د سرتاج عزيز په ځواب کې :  سرتاج عزيز د حقاني شبکې پر ضد اقدام په پوله کې پاکستان ته له امتياز ورکولو سره مشروطه کړه

سرتاج عزيز  
موږ او تاسو پر ډيورنډ نه خلاصيږو، بلکې زموږ او ستاسو ترمينځ د مړو ((افغانوژنې)) مساله، د افغانستان د ورانۍ، بېثباتونې او کمزوري کولو، تاوان او د حسابۍ نورې مسالې پرتې دي  
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto .He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.  
جهاديان، طالبان او حقانيان د همدغې ورځې قربانۍ لپاره ساتل شوي. دوی په حقيقت کې د اسلامي ارزښتونو او اسلامي نظام لپاره نه، بلکې د شهيد سردار محمد داود خان د حکومت پر وړاندې د پنجاب د پټو اوږدو موخو او د همدغسې يوې قربانۍ لپاره رامينځته شوي وو چې نن د پنجاب د هغه وخت خوب چې بوټو بابر ته ويلی وو او بيا ورپسې ديکتاتور ضياء، اختر عبدالرحمان، مکار مشرف، حميدګل او نورو مخته يووړ، خو نن يې بيا هماغه غوښتنه د ملکي سياستوال پر خوله راوويسته او د حقاني د عملياتو خبره يې پاکستان ته تر امتيازاتو پورې مشروطه کړله. دا ارمان خو هغوی هم ګور ته يووړ او تاسو به يې هم وړئ!


سرتاج عزيزه،
که پنجابی نه پوهيږي ته خو پوهېږې چې خوشال خان څه وايی؟
ټيټ مې بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم
 
پر اتوم دې مه نازېږه!
دلته له سکندر مقدوني نه تر ننه پورې د نړۍ ډېر زبر ځواکونه راغلي، خو ستړي شوي او سوټې يې وتلې دي. په دې هيله چې يوه ورځ به په نژديو کې ستاسو د تور لينګيو سوټې هم وګورو او له دې خپلې جنتي پر وينو ګټل شوې خاورې نه به مو داسې وځغلوو چې بيا مو نسلونه په نسلونو پر ياد وي چې دې لور ته مخ راونه ګرځوئ او تر قيامته يو درس درته پاتې شي. د هندوانو بېساری شرم به مو له ياده ووځي.
 
بېنظيرې ويل چې :
د طالبانو پروژه د برتانيا طرحه وه چې مالي ونظامي ولوژيستيک ملاتړ يې امريکا وسعودي کولو او روزنه يې زموږ وه او زموږ د اهدافو ((موخو)) لپاره کار کوي.
د طالب معنويت لا پخوا سپکه وړې شوی، خو دوی ناپوهان لا تراوسه د طالب په نوم تير وتلي دي



د ښاغلي زلمی خليلزاد د مرکې يوه برخه :
افغان سباوون : سيد سليمان اشنا
پوښتنه : بښنه غواړم، بيرته دې پوښتنې ته ورشم چې دا بُعد يې راته تشريح کړئ چې تاسو يې سوله اصلي علت ګڼئ، [هو]. ولې سوله د دې هېوادونو په کومک نه شي تامين کېدلی؟ يو؛ دويم دا چې د افغانستان له نظره پاکستان د دغې ناامنۍ اصلي عامل دی چې کولی شي سوله کې کومک وکړي. ولې پاکستان بالاخره څه غواړي؟ ولې نه شي کولی يا نه غواړي چې دلته سوله راشي؟ ځواب : دا يې هغه حياتي سوال همدا دی چې د پاکستان هدف څه دی؟ څه غواړي؟ ما پخپله له مشرف سره بحث درلوده په هغه وخت کې چې زه په کابل کې سفير وم [او هغه هلته ولسمشر وو]، هو. دوی رښتيا نه وايی. ممکن دوی کوم شی وغواړي چې نه شي کولی واضح ورباندې خبرې وکړي، ځکه د شرم خبرې به وي چې دوی وغواړي :

