ويده اکثریت او کينه کښ اقليتونه:

 
بیګاه شپه چې له سبانۍ رخصتۍ خبره ووم او ځان ته مې ډاډ ورکاوو که نن تر ناوخته ويښه پاتې شم نو  څه خاص خبره به نه وي په همدې فکر کې مې د طلوع پر فاشيست، کفري، مبتذل او شرير  ټلويزیون باندې سترګې ولګيدې دوی څو تنه د افغانستان د شته نوم په اړه را ميلمانه کړي وو.
له ځان سره مې مخکې تر دې چې ټول بحث وګورم وويل:«امنيت ټينګ شو، اقتصاد مو په پښو ودریده،افراطیت پای ته ورسيد، فساد هيڅ نشته، کارونه دومره ډير دي چې له نورې نړۍ خلک افغانستان ته را روان دي، له شپیتو سلنو ډير بې سواده ټول ليسانس شول او شته ليسان کسانو ان دوکتورا وکړه نو اوس يي وخت دی چې باید دا بحثونه وشي»
طلوع چې د قتلونو او نامشروع کارونو کفري انو پروژوي مرکز دی هر وخت کوښښ کوي د شته وروڼو ولسونو تر منځ بیلوالي او کرکې ته لمن و وهي او دا کار يي پر ملي مصطلاحاتو له برید څخه را پیل کړ، په ميز کې د اسدالله والوالجي،استاد حبیب الله رفیع تر څنګ يو تن بوین خولی رهين نومي په ډاګه ویل چې افغان يانې پښتون او زه د افغانستان شته نوم ځکه نه منم چې په دې نوم کې زه خپل ځان نه وينم، بله يي دا هم وويل چې دلته سمه سر شمېرنه نه ده شوې او که دا کار وشي پښتون اکثريت قوم نه د بلکه اقلیت دی.
افسوس کاش ور نیږدې وی او يا مې وس وی چې په دې بحث کې ورسره ميلمنه شوې وی ځکه ورسره ناستو کسانو والوالجي چې د پلار خبره مې معاش خور او د پخوانيو ستميانو له ډلې څخه ده په ډير احتیاط سره د رهین نومي کس خبري تايیدولې او کله کله خو به دومره مخکې ولاړ چې تر نوم به يي د افغانستان تجزيه ته ترجيح ورکوله خو دا خبره يي ځکه ډاګیزه نشوای کولای چې په امنيت شورا کې د ښاغلي محمد حنيف اتمر چې زه ورته فيسبوکي قهرمان وايم معاش اخلي نو دولتي معاش ته خو لږتر لږه باید کرکې او عقدې پټې کړو خو رهين نومي په ډاګه مخالفت کاوو او زموږ رفیع صیب بیا مسلې کولې.
که څه هم استاد رفیع د پښتو ژبې او پښتون ولس حقداره استاد دی ولې داسې بحثونو ته ورتګ يي پر پښتنو ملنډې دي او هيله مې ترې داده چې د يو  ريښتونی حقدار په توګه خپلې څيړنې او لیکنې جاري وساتي او داسې شریرو بحثونو ته له ورتګ څخه دې ځکه ډډه وکړي چې ورسره ناست ګډونوال ډير سپین سترګي او بې حيا خلک وي او دی بیا يو آرام او متین سړی دی نو خپل متانت دې طلوع ته په نه ورتګ سره وساتي او په داسې استخباراتي او عقده مندانه بحثونو کې دې له مسلو تیر شي کنه لرې به نه وي چې دا ډول بحثونه به يي دا شته عزت هم ترې واخلي.
اوس راځم دې ته چې آيا ريښتا پښتون اقلیت دی کنه؟ که چیرته رښتيا هم افغانستان يا افغان يانې پښتون وي او دلته شته قومونه يي نه مني نو دا خو د پښتنو نه بلکه د همدې قومونو د څو تنو عقده منو ستونزه ده که داسې نه وي ازبکستان، تاجکستان،ترکيه، ترکمنستان، ارمنستان او لسګونو نور هیوادونه چې د اکثريت قوم په نامه دي هيڅ قوم ددې مخالفت نه شي کولای  بله داده چې دلته د افغانستان د نه منونکو او فاشيستانو ډې ان اې دې وشي چې آيا دوی رښتيا ددې وطن اصيلي وګړي دي کنه له نورو ځایونو راغلي مهاجر به دلته ددې وطن له اصلي مالکينو سره تجزيي کوي که چیرته دا کار وشي نو ډاډه يم چې د شته اقليتونه ډيره برخه به باالاخره خپل پلار او نیکه له موږ لرې چيرته پیدا کړي .
