
لیکواله: اسما لمر
کوچنۍ وم ایله به د اتو کالو وم، پلار به مې راته ویل درس وایه ډاکتره به شې، ما ته ډاکتري او نوم یې د یوه غره غوندې ښکارېدل، هو همدومره درانه لکه پلار چې راته ووایي؛ ورشه هاغه غر په شا کړه!
ما خپل کوښښ کولو هرچا ته به مې ویل زه ډاکتره کېږم، پلار مې راته وايي ته ډاکتره کېږې!
بس په همدې هیله چې چې زه ډاکتره کیږم درس ویلو ته مې دوام ورکړ په فکر او سوچونو کې ډاکتره وم، او همدا مې تر یوه وخته هیله وه
خو یو وخت یولسم ټولګي کې وم نو ترانې لیکل مې پیل کړل ګوډ مات شعرونه به مې لیکل او پلار جان ته به مې مخ ته کول او کله کله خو به مې ورته دیکلمه او زمزمه کول هم، خو پلار مې نه غوښتل د تندي د ګونځو نه یې پوهېدم خو بیا به یې هم راته ویل:
لورې ته ډاکتره کېږې او ترڅنګ یې زما د نه خپه کولو په خاطر دا هم ویل شاعره کېږې هم. ما ته نو اوس ډاکتري لږ اسانه ښکارېده ځکه فکر مې لوی شوی و.
ما وې هو پلاره زه ډاکتره کېږم، بس یوازې مې هغه ته ډاډ ورکولو ګني ډاکتري زما په ذهن کې نه وه ځکه د وطن حالاتو زه او زما ذهن دې ته بېولي و، چې زه سیاستواله شم او د دې لارې هېواد ته خدمت وکړم.
کله به چې ښوونځي ته تلم نو په فکر کې به ډوبه وم کله به پارلمان ته تلم کله وزارت ته، کله بل دولتي ځای ته، ایله به په همدې فکرونو کې د ښوونځي تر انګړه ورسېدم، نه تر وزارته او نه تر ریاسته !
د ښوونځي په دوره کې مې د شاعری ترڅنګ ځينې کیسې هم لیکلې، پلار ته به مې لوستې، هغه به ویل ته ډاکتره کېږې!!
بس همدا!
ته ډاکتره کېږې!
دولسم ټولګی مې د ځينو علمي اکاډمیو د تقدیر نامو ترڅنګ په لمړۍ درجه بشپړ کړ، د يوې خور او دوه وروڼو په منځ او مخ کې مې پلار ته د نمرو د نتیجې پاڼه( اطلاعنامه) وښوده په تندي یې ښکل کړم، او ویې ویل ما ویلي وو چې ته ډاکتره کېږې!
په نه زړه مې د پلار د خوښۍ په پار وویل:
هو پلاره زه ډاکتره کېږم، خو زما په زړه نور څه منګولې نښلولې وې.
وخت تېرېده د کانکور آزموینه را ورسېده آزموینه مې ورکړه بخت چانس یاري و نه کړه یا هم قسمت نه وو یاهم زما ذهن بل ځای
د امتحان نتیجه بې نتیجې را ووته خوابدې شوم. پلار ته مې ونشوی وېلی، د کور نه ولاړم د خور کور ته مې هلته مې زړه تش کړ، سترګې مې سرې کړې.
ماخوستن مې پلار خبر شوی وو زنګ یې راته کړ، خو خبرې مې نشوی کولی هغه اوس هم ډاډ راکاوه لورې ما ویلي ته ډاکتره کېږې
نو ته ډاکتره کېږې دا د یوه پلار خبر ده!
بس ډاډ یې راکړ سهار خپل کورته ستنه شوم چاته مې نشوی کتلی خو ټولو ډاډ را کاوه، یو ورور مې چې زما سره یې له سره نه وه جوړه دتل په څېر یې طعنه را کوله: ډانګتره راغله!
ډانګترې جګه شه دا کار وکړه ها کار وکړه، دا چې مشر وو حوصله مې کوله. زړه کې به مې ویل بې وروره مې مه کړې، خیر دی ودې وایي هرڅه چې وایي کال ووتو بیا آزموینه شوه بیا همدا بخت، بس پلار مې هم نور ډاډ رانکړ او نه یې وویل چې ته ډاګتره کېږې
خو کال تېر شو، بالاخره د ډاکترۍ ارمانونه ولاړل واده مې وشو؛ خو بیامې هم د زدکړو آرمان درلود کلونه وروسته دا اور نور په ګرمېدو شوی وو لمبې یې تر ذهنه ورسېدې او بالاخره تر ژبه ووتې، د خپل خاوند نه مې په عاجزی وپوښتل!؟
څنګه ده ؟ چې زه لوړې زدکړې وکړم؟؟
هغه راته وکتل او په نه زړه یې وویل ښه اقدام دی مګر دکور کارونه او دوه اولادونه به دې پرېنږدي زه خو موافق یم
ما هم توکل په خدای کړ ماوې د هغې به یوه چاره کوم او کوښښ به وکړم تر څو د زدکړو نه مې ونه باسي.
ځواب یې را کړ بیانو څه ته ګورې؟ ماته ووایه کومه پوهنځی وایې؟
ما بې د کوم ځنډ نه ور غبرګه کړه، سیاسي علوم!
ډېر خوښ شو ځکه د هغه د خوښې انتخاب همدا و.
ویې ویل ښه اوس خو ناشونې ده ځکه چې پوهنتونونه پسرلي ته آزموینې اخلي، ماوې سمه ده.
زه زیاته خوښه وم هان دومره خوښه چې پخلنځي ته به تلم نو په فکر کې به پارلمان ته تلم یا هم وزارت ته ځکه چې ما دا ګڼله چې سیاسي علوم خو بس ما هماغلته بیایي.
پسرلي ته هم څه کمه یوه میاشت پاتې وه، او پوره شوه. په شخصي پوهنتون کې د سیاسي علومو پوهنځۍ ته شامله شوم او اوس یې زدکړیاله یم او تل هڅه کوم چې د پلار زړه له دې لارې وګټم.
که دهغې لارې نشو خدای د راته همت راکړي!
پلاره ورځ د مبارک شه!!
••••••••••••••••••••••••••
دا وو زما د ژوند واقعي انځور