
وحيده نوري
په افغانستان کې د نړۍ تر بل هرځايه شونې ده له میرمنو سره د زور زیاتي ډولونه ډير وي، له ښځو سره د زور زیاتي او له دې زور زياتي سره د مبارزې ډنډوره هم پروپوزل لیکونکي مدنيان ښه په درز کې غږوي،خو تر اوسه کله هم د ښځو په اړه په روان زیاتي باندې وړ او هر اړخيزه څيړنه نه ده شوې،خو که څيړنې وشي او بیا ورته له افغانيت او اسلاميت سره سمې حل لارې پیدا شي،نو شونې ده تر ډيره زور زیاتی کم شي او ښځمنې په مينه او سکون کې په کورنۍ کې ژوند وکړي،خو زه غواړم دلته د يوې پښتنې په توګه په زور زياتي کې د میرمنو پر ونډه خبرې وکړم،ځکه داسې هم نه ده چې هرڅه نارینه کوي بلکه ډير داسې څه شته چې ښځه يي کوي او نارینه پاريږي او بیا خبره تر وهلو، ټکولو، شړلو او يا ان وژلو پورې رسيږي.
راځم هغو مواردو ته چې د نارینه او ښځې تر منځ کرکه ډیرولی شي:
۱ـ ځان نارینه نارینه کول: ډيرې ښځې د نارینه وو په کارونو کې مداخله کوي،ددې پر ځای چې خپل خاوند ته د هغه د ژوند د شریک په توګه نيکه مشوره ورکړي يا يي د يو کار په زیان او ګټو وپوهوي،کوښښ کوي خپل نظر تحميل کړي،ان تر دې،چې د خاوند رواني حالت نه درک کوي يانې داسې چې يوه خبره اوس وکړي که يي يو ساعت وروسته وکړي بس چې دا په زړه يي را جوړه شي له خولې يي را وباسي.د ښځو دا سرتمبه ګي دوه زیانه لري،یو داچې شونې ده نارینه يي پر وړاندې حساسيت وښيي او بل د ښځې د تندې لهجې له امله کله کله نارينه له قصده يو ناسم کار ته لاس اچوي، ښځې باید په عاطفي، مينه ناک او زنانه انداز کې نارینه ته مشوره ورکړي او خپل نظر پرې تحميل کړي که چیرته موږد خبرو انداز سم زده کړ و کولای شو په نارینه وو ډيرې خبرې ومنو خو په زور نه بلکه په مينه او رضا سره.
۲ـ په خپله خبره ټينګار: ځينې ښځې داسې دي چې خپله خبره خوند ورکوي، هسې بيځايه په خپلو خبرو ټينګار کوي، دا ډول ښځې تل د وهلو او ټکولو له ګواښ سره مخ کيږي،ځینې ښځې خو داسې شته چې ځای نا ځای نه ګوري او بس خپله خبره به کوي په بازارونو يا عامه ځايونو کې کيدای شي له داسې ډيرو ښځو سره مخ شی خو که مو فکر کړی وي،نارینه په داسې ځايونو کې په ډيره خونسردۍ عمل کوي،خو کله چې کور ته ځي بیا نو د ښځې وهل يا يي رټل حتمي وي خو کاش په کور کې ښځې خولېپټېکړې وای،دلته چې نارینه زیاتی کوي نو میرمن په سپکو سپورو او يا پارونکو خبرو سره خپل خاوند نورهم زور زیاتي ته هڅوي يانې يوه څپيړه د خاوند زړه وي لسو نورو ته ميرمنې موکه برابره کړي وي.