د اکثریت خبره منل د یو هیواد  بقا ته ژمنتيا ده او لکه څنګه چې نن پر پښتنو اور بل دی ولې دوی يي په ډيره حوصله مندۍ سره زغمي ددې لامل دا نه ده چې پښتانه نارینه نه دي يا غیرت نلری بلکه دوی ددې خاورې د اکثریت او مشر ورور په توکه مجبوریتونه او مسولیتونه لري او دا مجبوريتونه او مسولیتونه داسې نه دي لکه د اقليتونو سقاو، مزاري، احمق شاه مسعود او دا نور.... پښتانه په يو لرې پراته کلي کې د دوی ددې ساده ګانو او غلو په څير لسګونو ريښتوني قهرمانان لري خو دلته يي يادول ځکه اړین نه دي چې د يو وطن ساتل قرباني غواړي او څوک چې وطن ته قرباني ورکوي نو مډال باید تاریخ ورکړي نه طلوع، راکټ په اوږده شمالیان او  یا دا نور لنډغر.
 بله خبره داده که چیرته پښتانه اقلیت وي بیا نو په نيږدې شلو ولايتونو کې پښتو ويونکي څوک دي؟ دا چې اوس پښتانه هره ورځ يو بل وژني، طالب پرې رڼا ورځ توره شپه کړې، داعش  يی په بمونو کينوي، ښونځي يي سوځول کيږي، کدرونه او مشران يي وژل کيږي،د وحشت او ناپوهۍ اور ته ور ټيل وهل کيږي، پښتو ژبه محرومه او محکومه ده، په مورنۍ ژبه پښتون ماشوم د زده کړو حق نلري، نور ټول ملي دي خو پښتانه متعصب دي دا شونې ده د وخت مجبوریتونه او تحميلي پروژې وي خو  دا چې لکه په دولتي ادارو کې محرومه پښتو اوس پښتون ته هم اقلیت ويل کيږي په دې اړه باید پښتانه خپل دريځ معلوم کړي او له رهين نومي کس سره باید دا خبره  په ثبوت ورسوي چې پښتانه څومره، چیرته او څوک دي.
بله خبره داده چې دلته شته ژوندي وګړي لومړی ژوند او بیا پر تاریخي مسايلو  هغه وخت بحث ته اړتيا لري چې ټولنیز عدالت مراعت شي، پښتو په دولتي ادارو کې لکه دري راج وچلوي، پښتون ماشوم په مورنۍ ژبه زده کړې وکړې، پښتو ته ريښتوني مبارزين فاشيستان نه بلکه حقدار وبلل شي، غني خيل او کرزي خيل يي په نورو خوړلی سياسي او ټولنیز حق ورکړي ...نو په اوس وخت کې دا خبرې را پورته کول او د طلوع رسنیز او  کفري شرارت د يو ملت تباهی ده ځکه دوی په پوره مهارت سره کوښښ کوي د تروریزم په اور کې سوځيدونکی افغانستان قومي، مذهبی او نژادي تباهۍ ته هم ور ټیل وهي.
پښتانه که څه هم پر دوی په بل اور کې که ډير نه وي لږ څه ګرم دي او باید دې ستونزو ته د حل لاره ومومي  ولې ددې وطن د اکثریت په توګه ددې ډول خبرو او يا پروګرامونو د په لاره اچولو په اړه يي باید غبرګون جدي وي، موږ ټول او زه د يوې پښتنې په توګه دا خبره منم چې موږ د کیفیت اقلیت خو د کميت اکثریت يو ولې اوس نو پښتون ټبر ته په کار دي چې ځانونه د کميت د اکثريت تر څنګ د کيفیت اکثریت کړي او پر خپل ولس بل کړی اور د علم  په باران سره مړ کړي.
