د سواد (رض) د مینې ژړونکې کیسه!

 
سواد رض دبدر په غزا کی دلشکر په منځ کی ولاړ و،رسول الله ص دلشکر صفونه برابرول او وفرمایل:سم او برابر ودریږئ!
څرنګه چی سواد رض لږ چاغ و ترصف لږ دباندی راوتلی و،رسول الله ږغ پرېوکړ برابرودریږه یا سواد!
سواد رض وویل:
 نعم یارسول الله  یعنی حاضر!
رسول الله  دلشکر بل طرفته ولاړ بیرته چی راوګرځیدی بیاهم سواد رض په صف کی برابر نه وولاړ،نو یی په خپل مسواک سواد رض پر نس وواههاو وفرمایل: سم ودریږه یاسوده!
سواد رض وویل: خوږ دی کړم یارسول الله قصاص او بدله غواړم·
رسول الله خپل مبارک نس ورته لوڅ کړ او وفرمایل:
اقْتَصْ یا سَوَادَ  خپله بدله دی واخله یاسواد!
سواد رض فوراً درسول الله ص پر نس ورولویدی  مچوی او وویل هذا ماارَّتُ ! هذا ماارَّتُ! هذاماارَّتُ
مادغه غوشتل! مادغه غوشتل! مادغه غوشتل!
رسول الله ص وفرمایل ولی دی دا کار وکړ یاسود؟
سواد رض وویل: ګمان کوم نن دشهادت ورځ ده نو مادا خوشه وبله چی په دنیا کی زما اخری کار دا وی
 چی زما بدن ستا له بدن سره ونشلیږی!!