۳ـ بښنه نه غوښتل:د ښځو لپاره خو هغه پښتو لنډۍ ډيره مخکې لا د دلیل په توګه شته:
ته چې خپه يي خپه ګرځه
که مې پخلا کړې د هندوې لور به يمه
باور وکړئ زه ډير وارې په کور، ټولنه او خپلوانو کې له داسې مواردو سره مخه شوې يم،چې زموږ د کور ښځمنې سل په سلو کې په يو کار کې ملامتې وي خاوند ورته شور يا جدي لارښوونه کړي وي خو چې ميرمن خپه شوي وي بیا يي بیرته رضا کول هم د نارینه مسولیت وي يانې په دې مانا چې ډوډۍ زه خورم شکر مې دې خاوند وباسي، سهوه به هم زه کوم کله مې چې متوجې کړي خپه کيږم هم زه او بيا دې نو عذرونه هم راته کوي،چې بیرته ور پخلا شم ماته خو يي دا کارونه داسې ښکاري لکه دوی چې بیخي په ګډ ژوند باور نلري،ځکه که يي په ګډ ژوند باور لرلی نو باید خپله سهوه يي په خپله جبران کړې وای.ښځه کله هم دا جرأت نه کوي چې تر غصې وروسته خاوند ته ورشي و وايي:« ګرانه! ما وبښه له ما غلطي شوې وه،فکر مې نه و انسان تل غلطي کوي.» که هره ښځه د همدې خبرې جرأت پیدا کړي نو د خاوند مینه به نوره هم ورسره ډيره شي او شونې ده بل وارې يي لارښونه په ډيره آرامه سره وي،بله دا چې که هر ځلې ښځې ته لارښوونه هم د ښځې د خپګان لامل کيږي نو بیا خو نارینه تر لارښوونې لومړی فزیکي چلند ښه بولي او يا دا چې دوی تر منځ د خاوند او ميرمنې سپيڅلې اړيکې انزوا او رکود ته ځي.
۴ـ مردار خوري: له دې سره سره چې موږ مسلمانان يو او د الله امر دی چې پاکي نيم ايمان دی،خو ډيرې ښځې ځان، کور، بچي او يا د ناستې پاستې د ځای پاکوالي ته پاملرنه نه کوي د يوې ښځې خيرن کالي، مردارخواره اولادونه،نامنظمې خونې او کور هغه څه دي چې نارینه زړه توری کوي، ځکه نارينه د باندې پاکې ميرمنې، پاک اولادونه، پاک کورونه او منظمې جامې او نور توکي ويني. ډيرې ښځې به مو ليدلي وي چې په کور کې په ورځڼیو کارنو کې تر ډيره يبلې يا لوڅې پښې ګرځي، تر کار وروسته مخ او لاس په سابون نه وينځي په کالیو کې خو يي د لاسونو ان د خوشيو، وښو او نورو بوی ورکوي خو بس دا به پکې خوشاله وي او کوښښ کوي هم مردار لاسونه، تورې پښې او نامنظم مخ او ويښتانه د خاوند تر خولې هم ور تير کړي چې دا د ښځو نه جبرانيدونکې ستونزه ده. لوڅې پښې ګرځيدل د پښو درد او چاودې پیدا کوي، د لاسونو سم نه وينځل لاس توروي، د مخ سم نه ساتل د مخ ګونځې ډيروي او نامنمظې جامې نه اغوستل که افراط ونکړم د ښځې په بې عقلۍ او ساده ګۍ دلالت کوي.
۵ـ نامنظمې جامې: متاسفانه او په ډيرې خواشينۍ سره باید و وايم چې په افغانستان کې له کلي تر ښاره هيڅ داسې ښځه نشته چې ځان ته د جامو د رنګ او يا ډول په انتخاب کې دې وړتيا ولري،بس چې بازار ته ولاړه شي د خاوند پيسې په داسې يو څه ورکړي،چې له اغوستو سره سم يي شته بدرنګي يو په دوه شي، ښځه باید د ژوند مهارتونه زده کړي بنارس، بخمل، پنجابي، ساري، اشرف غني،ډالر،نازیه او نازدانه نومي رختونه ښکلا ورکونکي نه دي تر ټولو ستره ښکلا ښه انتخاب دی که چیرته په درې سوه افغانۍ رخت واخلې ستا له رنګ سره مناسب وي ګنډل يي سم وي د لسو او شلو زرو تر یو کميسه ښځې ته ډيره ښکلا ورکولای شي.