  • لومړی دا چې د افغانستان ځينې مناطق (سيمې) بايد زموږ د ګروپونو چې موږ د هغوی طرفدار يو، لکه د حقاني ګروپ بايد د هغه تر تصرف (ولکې) لاندې راشي.
  • دويم يا دا چې افغانستان بايد خپل خارجي (بهرنی) سياست بايد د اسلام اباد تر کنترول لاندې راوړي.
  • درېيم يا دا چې افغانان دا ډيورڼد ورسره رسمي کړي. دوی نه شي کولی چې رښتيا ووايی غواړي.
تر هغه پورې چې د دوی اهداف څوک ومني غيرمستقيم هغه خپل جاسوسان چې په افغانستان کې دي ختماً چې د دوی لپاره هلته کار کوي په قدرت راوړي چې د هغوې له لارې نه هغه خپل اهداف مستقيم ووايی. امريکا هم اوس دېته ته متوجه شوې ده او دوی غواړي چې د پاکستان له خوا نه دا واوري چې دوی په افغانستان کې څه غواړي؟ تراوسه پورې امريکا هم نه پوهيږي چې دوی څه غواړي؟


The Five Evils who destroyed Afghanistan http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/ Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar: Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river. Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan. Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.


د متحده ايالاتو د کانګرس غړی ډانه رورا باکر :
پاکستان له ترهګرو سره متحد هېواد دی، نه د امريکاله متحده ايالاتو سره
 
ديکتاتور مکار مشرف :
د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره ويلي چې :
Pervez Musharraf, the former Pakistani military ruler accused of sheltering and supporting the Taliban after 2001, has called for an end to the backing of militant «proxies» in Afghanistan.
In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to «totally cooperate» with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is »the last hope for peace in the region».
«In President Karzai s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.»
 
مولوي هبت الله او حقانيانو ته :
اوس خو خبره روښانه شوه چې سرتاج عزيز ستاسو پر سر له افغان حکومت او نړيوالو څه غواړي؟ په دارالعلوم حقانيه کې مو د همدې لپاره ماغزه در پرېمينځل شوي چې د دښمن ټوپک مو د خپلو ورونو پسې راخېستی او هغوی پرې ولئ؟ بلا مو پر دا علم شه چې تاسو هلته کړی دی.
 
بيا هم تاسو ته وخت دی چې لږ سوچ وکړئ چې تاسو د څه او د چا د ګټو لپاره جنګيږئ؟ اشغال اشغال دی ولو که د هر چا له خوا وي.
دا چې ستاسو استاد مولانا سميع الحق وايی چې ملا هبت الله به جګړه لا زياته کړي او سرتاج عزيز بيا وايی چې د ملا منصور په وژلو سره د افغان سولې پروسه زيانمنه کړه.
تاسو ګورئ چې بوټو په ۱۹۷۹ ز کې له بابر سره د څه لپاره خپله اندېښنه شريکه کړې وه؟ نن هغه وخت رارسېدلی چې د سرتاج عزيز غوندې يو بل ملکي پښتون سياستوال د کلونو کلونو مخکې پټه خبره رسنيو ته راوويسته چې اوس له نړۍ او موږ نه پرې د حقاني پر سر امتياز يا معامله deal غواړي، نو ښه شوه چې دا د دومره وخت ساتنه دې اوس دې قمار ته ساتل شوې وه.
دا ستاسو ايمان درته د دې اجازه درکوي چې سر مو هم لاړ شي، خاوره مو هم لاړه شي او لا خلک د خپلو موخو يا په بله مانا د خپلې سياسي بقا د تضمين او هويت لپاره په خپل حکومت او نړيوالو وپلوري. له عربو او ټولې نړۍ نه يې چندې درباندې ټولې کړې چې پر هغې يې تپاک مات نه شو اوس لا درباندې دا ډول معامله کوي چې پلرونو او نېکونو مو له برتانوي استعمار سره نه وه منلې، خو اوس يې دوی راباندي مني.
دا د حقانيه مدرسه د همدې موخو لپاره جوړه شوې وه او د همدې لپاره يې تاسو د هغه د سرې ږيرې لاندې وساتلئ. هغه خو ملا دی، نو دا وسله او پيسې درته څوک درکوي؟ او د همدې موخې لپاره يې درکړې وې چې خپله خاوره ورته ورکړئ؟ دا د جهاد، شهامت وافغانيت او اسلاميت ارزښتونه همدا ايجابوي چې سرتاج عزيز رسنيو ته څرګنده کړه؟
 
