زه او روهي

 
ماته د قلم لومړنۍ تجربه د روهي په ويبپاڼه کې حاصله شوه، ټولنیزو پاڼو ته له راتګ سره سم مې وړې وړې لیکنې کولې، د پاڼې مسول چلونکي زما نه خبرې داسې وبللې لکه ملغلرې نه يوازې لیکلو ته يي وهڅولم بلکه کله کله به يي رانه پوښتنه کوله:« خورې ستا ليکنې څه شوې»همدې؛ ستا لیکنې څه شوې، داسې وليکه، داسې مه لیکه، د املا، انشا او یاګانو سمون يي دا ده نن لږ تر لږه د څو کرښو لیکونکې کړم...
روهي رحمت الله عليه په ژوند کې پښتو او پښتو ادب وپاله او کورنۍ يي پښتو او پښتو ادب په نړۍ وپيژانده.
په درنښت وحيده نوري کابل