۶ـ د خاوند له لارښوونو سرغړونه: ډيرې ښځې دي چې خاوند ورته بار بار لارښوونې کوي يا لږ تر لږه باید د يو انسان په توګه ښځه درک کړي،چې خاوند يي څه ډول سړی دی، څه يي خوښيږي او څه يی نه خوښيږي خو ډيرې ښځې چې دا نزاکتونه نه درکوي نو د خاوند وهل ټکول ورسره مله دي بل دا چې ډيرې ښځې په اسلام کې د خاوند له حق او حقوق اډو خبرې نه دي نو نه پوهه، بې سوادي او له علم څخه لرې والی هم بله ستونزه ده خو په علم کې يوه خبره بله هم اړينه بولم،ډيرې باسواده ميرمنې شته چې تر بې سوادو بدترې دي ما ډيرې داسې باسواده مردارخورې،سرغړونکې او نامنظمې ميرمنې لیدلي چې په بې سوادو مې شکر ويستلی دی.
حديث شريف دی چې د الله رسول فرمايي:(ژباړه):«که مې له الله پرته انسان ته د سجدې امر کړی وی ميرمنې ته به مې امر کړی وی چې خپل خاوند ته سجده وکړي، په هغه رب دې زما قسم وي چې زما روح يي په لاس کې ده تر هغه چې میرمن د خاوند حق ادا نکړي د خد ای حق يی هم نه دی ادا کړی، که خاوند له ښځې يو څه وغواړي او هغه څه د اوښ پر زيرن وي باید میرمن يي له امر څخه سرغړونه ونکړي او امر يي پر ځای کړي.»
يو بل حديث دی:« هغه میرمن چې د خاوند له بسترې يا خونې ولاړه شي نو ملايکې هم پرې لعنت وايي.»
۷ـ ناشکري: باور وکړئ په کور کې تر ښځې ناشکره بل انسان نه وي،سل ښې ګڼې ورسره خاوند کړي وي سل خبرې يي ددې پر سر تيرې کړي وي او سل سهوې يي ور بښلي وي،خو د خاوند د يو واړه غبرګون په مقابل کې پلار، مور، کور، قوم او .... ورته وستايي او وايي چې تا ماته هيڅ هم نه دي کړي خو کاش ښځې له دې مبارک حديث شريف څخه خبرې وی:
عبدالله ابن عباس له انحضرت صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:(ژباړه)« ماته د جهنم اور را وښودل شو ومې لیدل چې ډيرې پکې ميرمنې دي او ويل يي دوی کفر کوي، پوښتنه مې وکړه: خدای نه مني؟ويي ويل: نه د خپل خاوند له امر څخه سرغړونه کوي او له نيکيو يي منکريږي که له دوی سره يوه دنيا ښې ګڼې وکړي خو چې يوه سهوه وکړې بیا وايي هيڅ دې هم نه دي راسره کړي او له تا مې کله هم څه نه دي ليدلي.»
نو برنیو ستونزو ته په کتو سره،ميرمنې پر دوی په کيدونکي زور زیاتي کې تر نيمی هم ډيره ونډه لري او هیله منه يمه،چې خويندې مې د ټولنیزو نزاکتونو په پام کې نيولو سره کوښښ وکړي ژوند يي له خوښيو،مينې، عاطفې او زړه سوي ډک وي.تاسو په خدای باور وکړئ چې د ميرمنې يوه خولو خندا د خاوند کاڼی زړه اوبو کوي، هغه پښتو متل دی وايي:که ميړونه غرونه دي نو ښځې اړمونه دي، راځئ د يو ريښتوني اړم، د يوې ريښتونې ملګري،د يوې ريښتونې ښځې، د يوې ريښتونې پښتنې او با مسولیته انسانې په توګه خپل مسولیتونه وپيژنو او د ژوند له مزایاوو خوند واخلو که د دنيا ټول خوندونه يوې خواته شي آیا يوه مور ته د اولاد هغه که لور وي يا زوی وي تر يوې وړې ماشومانه خبرې او خندا پورته بل خوند شته؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
خدای دې موږ او تاسو ټولو ته د سمې لارې هدايت وکړي ... آمین یا رب العالمين
وحيده نوري