تر ټولو د مخه د شهيد قاسم اروا
ته د دعا لاسونه پورته کوم او ورته سلام کوم. بيا غواړم د دغه ليکنې د مخه يو څه
وليکم.
ريښتيا هم د سپيڅلي
شهيد وينه رنګ راوړي. نن محمد قاسم شهيد شو. ټول افغان ددې ګواه دی چې په زرګونو خلکو په مېړانه د هغه ته
اخري سلام وکړ او د هغه د مخه ښې لپاره ګلونه په لاس
ولاړ وو. دا احساسات دا جوتوي
چې د هېواد شهېد او ملي شهيد څوک دی. څوک سپيڅلی دي او ملت چا ته شهېد
وايي. څوک د خپل اولس د ناموس ساتنه کوي. څوک مجاهد دی.
زما ګېله دا ده، چې
پکستاني رسنيو په هغه ورځ ليکلی وو چې افغان
ويره اچوونکو ( يانې زموږ د ملي اردو عسکر ) په مهمند دره کې په پاکستاني عسکرو حمله کړېده او دوه عسکر يې زخميان
کړي او بل شهيد دي. د افغاني ويره اچوونکو په درجنونو
عسکر زخمي دي او يو يې هلاک شوی دی...
اوس وګورئ چې زموږ افغاني رسنيوڅه ليکلي :
پاکستاني سرحدي
ځواکونو په افغانستان پوله ساتو ځواکونو حمله کړې چې د څو ساعته جنګ وروسته يو
افغان سرتېرې وژل شوی.
داسې په سلهاو بېلګې شته چې پکستاني
رسنۍ زموږ عسکرو ته هلاک ليکي او ويره اچونکو او د اي ايس ای اجيرانو ته شهېدان
ليکي.
خو زموږ رسنۍ تل د پيسو او سوداګرې له
مخې خپل ملي ټکي، احساسات او غوښتنې تر پښو لاندې کوي. دا زما ګيله ده
هيله ده څوک مې احساساتي ونه بولي.
اوس راځم ار موخې ته هغه دا چې د سويډن
تلويزيون د اپريل د مياشتې په ۲۹ امه نېټه خبر ورکړ
ل شو چې په شېدو کې کينسر پيدا کوونکي ماده (Aflatoxin) موندل شوې
ده. نو سم له واره پسې طبي او د
مالداريو ډاکټرانو خپلې مټې رابډ وهلې
چې مالومه کړي چې ولي شېده کينسر زيږونکي ماده لري
دا چې سويډن رسيدلی هېواد دی وروسته له لنډو څېړنو جوته شوه چې د سويډن په ټولو شېدو کې کينسر زيږونکې ماده نشته،
يوازې د سويډن د يو ځانګړې سيمې د غواګانو په شېدو کې دا ماده وه.
نو د ستتونزې د لاروښانتيالپاره
يې د سيمې په چاپېريال او خوړو څېړنې وکړې. مالومه شوه چې کينسر لرونکي مادهد هغه غواګانو په شيدو کې
وه چې کومو غواګانو ته شولې (شالي يا خامې وريجې د پوستکې سره ) ورکول کېدې.
د نورو څېړنو وروسته جوته شوه
چې داشولې يا شالي يا د پوستکې سره وريجې سويډن ته د پکستان څخه راواردېدلې. د نړۍ د نورو هېوادونو په وريجو کې دې مادې شتون
نه درلوده.
په تلويزيون کې بيا پدې اړه خبرې وې نو يو څېړونکي وويل چې
پکستان د پخوا څخه يو داسې هېواد دی چي بايد په هره برخه کې دقيق تر څارنې لاندې ونيول
شي. هغه يو بېلګه راوړه او ويې ويل: په
۱۹۹۴ کال کې د سويډن د قواو مشر (چيف اف دې
ارمي سټاف د Åke Sagrén په نوم)
د پکستان په دوره تللی وو، هغه مهال د
پکستان صدراعظمه بينظير بوټو وه. هلته ورته د پکستان د قواو مشر درې آسونه (تېز، شېردل، او سردار ) ډالۍ ورکړې وو.
کله يې چې اسونه سويډن ته راوستل نو ويې ليدل چې دې درېواړو اسونه يو ډول ويروس درلوده
چې کولای يې شول، د سويدڼ ټولو ژوو ته تاوان ورسوي او مړه يې کړي. نو په همدي
لحاظ يې هغه درېواړه اسونه ( تېز، سردار او شېردل) په استونيا کې مړه کړل او بيا يې
وسوځول او ايره يې سل متره د زمکې لاندې ښخه
کړه.
اوس د سويډن د څېړونکو له انده د پکستان څخه هر څه راتلونکی
بايد معاينه او وڅارل شي.....
داچې زموږ خلکو اولس ان تر ما پورې د پکستان ډوډۍ خوړلې او لايې خورو. هلته اوسېدلي يو او اوس هم ورته ورور هېواد وايو.
ښوونځې مو هلته ويلي دي.
نو څه فکر
کوئ چې موږ به کومه زهرجنه ماده لرو چې هم د خپل هېواد او خلکو او هم د خپل ځان لپاره
بلا يو او هېواد مو ښه ورځ نه ويني.
پاتې ټول خبر په لاندې لينکونه
کې ولولئ.
۱. د سويډن د پارلمان رسمي پاڼه
http://www.riksdagen.se/sv/Dokument-Lagar/Ovriga-dokument/Ovrigt-dokument/Importforbudet-av-djur-fran-vi_GI02Jo502/?text=true
۲. د سويډن رسمي تلويزيون
http://www.svt.se/nyheter/nyhetstecken/cancerframkallande-gift-i-mjolk
۳.د سويډن ملي ورځپاڼه
http://www.svd.se/nyheter/inrikes/mogelgift-hittat-i-mjolk_8133652.svd
۴.
http://www.dt.se/opinion/kronikor/1.5732373-tack-och-lov-for-byrakratin?m=print
۵.
http://www.fri-kopenskap.se/zino.aspx?articleID=41487
۸.
http://sverigesradio.se/sida/artikel.aspx?programid=493&artikel=5521333
وروستي