د آمادګي پوهنځي په اړه څو مهم ټکي

 
قدرمنو دوستانو السلام عليکم!
د آمادګي پوهنځی لوړو زده کړو ته د عادلانه او متوازن لاسرسي په موخه د جنګ ځپلو او محرومو سيمو د ځوانانو لپاره يو مرستندويه پروګرام، چې د پخواني ولسمشر له حکم سره سم د لوړو زده کړو په وزارت کې پيل شوی و، خو اوسنۍ وزيره د يوې ځانګړې مافيايي او متعصبې کړۍ په لمسون هڅه کوي دا پروګرام له منځه يوسي. له تاسو ټوله نه هيله کوو، چې د فريدې مومند د خپل سرۍ او بېعدالتۍ په مخنيوي کې زموږ ملاتړ وکړئ . موږ به ډېر ژر نور مواد هم له تاسو سره شريک کړو. ستاسو د مالوماتو لپاره لاندې څو مهم ټکي مو په لنډ ډول راوړي دي:
 
د آمادګي پوهنځي په اړه څو مهم ټکي
د کانکور د ازموينې سېستم يو نيمګړی سېستم دی، چې بيا کتنې ته اړتيا لري. په افغانستان کې دزده کړې شرايط ډېر توپير لري او غير متوازن دي، خو د کانکور ازموينه له ټولو څخه يو ډول اخېستل کېږي. پخوا وختونه به د نسبي توازن د ساتلو په موخه د وروسته پاتې سيمو د زده کوونکو لپاره يو ضريب په پام کې نيول کېده، خو اوس دا ضريب له پامه غورځېدلی.
تېر کلونه د زده کړو نامتوازن شرايط، د کانکور غير عادلانه او له درغليو ډک بهير د دې لامل کېده چې د بېلګې په توګه په ۱۳۹۳ کال کې د نورستان زده کوونکو ۴٪ حق ترلاسه کړ او بلخ ۲۵۰٪ حق واخېست. زابل ۱۴٪ او پنجشېر ۱۹۱٪. تر دې وړاندې کلونو  هم دېته ورته پايلې درلودې.
د همدغو بېعدالتيو د نسبي جبران لپاره مدني ټولنې، د ملي شورا غړو او د لوړو زده کړو وزارت يوه ګډه طرحه جوړه کړه او پخواني ولسمشر منظوره کړه. د دغې طرحې له مخې هر کال د يو شمېر جنګ ځپلو او محرومو ولايتونو زده کوونکي چې د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې پاتې کېږي، د آمادګي په پوهنځي کې جذبېدل او تر يوې کلنې دورې وروسته د ځانګړې ازموينې له مخې مختلفو پوهنځيو ته يې لار موندله. د ولسمشر د حکم له مخې لومړی کال ۴۰۰۰ کسان جذبېدل او په راتلونکو کلو کې دا شمېر هر کال ۱۰٪ زياتېده.
کله چې نوې وزيره (فريده مومند) راغله، دا پروګرام يې پر ځای ودراوه چې له کبله يې تېرکال ۴۸۰۰ کسان له خپل حق څخه بې برخې شول او سږکال هم ۵۲۰۰ نور ځوانان محروم پاتې شول. کله چې موږ پراخه اعتراضونه وکړل نو اوسني ولسمشر هم د پوهنځي د پيل امر وکړ. نوموړې اوس هڅه کوي چې دا پروګرام دې د کانکور د آمادګۍ کورسونو سطحې ته راټيټ کړي او د پوهنې وزارت ته يې وسپاري. نوموړې ادعا کوي، چې د ۱۳۹۵ کال ازموينه يې ډېره شفافه اخېستې ده او ټوله ستونزه يې حل کړې ده. حال دا چې په همدې کانکور کې نتايج پدې ډول دي: نورستان ۱۶۶ تنه بريالي، نيمروز ۳۲۵، زابل ۳۷۲، بادغيس ۵۰۷، ارزګان ۵۳۴. د دې پر وړاندې له پروان څخه ۵۴۹۲، تخار ۷۱۸۴، باميان ۴۹۱۸ او غزني ۸۱۵۰. مانا دا چې که د درغلۍ مخه تر يوه بريده نيول شوې د عدم توازن ستونزه په ټول ځواک پر خپل ځای پاتې ده. د شفافيت په برخه کې هم تر ډېره بريده واليانو ته د ولسمشر خبرداری و، چې په نسبي توګه د درغليو مخه ونيول شوه.
