
پښتانه د تاریخ په اوږدو کې ميړنې، غیرتي، وطن، ناموس، ارزښتونو او عقيدې مين خلک وو، په بیلابیلو پيړيو کې د دوی همدې ميړانې او غیرت د نړۍ له سترو قدرتونو سره ټکر کړي هم دي که څه هم د پښتنو سر ته د خام خیال شوی دی خو د کاڼي په څير کلک سرونه يي په خپل هوډ مات کړي وو.
دا په تاریخي لحاظ د پښتنو د تير ژوند کيسه ده او دا چې په برنیو جملو کې يو ډول ماضي کارولې په دې کې اساسی پيغام دا دی چې موږ نن هيڅ شي ته هم ژمن خلک نه يو ځکه که ژمن وی نو پر ځان روان ظلمونه مو نور باید وروستي کړي وای، اوس پښتانه په خولو د ميړانې خبرې کوي، خو په عمل کې ميړني نه دي ځکه که چیرته رښتيا ميړني وی دوی باید نن نړۍ ته دا ثابته کړې وی بل دا چې په ۲۱ پيړنۍ کې په نړۍ کې میړانه وژل، تښتول، بې کوره کول، وحشت او دهشت خورول نه بلکه د خپلو ولسونو را ټولول دي خو پښتانه برعکس لګيا دي موږ دومره تنګ نظري، ويده او د عقل مظلومان يو چې زه کله يو نيم څه په خپله فيسبوکي پاڼه کې وليکم ځينې راته ليکي(د ښځو يي په دې خبرو څه غلې کينه، د چرګ يي په مالګه څټلو څه) ان تر دې چې ځينې راته په شخصي چټ کې سپکې سپورې او کنځلې کوي خو دوی کاش په پښتني تاریخ کې د ميوندۍ ملالې، نازو انا او... تاریخ لوستی وی او پوی شوي وای چې دلته میرمنو څومره د پښتون تاریخ په ځلولو کې رول لرلی دی خو خیر له خپلو ګيله نه وي پکار ځکه د کور حال په کلي ويل هم د بې ننګۍ يو بل ډول دی چې زه له ډيرو جزيياتو تيریږم.
د پښتنو د ميړانې کيسه د اميرکروړ(زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته) څخه را پیل شوې ان تر دې چې د تاریخي اسنادو پر بنسټ امیرکروړ چې کله د وخت ښکيلاک ونيوه د دې لپاره چې په بې ننګۍ کې ونه مري د ګوتې په غمي کې ځای پر ځای کړي زهر يي پټ وخوړل او مخکې تر دې چې د زبرځواک پادشاه دربار ته ورسیږي ځان يي حق ته سپارلی وو (الحکم الله).
د پښتنو د ميړانې بله کيسه هم د حضرت خوشال بابا اتلس کلن بند او د رنتبور د زندان سختۍ وې خو له يو عمر بند وروسته هم د خوشال خان بابا په ميړانه او غیرت کې بدلون نه و راغلی بلکه نور يي هم عزم ټينګ فولادي شوی و او د تور زندان د تورو تمبو شاته يي د مغولو د ځپلو کلک هوډ کړی وو:
پس له بنده دی دا عزم
دا خوشال د خاطر جزم
يا نيولی مخ مخکې ته
یا مغولو سره رزم
همداسې که د ستر احمدشاه بابا رحمت الله علیه فتحې، د ميرويس نيکه ميړانه او ولسي مديریت، د انګريز، چنګيز او روس پر وړاندې د دې ولس ميړانه مطالعه کړو شونې ده په اوسني وخت کې چې دا قوم يوازې خبري غیرت، میړانې او.... ته پاتې دی.
اوس پښتنو ته ژړا پاتې ده، خو اوښکې تويول هم ميړانه نه بلکه د بې غيرتي يوه بیلګه ده او په پښتنو دا بیخي مشهوره خبره ده چې ژړا باید ښځې وکړي خو نن د هر پښتون نارینه او ښځينه سترګې له اوښکو ډکې دي.
په اوس وخت کې په پښتون ميشتو سیمو کې وحشت اوج ته رسيدلی، ښوونځي وران يا تړلي دي، کدرونه يي يا په شهادت رسول کيږي او يا له خپلو کلیو لرې په پرديو سیمو کې ژوند کوي، سړکونه خام دي، روغتونونه نشته، د نجونو ښونوځی خو اوس هم کفر دی، په بدو کې د نجونو ورکړه لا هم شته، د لوڼو پلور او پیر د څارويو په شان روان دی خو دوی تير تاریخ یوازې يادوي، موږ د معاصر، ژوندي او ساه کښ نسل په توګه راتلونکې ته يوازې بې غیرتي په ميراث پريږدو چې دا ډير د تاسف ځای دی.
