په افغانستان کې د امريکا جګړيزه ونډه

 
نويده خوشبو
که څه هم امنيتي شننې او لېکنې کره مالوماتو،تخصص،او هر اړخيزې څېړنې ته اړتيا لري خو د ځينو  مالوماتو او جرياناتو له مخې، غواړم دافغانستان په امنيتي حالت کې د امريکا په بيا ځلې جنګي ونډې څو خبرې ولرم.
 
په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته، امريکا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ
پروړاندې د دې  هېواد جګړه پاى ته ورسېده، د طالبانو مخالفت دوې پورې هيڅ اړه نلري او دا د افغانستان خپل منځي مسله ده.
 
دا هغه مهال و،  کله چې د افغانستان راتلونکىله ګواښونو او پوښتنو سره مخ و؛ له يوې خوا په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت د پاى  په حال کې و، له بلې خوا، افغان امنيتي ليکو کې د مخالفينو شتون پراخ او بريدونه ډېرشوي وو،د امنيتي ځواکونو په کېفيت او روزنه نيوکې وې،ځواکونه په لازمو وسلو او تجهيزاتو سمبال نه وو،بريدونه چاودنې،مخالفتونه او ګواښونه په خپل ځاى وو، ولسمشرۍ ټاکنې هم پر مخ وې.
 
  ويل کېده، دامريکا لخوا د ترهګرو په توګهد طالبانو نه منل به دا ډله پياوړى کړي!او افغان امنيتي ځواکونو ته به هم د مقابلې لورى نامعلوم کړي؛ځکه د حکومت لخوا طالبان وروڼهبلل کېدل.
امريکا افغانستان ته له ترهګرې سره د جګړې  په  نوم له  يو  ګډوډ پلان سره راننوتلهد ستونزو بېخ او رېښې يې له پامه وغورځولې، د ترهګرو پټنځايونه او روزنځايونه يې لهمنځه يونوړل، خو په افغانستان کې يې له ملګرو سره په  پټو سترګو شپني او چاڼيز عمليات پېل کړل،چې له ګټو يې زيانونه ډېر وو. د امريکا او افغانستان اړيکې خړې پړې شوې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هند،روسيې او ترکيې ته د مرستو لاس اوږد کړ.
په هر حال، افغان ځواکونو جنګي مسوليت په غاړه واخيست!اخوا داعش وزېږېده، فعاليتونه يې پراخ او تر افغانستانه ورسېدل، روسيې هم د پوځي مرستو ژمنه او له افغانستان سره نږدې والې پېل کړد طالبانو له نوي مشر د القاعدې او سراج الدين حقاني ملاتړ او همکاري هم د امريکا پام راواړو. لنډه دا چې امريکا په خپلې تېروتنې پوه شوه.افغانستان سره له  امنيتي   تړون ترلاسليک څه موده وروسته  يې  بيا جګړيزه ونډه پېل   کړهاو په  لومړنيو هوايي عملياتو کې يې د ننګرهار پهکوټ ولسوالۍ کې  ډېر   شمېر داعشيان ووژل، خو په افغانستان کې د داعشيانو طالبانو او ترهګرو د فعاليتونو توپيري پېژند نشته،په هيواد کې د ډېرو ناخوالو پړه طالبان مني. په کلو او بانډو کې د ملا عمر د پراخې فاتحې،پهښکاره او رڼا ورځ  د لسګونو طالبانو په ګډون د دوې صحراي محکمې او وژنې،د دوې د بريدونو اوفعاليتونو  ډېر والي او نوې جګړې ته د افغانستاند ننوتلو وېرې امريکا خپلې تيروتنې ته متوجه کړه.
د سولې په برخه کې هم هڅې روانې دي،د څومقدماتي ناستو او  پرمختګونو يادونه هم شوېخو مخالفتونه لا هم روان دي!خو افغانستان په امنيتي برخو کې د امريکا جګړيزملاتړ  ته اړتيا لري،په ځانګړى توګه په هوايي برخه کې!
که امريکا دا ځل يواځې په خپل فکر نهشي، په  دې ماموريت کې  صادق او دقيق پاتې شي، او دافغانستان امنيت او ټېکاو ټولې نړۍ پورې تړلې وبولي؛ نو د دویدا جګړه ايزه ونډه به هره مرو لاسته راوړنه ولري.
د امريکا  جګړيزه ونډه او عمليات بهد دې بهير برخليک څه ډول کړي؟
آيا حکومت د مخالفينو سياست خپلوي او په  يو  مهال جګړه او د سولې ملاتړ کوي؟
دا ونډه به جدي وي که نمايشي؟
د ونډې څرنګوالې مشخص دى؟
  دا، اوځينې نورې هغه پوښتنې دي چې بايد د افغانستان حکومت له وړاندې ځواب ورکړي!