فريده مومند استدلال کوي، چې دا خو د کانکور آمادګي ده بايد د پوهنې وزارت ته ورکړل شي. حال دا چې دا پوهنتون ته د آمادګۍ ځانګړی پوهنځي دی او هغه زده کوونکي ورته جذب کېږي چې د کانکور ازموينه يې ورکړې وي.
دويمه دا چې د آمادګي په پوهنځي کې زده کوونکي ځانګړی نصاب وايي او په پای کې هم د نصاب مطابق ځانګړې ازموينه ترې اخېستل کېږي، حال دا چې فريده مومند غواړي دوی له سره د کانکور ازموينه ورکړي.
درېمه خبره دا چې د آمادګي پوهنځی د دې لپاره جوړ شو چې د پوهنې وزارت نه شول کولای خپل مکلفيت په سمه توګه ترسره کړي او ټولو سيمو ته په متوازنه توګه د زده کړو شرايط برابر کړي، مانا دا چې د پوهنې په وزارت کې د نيمګړتيا د جبران لپاره په لوړو زده کړو کې د آمادګي پروګرام جوړ شو، نو اوس څنګه دا پروګرام بېرته د پوهنې وزارت ته وسپارل شي. که چېرې د پوهنې وزارت خپل مکلفيت ترسره کړي او يا لږ تر لږه د فساد مخه ونيسي او خيالي ښوونځي د واقعيت په ډګر کې جوړ کړي، نو دا به يې هم له محرومو او جنګ ځپلو سيمو سره لوی احسان وي.
څلورم دا چې د آمادګي پوهنځی کومه نوې تجربه نه ده، دا ډول پروګرامونه په نورو هېوادونو کې هم شته پوهنځی او د ډاکتر نجيب په وخت کې هم د اړو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د آمادګي پوهنځی جوړ شوی و.
پنځم دا چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د آمادګي پوهنځي لپاره يو سېستم جوړ شوی، نصاب جوړ شوی او اداره يې جوړه شوې. پر وسايلو او د نصاب پر جوړولو پيسې لګېدلي، که چېرې دا پروګرام پوهنې وزارت ته سپارل کېږې، بايد ټوله پروسه له سره پلې شي او له سره لګښت پرې وشي او تر څو چې د پوهنې وزارت ورته چمتو کېږي، يو بل کال به هم ضايع شي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې فريدې مومند له قانون څخه سرغړونه کړې او په خپل سر يې د وزيرانو شورا مصوبه او د ولسمشر فرمان نقض کړی او د لس زره زده کوونکو حق يې تر پښو لاندې کړی دی. بده خو يې لا دا ده چې د حکم له کبله پخواني ولسمشر ته براعلی سپکاوی هم کوي.
په پای کې يوه مهمه يادونه دا ده، چې که چېرې محرومو او زيانمنونکو خلکو ته د ځانګړو اميتازاتو ورکول سم نه وي، نو ولې يې سږکال د کانکور په ازموينو کې نجونو ته ۳۰ سلنه امتياز ورکړ، چې له دغه اميتاز څخه هم د پرمختللو ولايتونو نجونې برخمنې شوې. پوښتنه دا ده، چې آيا د کابل، هرات او بلخ د نجونو د زده کړو شرايط ډېره ناوړه دي او که د نورستان، بادغيس، ارزګان، زابل او پکتيکا د هلکانو؟