پښتانه اوس دومره مظلومان او فقيران شوي دي چې په کابل ښار کې تر نورو ډير سوالګر پښتانه، تر نورو ډير په سړک کې ولاړ کاريګر پښتانه او په منډیي کې تر ډيرو ډير جواليان، ډوډۍ پخونکي، ريکشاوانان، بولاني پخونکي او... پښتانه دي له دې خبرې مې مطلب دا نه دی چې پښتانه دې کار يا ژوند نه کوي له هرې حلالې لارې د يوې ګولې روزي پیدا کول عبادت دی خو پښتنو ته په خپلو کلیو کې تر دې ډيرې باعزتې دندې او کارونه وو چې دوی باید کړي وای، خو په کلیوالو سیمو کې پر پښتنو روان شواخون دوی اړويستي دي چې ښارونو يا امن سیمو ته مخه کړي او ايله خيټې ته ژوند وکړي، دا مجبوریت تر دې را رسيدلی دی چې په پوره زر کسيز واده کې د پښتنو يو کدر له موټره دښمن را کښته کوي په ډير وحشت يي د کورنۍ او خپلوانو په مخ کې په شهادت رسوي خو هسې خبري غیرت من او په تیر تاریخ مين يي سیل کوي او بیا يي کيسې په کور کې وي.
د پښتنو خبري مجبوریت دومره ډير شوی دی چې د کوزې پښتونخوا اورکزي پښتانه، وزير، مسيد، داوړ،يوسفزي او..... د داعشي،طالبي، افغاني او پاکستاني وحشت په خاطر ننګرهار ته را لیږل کيږي پرته له دې چې پوی شي چې دلته او هلته ټول يو قوم، یوه وینه، یو تاریخ او يو ارزښت لرونکی ولس دی يا مشران په بمونو کينوي، يا هم ماشومانو ته ورور وژنه ور زده کوي او يا د خلکو کورونه سوځوي، ښځې يي برمته کوي او مال يي په غنیمت نيسي. دوی په دې نه پوهيږي چې په تاریخې لحاظ د برو پښتنو بې عزتي یا وياړ د کوزو پښتنو دی او د کوزو بیا برعکس د برو دی، دلته چې کوزنی پښتون د پنجاب په خاطر هرڅه کوي دا په ځان ظلم کوي او په تاريخ کې به يي ځای د شاه شجاع او خوشال خان د مغول پالي زوی بهرام خان په څير وي ځکه د پښتنې بې حيایی ته ناست پښتون د خپلې خور، مور، ميرمنې او لور په بې حيایی اوبې عزتۍ کې لاس لري.
د پنجشنبې په ورځ د کابل په موسهي کې د پښتون کدر صابر احمدزي شهادت ځکه ټکان راکړ چې اتلس کاله تعلیم لرونکی ماسټر انسان په یوه ټولنه کې داسې مفت په شهادت رسول د دې ټولنې د سختې بې غورۍ، بې غیرتۍ او ټيټ سرۍ ستره نمونه ده، همداسې په میدان وردګو کې د لويي لارې په لړ کې د زرګونو تنو برمته کول، وهل، ټکول، بې عزته او بې پته کول هم بله بې غیرتي ده.
ځان ځاني او مغول دواړه ورته يو دي
څوک به پوی کړي پښتانه خوشال خټکه
په فراه کې د خلکو په کورونو کې د دوی څاروي حلالول،کباب کول او يا له ځان سره بیول نو د بې غيرتۍ اوج بللی شو، په شمال کې د پښتنو نسل وژنه،پ ه هلمند کې د زرګونو کورونو بيځايه کیدل، د لسګونو ولسوالیو بندې لارې او.... زموږ د سرټيټي او بې غيرته ژوند بله بیلګه ده، آیا تر دې برنیو يادو شویو مسايلو پورته بله ستره بې غیرتي شته؟ آیا پښتنو د خوشال پس له بنده دی دا عزم او يا د اميرکروړ د زهر خوړلو تاریخ لوستی کنه؟ دوی څه فکر کوي چې موږ ته په افسانوي لحاظ را پاتې ویاړونه همداسې راکول شوي؟
موږ د معاصرو انسانانو په توګه راځۍ په نن نه بلکه په سبا فکر وکړو په يو کلي کې پنځه سوه کورونه وي، دوه زره نارینه او همدومره ښځې پکې ژوند کوي خو پنځه تنه پلورل شوي او پردي پالي د ټول کلي په برخليک لوبې کوي، په واده کې په پښتو ادب کې ماستري لرونکی انسان وحشيان له موټره کښته کوي په شهادت يي رسوي زر تنه پښتانه د لسو تنو مخه نه شي نيولی.
