورته پړينګ په ژاړه شو: پلار جانه! بېګاه د شپې خره مکتب ته ننوتي دي او ټول مکتب يې ماسېره کړی دی، خدمتګارانو کوشش وکړ چې خره وباسي مګر خره نه وځي او مکتب يې تر ولکې لاندې کړی دی.
د نړۍ په هر ګوټ کې خره پيدا کيږي خو ځيني هېوادونه بيا داسې دي چې هلته د خرو سره مينه نه کيږي لکه چين .
په چين کې چې کوم خر، خرمستي وکړي نو بيا يې سر د قصاب په درينګه وي او ترېنه مزېداره شوروا جوړه وي.
نو په افغانستان کې خو خرو ته  پوره  مصًونيت‎ دی که دوی پدې پوه شي چې د چين د خلکو غوندې ورسره چال چلند کيږي، نو د خرمستۍ پر ځای به په أرام خپل ژوند وکړي او بيا د واک او قبضو خوبونه له پامه لري کړي.
دا چې زه لږ څه وګرځېدم راوګرځېدم نو هاغه د چا خبره سترګې مې وغړېدې په نړې کې تر ټولو سپين سترګي او بې شرمه خره د افغانستان دي چې رنډ شي بيا به يو قدم مخکې وروسته نشي. بې غيرته او بدرنګ خره د اروپا دي چې د سمندر په غاړه پرې ماشومان او ښځې سپرېږي.
نو که په سم او دقيق ډول وګورو نو په ډېرو ادارو خرو قبضه کړې وه او د ډينچو، ډينچو اوازونه راتلل او موږ پرې ځانونه کاڼه کړي وو، دا خو څه ننۍ خبره نه ده چې موږ سوک په سترګو ايښی او ژاړو، چې فلانۍ اداره، بستانۍ اداره ... ځکه خو نن ملک د بې پروايې سزا خوري.
ځکه خر چې اوربشې زياتې خوري او کار نشي کولي يانې کجل وي نو هنګيږي زيات او لغتې زياتې وهي.
نو که غواړو چې ددغه  خرو څخه مو لږ غوږونه په ارام شي نو د د دروند مشر شپون صيب فارمول خو يې لومړۍ لار ده که هغه د حقوق بشر  په بنا نشي عملي کيدای نو بيا د خرو لپاره د هغوۍ د سرګرمۍ په خاطر بېلا بېل کلني او مياشتني پروګرامونه جوړه ول پکار دي، چې پدې سره به دوی د خپل خرتوب له اېنډې واوړي او کنه بيا ورسره د ملا نصرالدين کار پکار دی.