
کله چي مغلو په هند کي پاچاهي کوله، د ملک شهباز په کور کي يو هلک پيدا شو ، کال ٢ ١٠٢ هجري . پر دې هلک يې خوشال نوم کښېښود. خوشال د کوچنيوالي څخه زړه ور او هوښيار وو. کله به چي د پلار سره په مجلس کي ناست وو د مشرانو او خپل پلار خبرو ته به يې ښه غوږ نيوه او په خبرو کي به يې ډېر فکر کاوه. خوشال خان درې وروڼه درلوده. خو تر ټولو وروڼو دی هوښيار او پوه وو. خوشال له کوچنيوالي څخه ډېر زړه ور معلومېده. د خوشال پوهه او هوښياري ورځ په ورځ زياتېده په شل کلني کي يې ډېر کتابونه ولوستل او د زياتي پوهي خاوند سو. په شل کلني کي يې په شعر ويلو شروع وکړه. شعرونه يې د پښتونولۍ د احساساتو ډک دي. يوه ورځ ملک شهباز خان خوشال ته وويل، خوشاله زويه، که ته د خپل کام په مشرۍ ومنل شې نو څه به وکړې؟ خوشال ورته وويل، تر څو ژوندی يم د کام او اولس د هوسايني او د هيواد د لوړوالي د پاره به خدمت کوم. دا به زما د پاره د خوښۍ ځای وي چي زه خپل اولس ته خدمت وکړای شم. کله چي خوشال خان د کام د خوا په مشر ۍ وټاکل شو د هند پاچا اورنګزېب ورته وويل ستا پلار زما په دربار کي ډېر قدر لري. خو پام کوه چي پښتانه د مغلو په مقابل کي سر در څخه پورته نه کړي. خوشال خان دده وخبري ته غوږ و نه نيوئ او پښتانه يې دمغلو مقابلې ته ودرول. اورنګزېب چي ددې کاره خبر شو خوشال خان يې بندي کړ او د هند جېل ته يې ولېږه. خوشال خان په هغه جېل کي د غيرته ډک شعرونه وليکل. خوشال خان د ٧٨ کالو په عمر مړ سو. خو نوم يې تل ژوندی دئ.
د خوشال خان شعرونه خو ډېر دي خو دلته به يې يو څو شعرونه ولولئ:
لا په خوب كې په لړزه پرېوځي د كټه
چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ دى
لا تر اوسه يې ماغزه په كرار نه دي
چا چې ماسره وهلى سر په سنګ دى
********************************************
د افـغان په نـنـــګ مې وتړله توره
ننـګيالى دزمانې خوشال خټك يم
*********************************************
پښتــنو زلــميو بــيا لاسونــه سره كړل
لـكه باز منــګلې سرې كه په خپل ښكار
سپــيني توري يې ګلګونې كړې په وينو
پــــه اهـــاړ كــي گشــګفـته شو لاله زار
********************************************
اتفاق په پښتانه كي پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره كړ
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
پښتانه په عقل پوه چې ناكس دى
كوټه سپى د قصابانو د جوس دى
پښتانه په توره ښه دي تر مغلو
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
********************************************
چې دروه په ملك كې ښه پښتون يادېږي
نن مومند بنګښ، وركزى اپرېدى دى
د مومندو سپى بهتر دى تر بنګښه
كه هزار ځله مومند بدتر تر سپى دى
چوهري د اپرېديو وركزى دى
اپرېدى كه همه واړه چوهړى دي
هر چې ښه د پښتونخوا دى حال يې دا دى
هغو بدو ته يې څوك وايي سړى دى
لـه ژونديو پښتنو ښېګړه نه شته
هر چې ښه وو، هغه كل د ګور بندي دى
*******************************************
د خټكو سپي بهتر تر يوسفزو دي
كه خټك دى هم په خوى تر سپي بېكاره
چي يو هم د زړه ساتو كي په كي نشته
توبه توبه د خټكو د ولسه
********************************************
پښتانه كه ادمزاد دي
په خويونو كي هُناد دي
نه حكمت لري نه عقل
خوښ هرګوره پر فساد دي
يو د بل په كمي ناست دى
ځكه تل په بلا ياد دي
دا لا شكر كړه خوشاله
چــــې بــنـــدي نــه دي ازاد دي
*********************************************
ما خوشال چي په پښتو شعر بيان كړ
د پښتو ژبه به اوس په اّب و نان شي
د خوشال سره چي كښېني يوڅو كاله
دا د غره خټك به واړه شاعران شي
********************************************
په پارسي ژبه كه نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه يې مه غواړه مثال
بند و بست د پښتو شعر ما پيدا كړ
ګڼه شعر د پښتو و غير سيال
نه يې وزن نه تقطيع نه يې عروض وه
دوه مصرعې د خفيف بحر وه د تال
*******************************************
چي څرګنده سربازي كوي د تورو
زه خوشال خټـك تر هسې هنر ځار شم
*******************************************
د خوشال خټك خوښي په هغه وخت ده
چې برېښنا وشي دتورو او د زغرو