دوه ځايي چارواکي!

 
نويده خوشبو
اکثراً کله چې د سولې په اړه بحثونه تعقيبوۍ او يا هم د هيواد امنيتي حالت په اړه رپوټونه او څېړنېزې ليکنې لولۍ، نو د هېواد د ډېرو ناخوالو تر شا د چارواکو د لاس لرلو ذکر حتمي شوى وي. په لومړيو کې دا دلايل دومره منونکي نه وو؛ ځکه هر چارواکى د پېژنګلوي او ځانګړي آدرس له مخې تر څوکۍ رسېدلى دى نو دا لړۍ ډېره اوږده او د منلو وړ نه وه. داسې ګڼل کيده چې کېداى شي په فکري لحاظ ځيني چارواکي مخالف پال وي.
د روان ميلادي کال په لومړيو کې کله چې د (ستون پنجم) يادونه کيده نو ډېرې سياسي کارپوهانوبه دځينو چارواکو او کړيو نومونه هم يادول، خو د نظام چاراوکي چې نه د افراطي مدرسو طالبان دي، نه پيچکاري خوړل شوي او نه يې مغز منځل شوى؛ ښه په هوښ او حواسو د ولس له وينو سره څنګه خيانت کولې شي، ساتونکي څنګه وژونکي کېداى شي؟
کله چې په وزارتونو، رياستونو او ځينو مهمو ادارو ځانمرګي بريدونه وشول، نو ځېنې پوښتنې به پيدا کېدې، خو هيڅکله د شکونو او پوښتنو پر وړاندې د حکومت لخوا جدي څېړنې ونه شوې !
له بده مرغه همدې بې پامۍ په حکومت کې د مخالفينو نفوذ پياوړى او پراخ کړ. که له سيمه ايزو اوسېدونکو وپوښتې نو هر يو وايي، له والي نيولې تر قوماندانه د ځان ساتنې لپاره له مخالفينو سره لاس لري، دا خبره غېر منطقي نه ده !
د امنيتي پوستو په څو کليو مترۍ کې د مخالفينو فعاليتونه يې ښې بېلګې دي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د مخالفينو شتون، ګډون او بالاخره د سرتيرو د وژنې او د وسلو له تښتولو پېښې هم بې شمېره دي. رپوټونه د همدغو کسانو په ګمارنې کې د ځينو چارواکو لاس ښودلې!!
د هېواد په لويو لارو کې په رڼا ورځ د پوستو له شتون سره سره، موټرې درول کيږي؛ او په لسګونه کسان برمته کيږي له يوې سيمې بل او له بلې بل ته لېږل کيږي. آيا له همکارۍ پرته دا کار امکان لري؟
په وروستيو کې ځينې رپوټونه وايي چې خيالي ترانسپورتي شرکتونه د چلونکي او امنيتي برخو له پوره همغږۍ او همکارۍ سره برمته نېونې کيږي د چارواکو د همکارۍ تر ټولو ښه ثبوت د ټپي طالب چارواکي درملنه او له دولتي امکاناتو څخه ګټه اخيستنه ده !
په بغلان کې د طالبانو پوځي مسوول قاري ظاهر د یکشنبې په ورځ کله چې د وردګو ولایت د امنیه قوماندان په موټر کې په ټپي حالت د درملنې لپاره کابل او وروسته پاکستان ته لېږدول کېده د بغلان د ملي امنیت د کارکونکو لخوا ونیول. ښکاره دښمن دومره زيان رسونکى نه وي؛ څومره چې د لستوڼي مار زهرجن وي! د قاري ظاهر نیول کېدل ښايي د دغه راز د لسګونو پېښو کوچنۍ بېلګه وي، له حکومت او استخباراتي ادارو څخه یوه مهمه غوښتنه د هغو کسانو پېژندل او سزا ورکول دي، چې د دولتي امکاناتو په کارولو سره د دولت له مخالفو وسله والو سره مرسته کوي.
په نظام دننه د ټولو چارواکو په ګمارنې دې بيا کتنه او دقت وشي که چېرته اړوندې ادارې لا هم په دې برخه کې بې پامي وکړي نو د سولې او امنيت په برخه کې به هر ګام له ناکامۍ سره مخ وي.