
سرتاج عزيز او نواز شريف ته:
افغان کمپونه د ترهګرو ځالې نه، بلکې د پاکستان حکومت د ترهګرو زېږنده دی. سرتاج عزيز او حکومت يې د ترورېزم ملاتړ کوي
درست ده چې نوموړي به د امريکا په Harvard University کې زده کړې کړي وي، خو نوموړی او حکومت يې عملاً له طالبانو او ترهګرو سره خواخوږي لري. د نړيوالو پام د ملا منصور په تړاو بل خوا ته اړوي، نو ځکه يې د تورخم کړکېچ ته لمن ووهله. په ټولو اسماني اديانو کې عمل ته ارزښت ورکول کيږي نه وينا او دعوې ته، امريکا بايد د نوموړي کړه وړه او حرکتونه وڅاري. هم دی او هم يې حکومت د ترهګرو سره د ملاتړو په لېست کې ونيسي
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto .He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
په جهادي پير کې يې افغانان په لوی لاس د هېواد پرېښوولو ته مجبور کړل. بيا يې د روسانو په مقابل کې وجنګول او ورپسې يې بيا په خپل مينځ کې وجنګول او نن يې کمپونه د ترهګرو ځالې بولي. که افغانان ترهګر دي، نو حميدګل يې روزونکی وو. هغه ويلي وو چې ((درست يا سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)). نن سرتاج عزيز ته د بابر او هماغه ميراث ورپاتې دی
سرتاج عزيز ته د ضياء، اختر عبدالرحمان، بابر وحميد ګل ميراث ورپاتې دی چې کابل بايد وسځول شي. او د افغانستان وضعيت بايد د خوټولو اوبو په شان وساتل شي چې درد وسوخت لري او رغښت نه. دی حکومت يې بايد نور له افغانوژنې او د طالب په نوم د امريکا او ناټو د اتباعو له وژنې لاس واخلي، کنه، نو افغان حکومت حق لري چې د ملګرو ملتونو د امنيت شوری ته د نوموړي او حکومت په تړاو يې رسمًا شکايت وکړي. پاکستان عملاً د تروېزم ملاتړ کوي. هم متحد دی چې زياتې مالي ونظامي مرستې ترلاسه کړې او هم مخلص نه دی. په افغانوژنه او د بهرنيانو وژنه کې سيده لاس لري.
ښاغليه،
سړی چې زوړ شي، نو حافظه يې هم کمزورې شي او د هېرتيا dementia تکليف ورته پيدا شي. پرون يې يو څه ويل او نن بل څه وايی. ان تر دې چې دی يو څه وايی او ولسمشر يې بل څه وايی. دی وايی چې پاکستان د چا يعنې افغان حکومت لپاره په خپله خاوره کې عمليات نه شي کولی، خو ولسمشر ممنون حسين بيا له خپل چيني سيال سره وايی چې د ايغور غورځنګ ټول غړي يې په وزيرستان کې د ضرب غضب عملياتو په ترځ کې وژلي او ګومان نه کوي چې څوک دې ژوندي پاتې شوي وي.
دی د اسامه له اوسېدو منکر، خو ځينې بيا وايی چې نه حکومت پرې خبر وو. دی د البغدادي له روزلو منکر، خو رحمان ملک بيا وايی چې هغه په پاکستان کې شپږ روزنه ترلاسه کړې.
ميا نوازشريف بيا وايی چې پاکستان نه شي کولی چې هم طالبان وځپي او هم يې سولې ته راولي، خو د دفاع وزير يې بيا د ټاپي پروژې د لاسليکولو په وخت کې وايی چې موږ به پر طالبانو له خپل نفوذه کار واخلو، خو دوړن سرسام وهلی سرتاج عزيز بيا وايی چې ((موږ پر طالبانو نفوذ لرو، خو کنترول نه لرو)) او نن بيا وايی چې د ملا منصور پر وژلو سره امريکا د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه. سميع الحق يې بيا وايی چې ((ملا هبت الله به جګړه لا تېزه کړي)) او عمرانخان بيا حقانيې ته درې سوه ميليونه روپۍ د لګښت لپاره منظورې کړې چې په دې کار سره افغان حکومت او نړۍ ته وښيي چې موږ خو داسې هم کولی شو چې په دې سره په لوی لاس د حقاني شبکه تقويه کول دي. په پيل کې څارګرې ادارې طالبانو ته موټر سايکلې هم د صرافانو او نورو مخور مالدارو له لورې ورکړل شوې چې لګښت يې څارګرې ادارې ورته ورکړی وو، خو د هغوی په لاس ورته ورکړل شوې. عمرانخان څنګه د فحشاء د ماليې پيسې په اسلامي بنسټونو ((مدارسو)) او له هغه تش په نوم جهادي شبکو سره چې مدسې ترېنه ملاتړ کوي اوس په دې پلمه دغه پيسې په مدرسو او جهاد کې لګوي. د يهودې جميمه خانې څښتن نن هغه دی بزرګ شو او طالبانو ته د جهاد لپاره افغانستان ته د تګ مشوره ورکوي او د طالبانو جنګ برحق او خپل بيا شرير يا شر خوښي بولي.
هسې يوه پوښتنه سرتاج عزيز ته راجع کيږي چې د امريکا د دومره مالي ونظامي مرستو او فشارونو سره سره بيا هم هغسې عمليات پر حقاني شبکه ونه شول، لکه څنګه چې تمه کېده چې حقاني شبکه هم هماغسې پاتې ده، لکه څنګه وه، بلکې له هغې لا نوره څربه شوې هم ده، خو چين ترې په ښکاره غوښتي هم نه دي، خو ولسمشر ممنون حسين بيا له خپل چينايي سيال سره وايی چې د ايغور د اسلامي سختدريځو غورځنګ يې له مينځه وړی او ګومان کوي چې هېڅوک به ترې ژوندي پاتې شوي نه وي.
مرستې خو له امريکا هم اخلي او له چينه يې هم اخلي. که له چين سره د ګوادر وکاشغر نلليکې پروژه لري، خو له امريکا سره هم بيا د ټاپي او نورو پروژو کې برخه لري، نو ولې د امريکا لپاره طالبان او د حقاني شبکه د مالي ونظامي مرستو سره سره ورته نه وژني، خو د چين لپاره يې وژني. ولسمشر يې ښکاره ځان اجرتي يا حرفوي قاتل بولي، خو دی بيا خپل ځان پرېښته بولي. نو پرېښته بيا څنګه له حرفوي قاتل سره په ګډ حکومت کې يوځای کار کوي. حال دا چې نوموړی خو له امريکايي پوهنتونه د زده کړې مخينه هم لري، نو له دې سره سره بيا هم له امريکا سره مخلص نه او له چين سره مخلص دی، نو حراميتوب خو همدلته څرګنديږي چې سړی د خپلو زده کړو چاپيريال ته درناوی ونه لري.
دا نوموړی او حکومت يې په تېر کې تل له نړۍ سره د خپلو ناولو موخو لپاره دوه مخې لوبه کړې او تل يې پر افغان جهاد سوداګري کړې او زموږ جهاديان مشران يې تل د خپلو ناروا غوښتنو لپاره ولس او نړۍ ته مخته کړي وو او تل يې زموږ پر سر له نړيوالو سره معامله کړې او چڼې وهلي، نو اوس هم دوی هماغه د معاملو او چڼو وهلو په خوند کې دي او ولسمشر غني ته هم په هماغه سترګه ګوري، خو دا خوب وخيال يې غلط دی. ته ګوره چې همدا سرسام وهلی سرتاج عزيز بيا د حقاني شبکې عمليات د امنيتي تدابيرو سره مشروط کړي دي. بوټو، ضياء، اختر عبدالرحمن، بابر وحميدګل خاورې دی، خو دی لا هم د هغو د ارمان او هيلو پوره کوونکی دی.
دا چې له يوې لورې امريکا د ده په خاوره کې د ډرون په وسيله وويشت چې جعلي پاسپورټ يې هم ورته جوړ کړی وو او له بل لورې په افغانستان کې وروستي پرمختګونو زور واخېست چې د سلما پرانېستنه او د نورو بندونو تړونونه لاسليک شول. هلته د چابهار بندر هم پرانېستل شو او له بل لورې د دوی د بوټو و بابر د وخت هغه خوب وخيال او د ضياء د وخت هغه غلطه پالېسي او هوس چې افغانستان خپله پينځمه صوبه يې ګڼله او هم د ډيورنډ استعماري کرښه او هم د هند وافغانستان نژدې کېدو او وروستيو پرمختګونو يو دم د حسد او کينې اوج ته ورسولو او هم د کراچۍ له بندر څخه په راتلونکې د افغان سوداګرو يو بله بديله لاره دې ټولو پرمختګونو پاکستان د خپل جنون وروستي پړاو ته ورسولو او له اسامه او ملا عمر له مرګ وروسته دا ورته بل په نړيواله کچه شرم متوجه شو، نو سملاسي غبرګون يې د تورخم دروازې په تړاو رامخته کړ چې افغانان له دې لارې له خوږې ګوتې ونيسي او خپلې ناروا غوښتنې پرې ومني. دوی خو په جهاديانو باندې دا ډول غوښتنې منلی شوې، خو اوس ورته لږه ستوغه شوه، نو د تورخم د دروازې مساله يې راپورته کړه. ښاغلي رستم شاه مهمند هم دا کار د خپل حکومت يو عاجله پرېکړه بولي او ويلي دي چې دا کار پاکستان ته کومه ګټه نه لري، نو سرسام وهلی سرتاج عزيز بيا دې اپلتو ته شروع وکړه چې افغان کمپونه د ترهګرو ځالې دي. حال دا چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ هم ورته وويل شول چې پاکستان بايد افغانان ترهګر ونه بولي. ښاغلي افراسياب خټک هم په خپله ليکنه کې هم دې ټکي ته اشاره کړې چې طالبان په پاکستان کې ازاد ګرځي، خو نور افغانان ځورول کيږي چې دا ټول د پاکستان يوه تېروتنه او بې نزاکتي ښيي چې مسووليت يې ټول نوموړي او حکومت ته راجع کيږي. په دې هيله چې ميا نواز شريف د نوموړي بېپامې او له عُقدې يا تعصب ډک حرکتونه ته پاملرنه وکړي او نوموړی د دواړو هېوادونو د ستونزو زېږنده دی چې بايد کنترول او مخه يې ونيول شي.
The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
پايله :
پاکستان جهاديان، طالبان و داعشيان او نورې بېلا بېلې اسلامپالې ډلې د خپل بېځايه هوس لپاره رامينځته کړي چې نه زموږ، نه د پاکستان او نه د سيمې او نه د نړۍ په ګټه دي. له کله راهيسې چې پاکستان اتومي شوی بېځايه هوس يې زيات شوی. بنګال خو ترې ولاړ او کشمير ګټلی نه شي، خو موږ يې پکې برمته کړي يو چې نژدې ده چې يوه ورځ نه به زموږ او د دوی ترمينځ سره ټکر راځي. دوه خبرې دي چې يا به سره ښه ښکېل شو او يا به پنجاب په ټول قوت سره له مينځه ځي او نوي بدلونونه به رامينځته کيږي.
دا د پاکستان، ميا نواز شريف او د حکومت پورې يې اړه لري چې نوموړی سرسام وهلي ته توصيه کوي او که همداسې اپلتو ته يې پرېږدي چې د نوموړي اپلتې د دواړو ګاونډيو هېوادونو او د لروبر افغان ته په ګټه نه دي. په دې هيله چې نواز شريف د نوموړي پر بديل باندې له سره غور وکړي. داسې يو خير خوا کس رامينځته کړي چې دغه حالات بيرته عادي حالت ته راوړي او د داړو هېوادونو د کړکېچ مخنيوي کې مرسته وکړي. کنه سرتاج خو تشنج رامينځته کوي چې دا د هېچا په ګټه نه دی. دی پاروونکی او شرخوښی دی، خو الله تعالی فساد او مفسدين يا په بله مانا شر او شرير خلک نه خوښوي.
په درنښت
سيد حسين پاچا