
حیران ولاړیو چېرته تللي یو په تللو لارو
مالومه نه ده چې په پاکو که ناولو لارو
يو ځل مو بیا شوې په پردو لاسونو څیرې پاڼې
ژوند مو راټول نه کړو لا ورک شولو په خپلو لارو
مزل مو لرې سا درېدلې پښه نیولي پلونه
ځکه روان یو همېشه په شړېدلو لارو
ستړې ستومانه ، بې هدفه او بې پلانه خلک
مزل وهو بېرته راځو په ګرځېدلو لارو
ستنېږم پل ږدم دبابا د پښو خاپونو باندې
کله هم نه راځمه بېرته په راغلو لارو
اسمـــــا لمـــــــــــــر