دوه خبرې دي:
يا باید موږ دا ثابته کړو چې پښتانه په يو بل هيڅ ډول زړه سوی نلري او يوازې په خولو د زړه سوي خبرې کوو او دا خبره بيخي ثابته شوې او يا دا چې بې ننګه، بې غیرته، بې پته او نه سړي يو که بې ننګه نه وی نه به بې کوره وو، نه بې تعلميه، نه ځانمرګي او نه هم قاتلين. که چیرته په کليوالو سيمو کې پښتانه د بساينې ناره پورته کړي آيا داسې ځواک شته چې د دوی مقابله وکړي، که په واده کې ورا دا لس اته کسه قاتلان په دار وځړوي څوک شته چې زر تنه ټول و وژني؟ د دنيا هيڅ قدرت د ولسي يووالي مقابله نشي کولای ځکه که چیرته د ولسي یووالي مقابله کيدای نو الماني هيټلر به ټول يهودان وژلي وی او نن به د اسراييلو په څير يو ستر ځواک په فلسطين کې نه وی حاکم، د اسراييلو بریا دا نه ده چې دوی مخکې بريالي وو بلکه دوی په تاریخي لحاظ تر ټولو ځپل شوي انسانان وو خو دا چې ولسی يووالی پکې وو، غیرت يي درلود او ميړانه يي وکړه اوس د دنيا د ډيرو هیوادونو برخلیک همدا پروني ځپل شوي او وژل شوي ولسونه ټاکي او دوی باید و وياړي چې يو دم يي نه يوازې د ځان بلکه له ځان سره د څو میليونونو يهودانو برخلیک بدل کړ.
تاریخ قضاوت کوونکی دی سبانی قضاوت ډير سخت دی او موږ د راتلونکي تاریخ بې غیرته، نامتمدنه، له انسانيته لرې، د يو بل وژونکي، بې سواده، بې تعلیمه ، بې تربيي د ځان د تباهۍ هغه سا کښ مخلوقات کيدونکې يو چې پر ځان روان ظلم ته د دين، اسلام، افغانيت او پښتونولۍ په نوم مشروعیت ورکوو خو روان وحشتونه نه ديني صبغه لري نه هم اسلامي، انساني او افغاني بلکه مطلق د ځان د تباهۍ په خاطر روانو ظلمونو ته ټيټ سرناست قوم یو.
طالب چې په کلیو کې ځان ته له اسلام څخه افسانوي پوښښ جوړ کړی او خپل ولس په شهادت رسوي او يا يي شته لوټي، داعش چې په ننګرهار کې کوم ظلمونه يا وحشتونه کوي د دې ټولو لامل زموږ بې غیرتي ده، که موږ لږ هم په ایمان ګوتې و وهو او د ژوند لپاره د ژوند کوو شعار په عمل کې ورکړو پنجاب، روس، تهران او توران څه چې ټوله نړۍ هم زموږ د ايل کیدو يا مقابلې وس نلري خو افسوس زموږ سختې بې غیرتۍ پر موږ دا حالت را وستی دی او ډاریږم داسې نه شي چې يوه ورځ د نيابتي جګړې پر مخ بیونکي زموږ تورسرې او سپین سرې برمته کړي او لکه د عراقي يزيدیانو په څير يي په پنجاب، تهران، مسکو، کوټه يا پيښور کې په عام بازار کې لیلام ته وړاندې کړي او موږ يي سيل وکړو.
راځۍ ډار مات کړو، راځئ غیرت وکړو مرګ حق دی زما د زړې نيا خبره د ګور شپه نه په کور کيږي هسې هم مرو که په خدايي مرګ مړه نشو په کلیو کې مو يا طالب وژني يا هم داعش که مو دوی ونه وژني د دوی له لاسه به مو يا امریکايي الوتکې له کورونو لړې پورته کړي او يا هم سرتيري نو که په هر کور کې يو کس داعش وژني، يو حکومت، يو طالب او يو بل هم امریکايي همدا هر کور یو کس د ولسي بساینې په خاطر قرباني ته وړاندې کړي آیا د څو زرو په قربانۍ به مو څو ميلیونه هره ورځ په معنوي لحاظ وژل کيدونکی قوم نه وي ژغورلئ.
په پای کې ډيره زياته بښنه غواړم، تور سرې يم، پښتنه يم، لويي خبرې رانه وشوې او د کورني جوړښت پر بنسټ ښځه يا د کور وي یا ګور ما باید دا خبرې نه وی کړی خو څه وکړم که څه هم د کابل په اچار ته ورته ښار کې د پرديو افکارو قرباني یم ولې کله کله مې په وينه کې يوازې یوه زره پاتې د ميوندۍ ملالې او نازو انا وينه په ټوپو شي اړه شم چې خپلو وروڼو ته پيغور ورکړم خو وروڼه مې دې د ښکنځلو يا ليکنې د تشو لوستلو پر ځای پر ځان، ما، خپله خور، مور، ميرمنې، غرور، ميړانه، تیر او راتلونکي تاريخ او بچي فکر وکړي او بیا دې و وايي چې آیا عمل په کار دی که ناسته نوره ستاسو خوښه.
په درنښت
خور مو
وحيده نوري