نو زه پر خپلو ټولو هېوادوالو غږ کوم چې هوښيار وبيدار شئ! له دې وروسته پر طالب ونه غولېږئ. د طالب په جامه کې دوه هدفه دي. يو دا چې د دې کرغېړنې استعماري کرښې منل او هم د ګران هېواد کمزوري او بېثباته کول او هم يې د اوبو کنترول دی چې دواړه ګاونډي هېوادونه د همدې موخو لپاره له طالبانو سره د داعش د مخنيوۍ لپاره مرسته کوي، خو موخې يې نورې دي. د کشمير حافظ سعيد هم د کشمير د اوبو کنترول لپاره رامينځته کړی نه د نورو د موخو لپاره دا ځکه چې پاکستان خو خپلې خرڅې کړي، نو اوس زموږ او د کشمير د اوبو لپاره له سختدريځو اسلامپالو او سياسي ملايانو نه کار اخلي.
 
سرتاج عزيزه،
ته بايد په دې پوه شې چې ولې پنجاب سيده غوښتنه نه کوي چې لومړی يې په ۱۹۷۹ کلونو کې د محکوم سندهي ملکي سياستوال بوټو پر خولې له يو پنجابي چوپړ نصرالله بابر سره کړې وه او نن يې بيا ستاسو پر خولو د بل پنجابي چوپړي ملکي سياستوال پر خوله راوويسته. ته خو خپله محکوم يې، نو يو محکوم پر کوم جرئت سره دا خبره ما ته کوي؟ تاسو حرامنمکو ډېره غلطه محاسبه مو له ځان سره کړې وه. دا د افغان خاوره ده. هر څوک او هر غليم چې ورته په سپکه سترګه وګوري سترګې به ترې وباسو.
 
مشوره :
افغانان له تاسو څخه د يو مسلمان ګاونډي په توګه هيله لري چې د ديکتاتور ضياء د وخت خوبونه مو له ذهنه وباسئ. هغه يو هندي الاصله مهاجر ډېره غلطه محاسبه کړې وه. هيله ده چې بيا له سره پرې غور وکړئ او خپلې پالېسۍ ته مو بدلون ورکړئ. دوه مخۍ ته نور ځای نشته. ديکتاتور ضياء تاسو ته ډېر بد ميراث پرېښی چې د هېچا په ګټه نه دی او نه دا د ديکتاتور ضياء او جونېجو وخت دی چې بيا زموږ استازيتوب وکړئ. دا ذهنيت مو له روح وروانه وباسئ او سمه لاره غوره کړئ چې هغه د ښه ګاونډيتوب لاره ده او بس. نور د معاملو وخت تللی او افغان نوی ځوان نسل هوښيار دی. مکاران وابليسان پېژني.
 
په درنښت
سيد حسين پاچا
 
سرتاج عزيز: د منصور وژل کېدو د سولې پروسه زيانمنه کړه http://www.taand.com/archives/69922
سرتاج عزيز د حقاني شبکې پر ضد اقدام په پوله کې پاکستان ته له امتياز ورکولو سره مشروطه کړه http://www.taand.com/archives/70797
 
Musharraf: Pakistan and India s backing for «proxies» in Afghanistan must stop https://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban