
امريکايان دخپل يرغل په هر پړاو کې هڅه کوي، چې دروسانو له پله نه خپل پل کوږ کړي، تر څو يې ديرغل پايله دپخواني شوروي ديرغل له پايلى سره مشابه نشې
په حقيقت کې روسانو هم خپله پايله همداسې نه غوښتله، خو ديرغل په وړاندي طبعي غبرګون او ولسي مقاومت هر څوک له هر څومره ځواک سره له همداسى يوې ترخې پايلې سره مخامخ کيدلو ته اړ باسي امريکايان پخپله اعتراف کوي، چې په افغانستان کې له يو داسي حالت سره مخ دى، چې دوى يې توقع او اټکل نه کاوه،
طبعى ده! چې ديونا اټکل شوي حالت په وړاندي به ديرغلګرو طرحه شوي پلانونه او جوړې شوې دسيسې هم ديوې بې ګټې او بې وخته نسخې بڼه ولري،چې پلي کيدل او برياليتوب به يې په نشت حساب وي،
امريکا دپخواني شوروى برعکس دخپل يرغل له لومړۍ ورځې په افغانستان او عراق کې دبار وړلو لپاره دخرو نه بدلولو فيصله کړې ده، د CiA له خوا په \"کيمپ ډيوډ\"کې تربيه شوى کرزى يې دخپل يرغل له پيل نه تر پايه په افغانستان کې دامريکايي يرغل دواک دسمبول په توګه غوره کړى، او په عراق کې يې مالکې تر ورستۍ ورځى دى کارته غوره کړى
امريکا نه غواړي، چې دپخوانى شوروى په څير دبار وړلو لپاره خره بدل کړي، بلکې له لومړۍ ورځې يې خپل ډير دباور وړ استخباراتى مامورين اشغال شويو هيوادونو ته دواکمنو په نوم غوره کړي ،حامد کرزي چې دCiA دديرش کلن غړيتوب نه علاوه ديو اسرائلي رسټورانټ شريک هم پاتى شوى، دافغانستان لپاره دامريکا داستخباراتى مثلث يوه زاويه ده، او له هغه سره دافغانستان په اړه دامريکا ټول استخباراتى رازونه تړاو لري.
دکرزي واکمني په افغانستان کې دامريکا دروان يرغل داستراتيژيک پلان يوه برخه ده، تر څو چې يرغل وي کرزي به وي او ترڅو چې کرزي وي يرغل به وى.
دټاکنو بهير دامريکا يوه غولوونکې او جعلي پروسه ده، چې غواړي دافغانانو او نړيوالو دغولولو لپاره خپل ټاکل شوي مامورته قانوني بڼه ورکړي، ددې لپاره هغوى لومړى دغير مشهورو او بى نفوذه کانديدانو يو لښکر رامينځ ته کړ، چې په مينځ کې يې هيڅ يو دنفوذ او شهرت خاوند کانديد نه تر سترګو کيږي، خو حالاتوته په کتلو سره دا مهال دامريکايانو ستونځې نه دکرزي په وجود سره کميدى شي او نه هم په دى جعلى ټاکنو دوى خپل يرغل ته سپينه جامه ورا غوستلى شي
دوينو رنګ سور دى، هيڅکله سپين کيدى نشى، تر څوچې وينه تويږى، دامريکا لاسونه به نور هم پرى سره کيږى او دافغانانو دکسات له فطرى ګذار نه که پرون روسان خلاص نشول نونن امريکايان هم نشى خلاصيدى،
نه دڅيرو او عنوانو په بدلون سره ديرغل بڼه بدليدى شى اونه هم په سپينو شعارونو دوينو سور رنګ سپينيدى شي....
منيب الله فضلي ځلا راديو