که څه هم د زماني جبر کله سقاو  قهرمان کړي او کله کوم بل قاتل ته د ملت، ملي یو والي او.... القاب ورکړي دي خو د پښتنو له دې چوپتيا او تشو خبرو خو داسې ښکاري چې يو ډول موږ لکه څنګه مو چې پر ځان باندې مذهبی او ايديولوژيک افراطيت لوريږي دا مو هم په ځان لوريږي چې له خپلو نیکونو را پاتې افغانستان په څو ټوټو و ويشو ځکه کله چې سقاويانو سقاوي وکړه او زاړه هډوکي يي را و ویستل او د یوې تورې څيرې، تور شوي هډوکي يي په توره شپه په خاورو ومنډل او موږ ايله بیله په ژوندون، شمشاد، کابل نيوز او ځينو نورو رسنیو کې یوازې ګفتاري خبرداري ورکړل که سبا ته همدې خراسانیانو هم ناره پورته کړه موږ به يي د مخنيوي پر ځای په پروژه وي او  تجارتي تلویزیون ژوندون کې پر ضد یوازې او يوازې خبرې کوو خو کاش خبرو ستونزه حل کولای موږ خو پوره يوه پيړۍ خبرې وکړې خو وينو چې خبرې ستونزه نه حل کوي او نن سبا اقلیتونه هر يو د پښتون اکثریت په پرتله ډير سیاسي او ټولنیز امتیازات اخلي.
د پښتانه د اکثریت تر ټولو ستر ثبوت دادی چې دوی کله هم لکه شته اقلیتونه خبري، ټولنيزې، اخلاقي، سمتي، ژبنۍ،مذهبي او نژادي بې نزاکتی نه کوي که څه هم په پښتنو کې د ريښتنو قهرمانانو شمېر د نورو ټولو قومونو تر قهرمانانو ډير  دی ولې پښتانه هيڅکله خپل زاړه هډوکي نه را وباسي او بيا يي نه خښوي،خو نور قومونه وينو چې کله يي د برښنا په پروژه پسې د ایران په خوښه را اخیستي وي او کله ځينې نور بیا د خراسان او يا افغانستان د تجزيي او  ټوټه کيدو شعارونه ورکوي.
پښتانه اوس نو باید سرونه خلاص کړي او نور باید د څو پيړیو له خوبه را ويښ شي او عملا لاس په کار شي که څه هم اوس د پښتون په نوم  د طالبانو روانه پروژه په ډيرې بې رحمۍ سره پښتون انسان وژني، بې کوره او بې اوره کوي يی نور يي باید مخنیوی وشي په تیرو ۱۵ کلونو کې د کرزي له ملي خيانیتونو بیا د اشرف غني تر جذباتي خبرو پورې هره ورځ پر پښتون انسان بل شوي اور ته خس او خاشاک او ډيريږي او ددې اور لمبې زموږ وجود سوځوي.
راځئ چې  د کیفیت د اکثريت په خاطر افراطیت او افراطي پروژې نورې په خپله ميړانه سره بندې کړو ځکه همدا اوس لارې زموږ په بمونو الوتي، بې کوره موږ يو، نیست من او پک پمن موږ یو، وژل کيږو موږ،تښتول کيږو موږ او باالاخره لکه د ميانمار مسلمانان له هر ډول مظلومیت سره مخ يو نو که زموږ دا چوپتيا او د اقلیتونو دا بې حیایی وي لرې نه ده چې د داعش د خراسان او خلافت دا ناره به اقليتونه ډير ژر زمزمه کړي او پښتانه به د نړۍ د شته قومونو له لړلیک څخه و ويستل شيخو بیا لکه مچان لاس مروړل هيڅ ګټه نه کوي بلکه بل شوی افراطي، استخباراتي، داعش، طالباني او...اور همدا اوس مړ کول غواړي که يي مړ نکړو نو کرار کرار به مو  ټپي ټپي وجود وسوځوي او پنځه زره کلن او تاریخي افغانستان به خراسانيانو، ايرانيانو، پاکستانیانو او فارسیانو ته ور پاتې شي.