پاکستان ولې د تورخم جګره پیل کړه؟

 
لیکوال: محبوب الله خان
په کوټه کې د ملامنصور تر وژل کېدو وروسته پاکستان په کور دننه او په نړیواله کچه له سختې ماتې سره مخ شو. له بل پلوه د  پاکستان بهرنی سیاست له سختې ماتې سره مخ دی او د یوازیتوب ښکار شوی دی. پاکستان غواړي ددې جګړې په پلمه د خپلو خلکو او نړيوالو پام بلې خواته واړوي. پاکستان همېشه په سیمه کې د بحران سیاست پرمخ بیایي. پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې  خپله هغه جنګي پالیسې چې مخکې به یې د هندوستان پر وړاندې پرمخ بېوله او خپله جنګي پالیسي د افغانستان پر لور اړولې ده. پاکستان اوس د هند پروړاندې  دمخامخ جګړې زور نه لري نو له همدې امله اوس په مختلفو بهانو له افغانستان سره دجګړې ډګر تود وساتي.
پاکستان څه غواړي؟

  • پاکستان غواړي  خپلو خلکو ته داسې څرګنده کړي چې په کور دننه ترهګري يې له افغانستان څخه ده او له افغانستان سره په مهمو ځایونو کې پوځي تاسیسات او دروازې جوړې کړي.
  • د پولې د مدیریت په پلمه د ډیورنډ فرضي کرښې ته سیمه ییز او نړیوال ارزښت  او رسمیت ورکړي.
  • د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو مېشتو پښتنو ترمنځ فاصلې رامنځته کړي او نفرتونه وزیږوي.
  • په پاکستان کې د پښتون ملتپالو ګوندونو دريځ او غبرګون مالوم کړي.
  • پاکستان غواړي خپلو خلکو ته داسې قناعت ورکړي چې کوم  افغان طالبان چې په کوټه او پېښور کې مېشت دي. ددوی حمایه کول ددوی اړتیا ده او که په افغانستان کې امن راغی او نو پاکستان به ګواښ سره مخ شي.
  • پاکستان غواړي تردې وروسته له افغانستان سره په دوه ډګرونو جګړه وکړي چې یو ډګر يې افغان طالبان دي او بل ډګر د ډیورنډ کرښې پرسر مخامخ جګړه.
  • په پاکستان کې ملکي حکومت د پانامه لیکس تر خپرېدو وروسته له سخت ګواښ سره مخ دی. دغه ډول جګړې د پوځ په ګټه دي او ښايي د نواز شریف د حکومت پرزولو ته مشروعیت ورکړي.
افغانستان ته څه کول پکار دي؟
 
  • په سیمه کې  دمهمو سیاسي او جغرافیايي بدلونو تر بشپړېدو پورې ښايي افغانستان په راتلونکي کې د داسې ډېرو لنډ مهالو جګړو شاهد وي.

  • افغان حکومت ته پکار ده چې خپل داخلي سیاسي اختلافات ژر تر ژره له منځه یو سي او خپله ټوله توجه بهرني سیاست او د هېواد ځمکنۍ بشپړ تیا ته واړوي.

  • افغان حکومت او ملت په سیمه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د پوځي او اقتصادي توازن تر رامنځته پورې له سختې ازموینې سره مخ دی او ددې کار لپاره باید پوره چمتوالی ونیول شي.

  • افغان حکومت باید کوښښ وکړي چې په داسې جګړه ییزو حالاتو د ولس او سیاسي ګوندونو باور او حمایت تر لاسه کړي.

  • افغان حکومت  باید خپل بهرنی سیا ست په سیمه ییزه او نړیواله کچه فعال او پیاوړی کړی.
 
روښانه بهرنۍ پالیسي او د ګانونډیانو څرګند او اوږدمهال دریځ غوره کړي.د لس ورځو دوستۍ او لس ورځو دوښمنۍ کړندلاره پرېږدي.
    • افغان جکومت باید په هېواد کې مېشتو نړیوالو ځواکونو اود هغوی له هېوادونو سره د تر سره شویو تړونونو په رڼا کې د روښانه دریځ او ملاتړ ژمنې تازه کړي.
 
  • افغان ولس ، سیاسي خوځښتونواو رسنیو ته هم پکار ده چې په داسې حساسو حلاتو کې خپلې ملي ګټې وپېژني او د یوه متحد ملت په توګه د افغانستان د دوښمنانو هر ډول ګواښونو او دسیسو ته په کلکه ځواب ووايي.
 
د یوه پرمختللي او باثباته افغانستان په هيله.