
قلم رواخلم لاس مې ولړزي لې سترګو اوښکې
چې را په یادې شي د افغان د یتیم تاندې اوښکې
نه کوي کار زما قلم د خوشحالۍ او مستۍ په بیتو
ځکه په فکرو کې راته راشي د یتیم خوارې اوښکې
ای په تخت ناسته کبرجنه ، مغروره او جاهله مشره
حساب به ورکړي لوی الله ته، د یتیم هرې اوښکې
ستا اولادونه د خارج کې تعلیمونه او خوندونه کوي
څنګه به یاد کړې ته غافل د افغان د یتیم پاکې اوښکې
یا الله زه بازمحمد ستا دربار ته نیسم د دوعا لاسونه
نورې مې وچې کړې د مظلوم یتیم دا خوارې اوښکې
بازمحمد منګل